نظــر

سوله؛ خنډونه او فرصتونه

دوکتورمحمدعثمان‌تره‌کی
د حقــــــــــــوقو اســــــتاد

بالاخره د بهرنیانو د لاسوهنو، سیاسی فشارونو، ګواښونو او د پردې ترشا د معاملو په پایله کې د تاکنو د توطئې سیاسي محصول د جوړجاړي په بڼه چې په سختۍ ورته د واکمنۍ «نوې فصل!» ویلي شو، د افغانستان کړکیچن سیاسي بازار ته وړاندې شو: حکومت د بن د غونډې د ګدونوالو یعنې د جنګي ډلو ټپلو ترمنځ وویشل شو. د تاریخ په تکراریدو سره د بهرنیو او کورنیو جنګ سالارانو په منګلو کې یرغمل شوې سوله، سیاسي ثبات او د قانون واکمنۍ ته دا چانس ورپه برخه نشو چې زموږ اوږدمهال ناورین ته د پای تکې کیږدي.

د اوسنۍ ادارې په وړاندې ستر چلنج سوله ده. د سولې په نشتوالې سره د تیر په څیر، اقتصادي وده ستونزې سره مخ او بهرنۍ مرستې د جګړې خوراک کیږي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې نوي مقرر شوي ولسمشر پخواني ولسمشر غوندې سولې ته لیوالتیا لري. خو لمړي باید ځان په دې باندې پوه کړو چې آیا هغه چا سره چې دیارلس کلنه جګړه په افغانانو باندې تپلې د سولې اراده شته؟
د سولې په وړاندې کورنۍ ستونزې او فرصتونه:

الف. کورنۍ ستونزې :
۱ ـ د کابل ادارې په راتلونکې ترکیب کې د مخکنۍ ادارې د ټوپک والاو احتمالي غړیتوب چې د سولې په ضد یې بربند دریځ درلود، سولې ته ستر ګواښ شمیرل کیږي.

۲ ـ د نظام اجرايي صلاحیتونه په دوو برخو ویشل یعنې ولسمشر ته تشریفاتي واک او اجرائیه رئیس ته واقعي اتوریته وربښل د سولې په وړاندې بل چلنج ګڼلي شو: چلنج هغه وخت خطرناکه بڼه غوره کوي چې د اجرائیه رئیس احتمالي نوماند او د ځینو امنیتي دندو مسئولینو د جمعیت، نظار شورا او ملي جنبش د هغو جګړه مارانو نه وټاکل شي چې په دیارلسو کلنو کې د بهرنیانو په ملاتړ د جګړې د اور په بل ساتلو کې د یرغلګرو د آزمون نه بریالي وتلې دي.

د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې بهرنیان د جګړه مارانو سره د سولې او سیاسي ثبات په وړاندې ګد دریځ لري، توپک سالاران د وسله وال مقاومت سره د اوږدمهاله دښمنۍ په وجه د بهرنیو قوتونو په واسطه د سولې د پروسې د سبوتاژ په مقصد په نظر کې نیول شوې دي.

۳ ـ د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ولسمشرانو او پاچاهانو میرمن افغانان او مسلمانان و. زموږ په دودیزه تولنه کې د دولتي مشرانو په کورنۍ کې افغاني ـ اسلامي تجانس مشرتابه ته اسلامي ـ افغاني هویت وربښلی او په واکمنانو باندې د ولس باور تینګ کړی.

د موضوع په شرعي اړخ باندې تبصره دیني علماوو ته پریږدو. د خپل صلاحیت په پیژندلو سره دا سوال مطرح کوو چې آیا د دیموکراسۍ جنګي ماشین دومره پیاوړتیا موندلې چې خلکو ته د یوه سیاسي «بدعت» د منلو ذهني چمتووالې ورکړي؟ راتلونکې ته انتظار باسو. خو په بیړه دوو ټکو ته مو تام پام اړوو:

ـ د ټوپک استعمال باورونه او ذهنیتونه رادیکالیزه او بنستیزه کوي.

ـ دیرش کاله مخکې اَن د بهرنیو چارو په وزارت کې د استخدام یو بنستیز شرط د افغان الاصل میرمن سره واده و.

۴ ـ پهلوان دوستم د نوې حکومت دوهمه درجه لوړپوری کس، د اټکل ۴۰۰۰ طالب جنګي اسیرانو قاتل هیڅکله نه غواړي چې د «غیب خزانې» نه ښکار شوې غنیمت (چوکۍ) د سولې قرباني کړي. دي په دې برخه کې د اړتیا په صورت کې د سولې په وړاندې د «اجرائیه شورآ» د رئیس سره ګد دریځ نیسې.

۵ ـ د تاریخ په شهادت افغانانو د هغو بهرنیانو په وړاندې چې یونیفورم او ټوپک سره سمبال د دوي ښارونو، کلیو او بانډو ته د یوه لاسپوڅې حکومت د ملاتړ په موخه ورننوتلې، تل مقاومت ښودلې دي. ولس دولتي او حکومتي نویو سروالانو ته د بهرنيو استخباراتو او تبلیغاتو تصنعي جوړ شوې او ګومارل شوې مخلوقات (« مشران!») په سترګه ګوري. دوي نه د ولس په اراده بلکې د «جان کیري» او «جیمزکننګهم» له خوآ خونړۍ لوبې ته ورګډ شوې. دواړه جنګي ماموریت لري. انتصابي ولسمشر د تحلیف نه لږ وروسته په ډاګه وویل چې که وسله وال مخالفین زموږ حکومت سره مخالفت وکړي، دوي سره جنګیږو. په ملي امنیت اداره کې «حنیف اتمر» (د شورویانو د یرغل نه راهیسې په وینو څښلو معتاد) ګومارل مخالفینو ته د جګړې د دوام پیغام ځان سره لري.

انتصابي نوی حکومت ستراتژیک تړون په بیړه بې له کوم قید او شرط څخه لاسلیک کړ. هغه شرطونه چې کرزي ایښې و د سیاسي زعامت د معاملې په سر باندې د پامه وغورځول شول. دا واقعآ د چوکۍ په خاطر د بیګناه افغانانو د ژوند سره رذیلانه لوبه او د افغانستان د ولس د برخلیک سره ستر خیانت دي. افغانان د خپلو ملي ګتو د دفاع په دریځ باندې، د خپلو شرایطو په چوکات کې د هر بهرني دولت سره معامله کولي شي؛ خو هغه تړون چې د ګومارل شوې یو مزدور باج او پاداش وي په لغته وهي.

په هر حال! د ګومارل شوېو «مشرانو!» په وړاندې د وسله والو مخالفینو حساسیت چې په واقعیت کې د ټولنې د حساسیت یوه برخه ده او زموږ د ملي تاریخ په اوږدو کې د آزادۍ حماسې رازیږولې، د سولې په اړه بل خند ګڼل کیږي.

ب. بهرنۍ ستونزې: د اشغال په موده کې د افغانستان نه د نړیوال نظامې ائتلاف (ن، ن، ا) په واسطه د سیالو هیوادونو په وړاندې د «سوټې» په حیث ګټه پورته شوې ده:
په ختیزه اروپا کې کله چې لویدیزوال د اوکراین د لانجې په سر باندې د روسانو سره د مقابلې نه بیوسه کیږي د افغانستان د خاورې نه مرکزي آسیا خواته د ملیشیايي جګړې د لارې د سیاسي اسلام او د نشه یي توکو د خپریدو ګواښونه په ګوته کوي تر څو د روسانو پام مرکزي آسیا خوا ته راواړوي.

داسې نښې نښانې راڅرګندې شوې چې په پیل کې «داعش» د لویدیزوالو د ستراتژیکو مقصدونو د تآمین د پاره رازیږیدل شوې وو؛ خو اوس د کنټرول نه وتلې د چټک پرمختګ په حال لویدیزوالو ته د خطر نه ډک په یوه جنګي ځواک بدل شوی دی. پاکستان او افغانستان په عقیدوي او لوژستیکي لحاظ د داعش د نفوذو د پراختیا د پاره «فاضله مدینه» جوړوي. پاکستاني طالبان داعش سره خپل پیوستون اعلان کړ. د داعش د خطر مخنیوي او احتمالآ هغه د ستراتژيک لاسوند په توګه کارول، (ن، ن، ا ) دیته اړ باسي چې د ناوړو پیښو په وړاندې د چمتووالې په موخه د افغانستان په چارو کې ښکیل اوسي. د افغانستان په د ننه کې کنټرول شوې جګړې ته چې تل د جنګي جنایتونو سره مل دي دوام ورکړي.

ب. فرصتونه :

د وسله والو مخالفینو په پیاوړې جنګي دریځ کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د دوي په وروستي اختریزې پیغام کې یو څه انعطاف لیدل کیږي. په پیغام کې په ډاګه شوې چې باید په راتلونکې مثبت بدلون کې د بهرنیانو ګټې خوندي ساتلو ته پام واړول شي.
د ټاکنو درامه او د دولت په مشرتابه کې بدلون د سولې کمزورې زمینه برابروي، په دې شرط باندې چې «منصوب» ولسمشر د ټولو هغو صلاحیتونو نه ګټه پورته کړي چې اساسي قانون ورته بښلې دي.

یوه ځواکمنه واکمني چې ولسمشر د اعلی قوماندان او د قانون د واکمنۍ د ساتندوي په حیث د سولې د دښمنانو سره د امنیتي اورګانونو (مشروع خشونت) او قضایي بنسټونو د صلاحیتونو په ګټه اخیستنې سره چلند وکړي د سولې لاره خلاصولي شي. د دغه مقصد د پاره باید د اساسي قانون اوسني بشپړتیا وساتل شي . د پارلماني نظام د جوړیدو تر پلمې لاندې د اساسي قانون اوسني چوکاټ ماتول د اساسي قانون نه «انتحاري بم» جوړولو په معني تعبیرولي شو.

دلته د سولې کورني امکانات د بهرنیو سیاستونو سره په ټکر کې راځي. د بهرنیانو له خوا افغاني لورې ته دومره واک نه ورکول کیږي چې د (ن، ن، ا ) په منګولو کې یرغمل شوې سوله وژغوري.

امریکا د دې د پاره چې د ټاکنو په پایله کې د سولې نوښت افغان نوي حکومت لاس ته ونه لویږي په څو اقداماتو لاس پورې کړ:

۱ ـ د قطر د سولې پروسه په تپه ودرول.

۲ ـ نوې منصوب حکومت د ستراتژیک تړون په لاسلیک محکوم کړ.

۳ ـ په راتلونکې نوې ائتلافي حکومت کې ګومارل شوېو جګړه مارانو د ولسمشر د معاون او د «اجرائیه رئیس!؟» تر چتر لاندې د حکومت د کمزورې کولو او د جګړې د اور د بل ساتلو په موخه ورداخل کړ.

د مخالفینو سره سولې دا ایجابوله چې د سیاسي بندیانو خلاصون د حکومت د کاري اجندا په سر کې ځاي نیولې واي. ګومارل شوې ولسمشر د یو شمیر سیاسي بندیانو د خوشې کولو د لارې جګړې بل اړخ ته د سولې پیغام استولې واې. خو اصلي خبره دا ده چې د منصوب ولسمشر احساسات او جذبات نوموړی د واقعیتونو نه لرې ساتلې . دي د قدرت په تخیلي دنیا کې ځانته پاچایي جوړوي:

څو ورځې مخکې منصوب ولسمشر په یوه بیسارې او د قدر وړ اقدام د بندیانو په منځ کې د خلاصون د هیلې د رازیږولو په مقصد د پلچرخي بندیانو سره وکتل. مبالغه آمیزه جذبه د «زه یم زمري پدې نړۍ تر ما اتل نشته» په بنه د «پارانویاک» تر حده پورې د دې لامل شوې چې انتصابي ولسمشر په دې باندې پوه نشي چې د بندیانو اصلي واک لرونکې امریکا ده نه د کابل زړه او نوې اداره. سبا یې د پلچرخي د لیدو کتو نه وروسته د امریکا شارژدافیر او د ناټو قوماندان د منصوب ولسمشر سره «تنبیهي غوډه» درلوده چې په ترڅ کې یې یقینآ نوموړې ته د «حد پیژندنې» توصیه وشوه.

په لنډو!

ـ د اشغال په حالت کې سوله او جګړه د اشغالګرو په واک کې ده . دوي د خپلو ستراتژیکو موخو د تآمین په مقصد حکومت جوړوي او ورته دنده ټاکي.

د جوړ جاړي نه رامنځته شوې اوسني حکومت ته جنګي ماموریت ورکړ شوې دي.

ـ د سولې او جګړې په اړه د جوړجاړي په بنسټ د اجرائیه رئیس د چوکۍ د جوړیدو له کبله د اوسني منصوب ولسمشر صلاحیتونه د پخواني ولسمشر په پرتله په کافي اندازه لږ شوې دي: ولسمشر تشریفاتي او اجرائیه رئیس د جګړې په برخه کې د امریکا د سفارت تر مستقیمې قوماندې لاندې به عملي او اجرايي صلاحیتونه ولري.

ـ دواړه د دولتي مقامونو د ترلاسه کولو له کبله د «جان کیري» د ملاتړ پوروړې دي. دوي اخلاقي مکلفیت لري چې د افغانستان د ګټو د قربانۍ په بدل کې خپل پور (دَین) ادا کړي. د امریکا د ستراتژیک اړتیا د لاسوند په حیث جګړې دوام ته پام راواړوي.

ـ وسله وال مقاومت په څوارلسو کلونو جګړه کې په یوه پیاوړې سیاسي، تولنیز او جنګي ځواک بدل شوي دي. په نظام کې د مقاومت تداخل د قواوو انډول د مرکزي واکمنۍ په ګټه را اړوي. په سیمه ییزو سترتژیکو پروګرامونو کې د افغاني اړخ ګټې ورداخلوي . (ن، ن، ا ) ته ستونزې رازیږوي. « دیکتاد » ته د پاي تکې کیږدي. دغه واقعیت (ن، ن، ا ) دیته اړ باسي چې د سولې پروسه حاشيې ته وتمبوي او په افغانستان کې د ګومارل شوې جنګي مزدورانو د لارې حکومت وچلوي.

خو دغه واقعیت هم باید په ګوته شي چې په اوسني تپل شوې غیر عادلانه جګړه کي سوله د شعار او سوالګرۍ په بدل کې نه ترلاسه کیږي. په تآسف سره چې موږ د سولې په خاطر د دفاعي جګړې دوام او لازیاتې قرباني ته اړ کیږو.

ـ اړینه ده چې منصوب ولسمشر د سولې د داعیې د تحقق په مقصد، پرتو خنډونو سره سره خپل بخت وآزمايي.
د ناکامۍ په صورت کې بې له ځنده د خپل حکومت (په واقعیت کې د جنګي ډلو ټپلو ټولنه) استعفا جان کیري ته وړاندې کړي.

په اوسنیو شرایطو کې د پردیو په ملاتړ په قدرت پاتې کیدل نه یوازې چا ته فضیلت نه وربښي بلکې (ن، ن، ا ) ته د پښتنو د عام وژنې د تداوم امکانات برابروي. نیمګړې قومي ژنوساید چې د کرزي د واکمني نه پاتې شوې د نوې منصوب ولسمشر په لاس بشپړیږي. پدې برخه کې باید د «ګلم جمع» تصفیوي رول د یاده ونباسو. اجرائیه رئیس خو خپل مقام يوازې د جګړې د لمبو د بل ساتلو د لارې تینګولي شي. دي په افغانستان کې د امریکا د جنګي ماموریت د لمړنیو معتمدینو څخه دي.

ـ افغانستان تر هغه وخته پورې چې د خپلو کورنیو امکاناتو نه په استفادې سره خودکفايي پړاو ته رسیږي بهرنيو مرستو ته حیاتي اړتیا لري. باید د یرغلګرو قوتونو سره دفاعي جګړه د اوږد مهاله دشمني په ستراتژي چې د راتلونکې همکاري د پُلې د ورانیدو لامل وګرځي بدلې نشي.

پای
فرانسه
۱۵/۱۰/ ۲۰۱۴

About the author

ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی افغان اکاډیمیک، سیاسي څېړونکی او فرهنگي شخصیت دی. له فرانسې څخه په حقوقو کې ډاکټري لري. د کابل پوهنتون پخوانی استاد دی او اوسمهال په فرانسه کې د کډوالۍ شپې تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلفی عقایدو وا لا

یره استاده د زره برابر یقین نه لرم چه دا وړی به شړی شی حالات به بد تر شی او بس غریب به وژل کژی. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x