ټکنالوژي

مایکروسافټ نوی سکایپ معرفي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د تصویري پیغام لیږلو له پیل څخه تر اوسه پورې بې شمیره کمپنیو دغه وړتیا په مختلفو اضافي سهولتونو سره استعمالونکو ته وړاندې کړي. په دغه برخه کې یو له پیژندل شوی نومونو څخه سکایپ دی خو اوس مایکروسافټ کمپنۍ چې د سکایپ نوی څښتن دی په دې برخه کې خپل نوي تصویرې پیغام لیږلو اپلیکیشن وړاندې کړ.

دغه نوی اپلیکیشن (Skype Qik) نومول شوي او له سکایپ سره ډیر زیات توپیر لري. دغه نوی اپلیکیشن له سکایپ څخه بیخې بیل دی او د استعمال لپاره يي باید نوی اکاونټ خپل موبایل نمبر په واسطه جوړ شي.

دغه اپلیکیشن څخه په ایفون (iOS)، انډرایډ (Android) او وینډوز موبایل کې استفاده کیدی شي.

دغه اپلیکیشن کې یوازې لنډ ویډیويي پیغامونه استول کیږي او د لیکلو اسانتیا نه لری.

دغه اپلیکیشن کې ۴۲ ثانیو ويډیو لیږلی شو. کله چې ویډیو پوره ثبت شي نو په اتومات ډول سره مقابل لوري ته لیږل کیږي.

دغې اپلیکیشن کې لیږل شوې ویډیوگانې له دوه اونی څخه وروسته پخپله ډیلیټ کیږي او که څوک وغواړي خپل ویډیو په خپله هم ختمولی شي.

دغه اپلیکیشن کې د اکاونټ جوړول ډیر اسان دي او اکاونټ جوړولو سره تاسو د دې اپلیکیشن اصلي پاڼې ته چیرته چې تاسو ته ستاسو انلاین ملگري ښيي داخلیږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x