ټولنیزه برخه

د سخا ډولونه، څو بیلګې او کيسې

لیکوال: حامد افغان

په سخا کې د خلکو کړندودونه او چلند مختلف وي دلته د سخا ډیر ښه کړندود له ښه، لیږ ښه او بد کړندود نه درته بېلوو او د سخا مختلف کړندودونه روښانه کوو لکه:

1 – خلک د سخا په څرنګوالي کې مختلف دي ځیني غواړي په پټه سخا وکړي او ځیني نور یې په ډاګه خوښوي، په ټولیزه توګه څوک چې په پټه سخا کوي هغه له ښکاره سخا کوونکي نه غوره دی .

2 – د ځیني خلکو سخا دومره پاکه او مخلصانه وي چې چاته څه ورکړي بیا یې هیر کړي، او ځیني چې سخا وکړي بیا هغه شی، هغه سړی، هغه وخت او ځای ټول ورته یاد وي او د خپل مصلحت! پر اساس یې کله کله تذکره او یادونه هم کوي، اصلي سخا هغه لومړی ډول ده. دوهمه چې له من او احسان سره وتړل شي غلط او د بې همتي کار ده.

3 – ځیني خلک په سخا کې بیړه کوي چې کله مجبور او محتاج انسان وویني سمدستي مرسته ورسره کوي او ځیني نور ساړه وي تر څو چې غوښتنه او سوال نه یې ور نه شوی تر هغو یې له جیبه څه نه وځي، ښکاره خبر ده لومړی د خیر لور ته بیړندی او سخا یې غوره ده.

4- ځیني خلک چې هر ځای او هر بېوزله او محتاج کس وویني مرسته ورسره کوي دې ته نه ګوري چې خپل دی یا پردی، شناخته دی یا ناشناخته او ځیني نور بیا هر ځای نه بلکي له پیژاندو یا خپلوانو سره مرسته کوي په دې دواړو کې هم لومړی ښه دی.

5 – ځیني د سخا په مهال خوند او لذت احساسوي او د ځیني نورو زړونه درانه او په سختي سره یې له جیبه پیسې بيليږي په دوی کې هم لومړی ښه دی.

سخي انسان باید ورين تندی ولري او له خوارانو سره په مینه مخامخ شي، د هغوی درنښت او احترام په نظر کې ولري او د خواري او مسکنت په نظر کې نيولو سره یې باید درنښت او انساني وقار هم په یاد ولري. د ښې سخا یوه نښه دا هم ده چې باید په هر مجبور انسان ترحم وکړل شي آن که هغه یې د دښمن په کتار کې وي هم، او که له یو چا سوال وکړل شي او د څه نه لرلو لامله یې زړه ودردیږي د دې کس که څه هم لاسونه تش خو زړه یې سخي دی .

د سخا څو بیلګې او لنډې کیسې

1- په روایت کې راغلي چې عائشي رضی الله عنها ته معاويه رضی الله عنه یو سل او اتيا زره 180000 درهم ور ولیږل دې لوښی را وغوښت تر ماښامه پوري یې په خوارانو ویشل، ماښام یې خادمې ته وویل: زما روژه مات راوړه، هغې ډوډۍ او غوړي ورته راوړل او ورته ویې ویل: نن خو دې دومره دراهم وویشل که د یوه درهم غوښه دي روژه مات ته اخیستې وی، دې ورته وویل: که هغه وخت دي یادونه راته کړې وی اخیستې به مي وه.

.
2- کیسه کا چې عبد الله بن عامر په مکه کې له خالد بن عقبة بن أبي معيط نه د هغه کور په اویا زره درهمه 70000 واخیست، ماښام عبدالله د خالد په کور کې د هغه د کوروالو ژړا واوریدله پوښتنه یې وکړه چې دا ولي ژاړي؟ ورته ویې ویلې چې په کور ژاړي، عبدالله خپل غلام راوغوښت او ورته ویې ویل: ورشه ورته ووایه کور له اویا زره درهمو سره ستاسو شو.

3- روایت کا إمام الشافعي رحمه الله تعالى چې‌ د مرګ په ناروغي ناروغ شو وصیت یې وکړ چې فلانی به غسل ورکوي، کله چې امام وفات شو هغه سړی یې راوغوښت، هغه راغی او د امام الشافعي د یادښتونه کتابچه یې وغوښتله هغه یې چې وکتله په ده باندي اویا زره 70000 درهمه پور لیکلی و سړي وویل دا پور یې په ماشو او ویې ویل دا هغه ته زما غسل ده .

4- رسول صلى الله عليه وسلم له رومیانو سره د جګړې له پاره لښکر تیاروه هغه مهال مسلمانان ډیر بې وسه و ځکه خو هغه غزوه “د سختي غزوه” نومول شوې ده عثمان بن عفان رضي الله عنه له دې لښکر سره د لس زره 10000 ديناره، دری سوه تیار اوښانو او پنځوسو اسانو مرسته وکړه.

د سخا بیخي نادره کیسه

د دریو کسانو په دریو سخیانو سره دعوه شوه یوه وویل: عبدالله بن جعفر بن أبي طالب ډیر سخي دی. بل وویل: قیس بن سعد بن عباده تر ټولو سخي دی . دریم وویل: له غزاله الاوسي لوی سخي نشته. دوی دریواړو خبره سره سخته کړه هر یوه خپل سخي ډیر سخي باله یوه بل هوښیار سړي ورته وویل: ستاسو ستونزه زه حل کوم تاسو هر خپل خوښ سخي ته ورشئ له هغه څه وغواړئ هغه شی دلته راوړئ موږ ټول به د هغو سخا په ډاګه ووينو او ډیر سخي به ټولو ته معلوم شي.

کوم یوه چې عبدالله ډیر سخي باله هغه عبدالله ته ورغی، هغه یې په داسي حال کې وموند چې د خپلې سفر ته تیارې اوښې مهار یې په لاس کې او چرته روانیدونکی و ده ورته وویل: ای د رسول الله د تره زویه! عبدالله ورته وویل: څه غواړې وایه! سړي ورته وویل: بې وسه مسافر یم او د لارې هیڅ شی نلرم، عبدالله د اوښې مهار په لاس کې ورکړ ورته کړه یې اوښه له سامان او آن زما له شخصي تورې سره ستا شوه خو ګوره له تورې سره پام کوه دا د علي ابن ابي طالب له تورو نه ده. دې سړي بار اوښه راوستله په بار کې یې ډیر قیمتي شیان او څلور زره ديناره هم وو او د علي توره علاوه وه.
دویم سړی چې قيس بن سعد بن عباده یې ډیر سخي باله قیس ته ورغی، په دې وخت کې قیس ویده و مينځي یې ورته وویل: هغه ویده دی که څه ضرورت لرئ ماته ووایه؟ هغه ورته وویل: بې وسه مسافر یم د لارې توښه نه لرم، مينځې ورته وویل: ستا اړتیا وړه ده او د هغه راويښول سخت دي په دې کڅوړه کې اووه سوه ديناره دي الله عالم دی چې د قیس په کاله کې نورې نغدې نشته دا درواخله او د اوښو ځای ته ورشه یوه اوښه درته خوښه کړه له یوه غلام سره هغه هم بوځه، سړي په خوشالي داشيان يووړل او ولاړ، کله چې قیس راپورته شو مينځي یې کیسه ورته وکړه، هغه یې د ده په ځای کړې سخا په خوشالي کې ازاده کړه.

دریم سړي عرابة الأوسي ښه سخي باله هغه عرابه ته ورغی هغه یې له جومات نه په لاره په دوو غلامانو تکیه روان پیدا کړ ځکه دا وخت هغه ړوند شوی و، سړي ورته وویل: ای عرابه مسافر یم د لارې توښه مي تمامه شوې ده، عرابه دواړه غلامان ورکړل او تش لاسونه یې له یوه بل سره وتړسول په افسوس یې ورته وویل: عرابه ته په ټول مال کې دا دوه غلامان ورپاته دي دا ستا شول، سړي ورته وویل: دا دواړه ستا وزرونه دي او زه نه غواړم تابې وزرو کړم، عرابه ورته وویل: که ته دا دواړه وانخلې نو دواړه دي ازاد وي اوس ستا خوښه که غواړې یې او که ازادوې یې، عرابه لاسونه تپول په دیوال یې ځان تم کړ او کورته روانو شو.

کله چې دې دریم سړي د عرابه سخا هغو نورو ملګرو ته وروړه هلته د هغو نورو دوو سخیانو ورکړې هم وې دریمانو پریکړه وکړه چې دا دريواړه د دې وخت ترټولو زیات سخیان دي او په دوی کې زیات سخي ړوند عرابه دی ځکه هغه ځان تش لاسونه او په سخت احتیاج کې پرېښود. د سخا په اړه دا لیکنه دلته پای ته رسوم خدای دي وکړي درانه لوستوال دا خبرې نورو مسلمانانو ته هم ورسوي څو د مسلماني دا دروند او مهم خصلت (سخا) خپله کړو او د خپلو بې وزله او بې اسرې مسلمانانو په ښمر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x