ټکنالوژي

نوی مړوند بند چې د زړه گراف ښيۍ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): فیبیټ (Fitbit) کمپنۍ خپل دوه نوی مړوند بندونه فېبېټ چارج (Fitbit Charge) او فېبېټ چارج ایچ ار (Fitbit Charge HR) بازار ته وړاندې کوي.

کمپنۍ خپلو رسمي څرگندونو کې ویلي چې دغه مړوند بند به د گیزموډو (Gizmodo) په څیر دقیق او فلیکس (Flex) څخه به د پوهیدلو لپاره اسانه وي.

چارج ایچ ار به د زړه گراف، قدمونه، وهل شوې فاصله، خوب اندازه او استعمال شوې انرژي په اړه معلومات ورکوي.

د دغې نوې ټکنالوژۍ په مرسته به د ورزشي مړوند بندونو او سمارټ ساعتونو تر منځ واټن کم شي. په همدې ډول دغه ټکنالوژي به د کاروونکي تیلیفوني اړیکو په اړه معلومات هم ورکوي.

فېټبېټ (Fitbit) وروسته له هغه خپل نوي مړوند بندونه بازار ته وړاندې کړل چې خلکو د دې کمپنۍ پخوانی تولید فېټبېټ فورس (Fitbit Force) څخه د پوټکې زخمي کولو شکایت وکړ نو چارج به د دې شکایتونو حل لپاره یوه مثبته لاسته راوړنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x