ټولنیزه برخه

زمری جګړې ته تياری نيسي

ډاکټر غنچه ګل ارمان
لیـــکوال او ژبـــــاړن

يوه ورځ د ځنګله باچا، زمري، يوه غونډه راوبلله چې د جګړې له پاره چمتووالی ونيسي. غوښتل يې چې هر حيوان ته يو مسؤليت ورکړي.

فيل ته يې وويل: فيله! ته به د جګړې ډګر ته ټولې وسلې لېږدوې او په جګړې کې به هم په خپل ټول زور سره برخه اخلې.

اېږې ته يې وويل: چې کله پر مونږ جنګ وو، چمتو اوسه چې ميدان ته راودانګې. چې په دې پوه شوې چې دُښمن مو په شا تمبوي، را دانګه او په دُښمن د هيڅ شي صرفه هم نه وکړې.

ګيدړې ته يې وويل: ستا دنده دا ده چې پټې توطئې جوړې کړې.

بيزو ته يې وويل: ته غليمان په خپلو چلونو مصروف وساته.

ټولو حيواناتو خپل نوبت ته انتظار کاوو چې زمری به کومه دنده ور سپاري. په دې مينځ کې يوه غږ کړل: دا خر او سوی خو د هيڅ ښې هم نه دي. هغوی دومره ډارن دي چې هيڅ هم نه شي کولی. دواړه کور ته ولېږئ.

باچا وويل: نه. له هر چا نه په يوه نه يوه ځای کې کار اخيستل کېدی شي. د دوی له مرستې پرته مونږ نيمګړي يو.

باچا وويل: خر به نغارې غږوي او په خپلو رمبارړو به دُښمن وېروي. او دا بيدار سوی به د دې مسؤليت لري چې زمونږ د بري زېری کور ته ورسوي!

په دې توګه زمري د ځنګله ټول حيوانات د هغوی د وړتيا او طبيعت په پام کې نيولو سره په کار واچول.

درس:

په دې نړۍ کې هيڅوک هم بيخي بې ښې نه دی. هر څوک يوه نه يوه داسې وړتيا لري چې ګټه ترې اخيستل کېدی شي. ښه مشر هغه نه دی چې يوازې له تکړه او د پېژندل شويو وړتياوو لرونکو کسانو څخه کار واخلي. ښه مشر هغه دی چې د هغو کسانو وړتياوې هم تشخيص او په کار واچوي چې ظاهراً بېکاره پُرزې ښکاري!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x