نظــر

دغصب ښاماران دنظام دکمزورۍ او بدنامۍ اصلي سرچينه ده

Khost_province_airواقعيت دادى چې زمونږ هېواد په سيمه کې ډير اوږد  او لرغونى تاريخ لري، دموقعيت له مخې په اقتصادي، سياسي  اوستراتيژيک لحاظ داسي  يوهېوادګڼل کيږي چې تل يې جغرافيه دنړۍ دلويو ښامارانو تر يرغل لاندې راغلې ده، خوپه دې جغرافيه کې بيا داسې زړور  او ميړني ولسونه هم ژوندکوي چې په خپل ملي غرور، يووالي اوځواک سره يې دهريرغل کوونکي خوله له خاورو ډکه کړې ده .

سره ددې هردښمن په دې خاوره کې ماتي خوړلې خوهڅه يې کړې ده چې تل افغانستان دابادۍ، پرمختګ، سوکالۍ اوسولې په وړاندې خنډونه پيداکړي، چې له دې لوري افغانستان له دوه اړخونو نړيوالو اوملي ننګونوسره مخامخ شوى، په ملي کچه چې کومې بدمرغۍ رامنځته شوې پرديو په کې خپلې لوبې کړې دي

همدا لامل دى  افغانستان دنړۍ دنورو جګړه ځپلو هېوادونوپه ليکه کې هغه هېواد دى چې تر نورو زيات جګړو او ژورو بدمرغيو وران کړى، په بېلابېلو سياسي اقتصادي، سوداګريزو، ټولنيزو، پوهنيزو، نظامي اونورو ورته  ډګرونو کې يې ژور ويجاړونکي زيانونه ليدلي دي، کوم چې په سيمه اونړۍ کې بل هېوادپه دې کچه بحران اوجګړو نه دى ځپلى .

په دغه هېواد کې دجګړو، خپل سريو او نورو سياسي کړکيچونوله امله  ملي واکمنۍ ته زيان ورسيدو، ځمکنۍ بشپړتيا دځينو هېوادونو ورانونکو لوبو په ډګربدله شوه، ملي شتمنۍ تالان اولوټ شوې، چې په همدې لسيزه کې زمونږ دهېواد ډيرلرغوني اوتاريخي اثار دنړۍ په نورو هېوادونوباندې پلورل شوي، اودنورو هېوادونوپه موزيمونوکې پراته دي، ددې ترڅنګ دلته چې کومې بنسټيزې پرژوې پلې شوې وې،  هغه هم دخپل منځي جګړو، اورونه له خاورو سره خاورې کړې، داسې ژورې ننګونې  رامنځته شوې، چې زمونږ ټول ملي جوړښتونه اوملي فکريې دويجاړتيا اوخرابۍ سره مخامخ کړ.

لنډه داچې جګړو نه يواځې زمونږ  هېوادته په هره برخه کي ژور معنوي او مادي زيانونه اړولي دي، بلکې ډيروخلکو ته يې دلوټ اوتلان زمينه هم مساعده کړې وه، چادولتي شتمنۍ ترخپلې ولکې لاندې راوستې وې، چا دنورو مظلومو وګړوپه حقوقو  او ازاديو باندې څرګندتيرى کولو، چې په دغه ټولوناخوالو، بدمرغيو او، ورانيوکي دخپل سرۍ او زور واکۍ واکمنۍ ډيررغنده رول درلود .

ټولو زورواکانو دوخت دامکاناتوڅخه ناوړه استفاده وکړه، په لويه کچه دولتي ملکيتونه يي  غصب اوخرڅه کړل اويايې ترخپلې خيټې لاندې دخپلوګټولپاره وساتل، دافغانستان په هرولايت اوښارکې چې اوس مهال دولتي ځمکې شتون لري ډيرې يې  د ځمکو دغاصبينوپه ولکه کې دي اوډيرې يې پخوا پلورلې دي، چاپرې دخرڅلاو مارکيټ ګرم ساتلى اوچاځانونو ته په کې دغريب او مظلوم ولس په منځ کې چې ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو لپاره هم اړدي، دنګې، لوړې داسې ماڼۍ دميليونونو ډالرو په لګښت سره جوړې کړې چې په اروپا اوامريکا يې ډير شتمن کسان هم نه لري، چې په دې اسلامي  اومظلومه ټولنه کې يې  دعدالت او انصاف ټولو ارزښتونو ته زيان  اړولى دى، ان تردې چې دټولنيزژوند ګډوډۍ ته يې لاره هواره کړې اوپه دې  ټولنه کې يې دټولو بې عدالتيو اوناخوالولپاره زمينه مساعده کړې ده، دمظلوم ملت زړونه يې ناهيلي کړي دي .

که دافغانستان اساسي قانون ته مراجعه وشي، غرونه اولويې دښتې ددولت ملکيتونه اوملي شتميني ګڼل کيږي، څوک نه شي کولى چې  په خپل سرې توګه سره ددولت ځمکې غصب  اوترخپله خيټه لاندې کړي . نن ورځ مونږ په ميليونونو بې سرپناه مهاجرلرو، په ميليونونو يتيمان لرو، په ميليونوکونډي لرو، په ميليونونو بې وزله کورنيو لرو چې په ډير خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي، ډيريې دخپل ژوندانه په ستونزو کې لاس او ګريوان دي، مګرپه دې ټولنه کې داسې ښاماران هم ژوند کوي، چې ملي گټو، ملي هويت، ملي ارزښتونو، ملي فکر او ددې مظلومو وګړو حقوقو او ازاديوته هيڅ درناوى نه لري، بلکې يواځې خپلې شخصي ګټې پالي، اوددې ميليونونو مظلوموافغانانودستونزواوخراب اقتصادي حالت په اړه هيڅ فکرنه کوي .

 دهمدې ښامارانوپه وړاندې اوس مهال ځينو هغه چارواکو چې خپلې ورسپارل شوې دندې، په ډيره ايماندارۍ، صداقت، رېښتنولۍ او بشپړ مسووليت سره سرته رسوي، په ډيرځواکمن هوډ سره يې دمافيايي کړيو په وړاندې دولسونوپه ګټه مبارزه پيل کړې، چې دهمدغه چارواکو په منځ کې يوهم خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دى، چې دولسونوپه غوښتنه اودمظلومو وګړوهيلو، ارمانونو، ستونزو اوناخوالوته په کتوسره يې دځمکو دغاصبو ښامارانوپه وړاندې جدي مبارزه پيل کړې، داسې مبارزه چې ډيره کله يې نوموړي ته له هراړخه زياتې ستونزې او ننګونې راپيداکړې دي، مګرسره له ډيرو فشارونو  يې دغه مبارزه ګړندۍ ساتلې ده . چې په همدې لړکې يې په خوست ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه دداسې غاصبو ښامارانوله منګولو څخه خلاصه کړې چې دننه په نظام کې ژورې رېښې لري، دداسې غصب مخه يې نيولې چې له کلونو کلونو راهيسې يې دخوست دبنسټزپرمختګ مخه ډب کړې وه، ځکه خوست يو له هغه ولايتونوڅخه دى، چې ډيرې دولتي ځمکې په کې  دغاصبو ښامارانو لخوا غصب شوې  دي چې په لويه کچه يې  په دغه ولايت کې دبنسټيزو پروژو دپلي کولو مخنيوى کړى دى .

ديادونې وړه ده، چې په خوست کې دځمکو دمافيايي ډلو لخوا ٧٢٠٠٠دوه اويازره  جريبه ځمکه دخوست په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې وه .

خودتيريو نيم کال څخه راپدې خوا چې کومه مبارزه دولايت دمشرتابه په ځواکمن هوډ او ولس ته دخدمت په موخه پيل شوې ده، په پايله کې دخوست ښاراړونده سيمه کې دازادۍ مينه ياد دولس سوه فاميلو پروژه چې ١٢٩٧جريبه ځمکه وه دغاصبينوله منګولوڅخه خلاصه شوه، دقانون په چوکاټ کې خپله مستحقينوته وسپارل شوه، همدارنګه دښارپه داخل کې دوړکتون پنځه جريبه ځمکه چې غصب شوې وه او ودانۍ هم پرې جوړې شوې وې دغصب څخه را خلاصه اودولسي ګټې لپاره ګټې اخيستنې ته  وړاندې شوه، دبادام باغ ٦٧٣جريبه ځمکه چې دغاصبينو ترولکې لاندې وه . دولايتي ادارې په هلو ځلو سره له غصب څخه خلاصه شوه، ددې ترڅنګ دمندوزيو    او دتڼيو ولسواليو اړوند دسيګۍ او تورې وړۍ په  سيمه کې ٩٧١٢جريبه ځمکه غصب شوې وه چې اوس هم له غصب څخه خلاصه او رسماً په دولتي املاکوپورې وتړل شوه، له مزارشريف څخه خوست ولايت ته دملک خيال بدين نومي شخصي لخوا  چې دځمکې دمافيا يو لوى ښامار ګڼل کيږي د٤٢٠جريبه ځمکې دتبادلې مخه ونيول شوه کوم چې  دټولو قوانينو خلاف يې تبادلې ته ملاتړلې وه. دامبازره اوس هم په ډيره ګړندۍ توګه سره، ترسره کيږي، ځکه چې تراوسه پورې  پاتې نوره غصب شوې   ځمکه  دغاصبو ښامارانوترولکې لاندې ده، چې په وړاندې يې مبارزه په ډير ځواکمن هوډسره ترسره کيږي . ترڅو ټوله ځمکه له غصب څخه خلاصه شي .

 ديادونې وړده چې په دې وروستيو کې دخوست ولايت د والي په هڅو سره دخوست دهندوانو غصب شوى هندوسوزان هم راخلاص شو او بيرته هندوانوته وسپارل شو.

 چې دپاتې نورې غصب شوې ځمکې دخلاصون لپاره يې هم ګړندۍ هڅې روانې دي، چې په دې کارسره په نوموړي ولايت کې دټولنيز عدالت دتامين په ډګر کې خورا لوى او ارزښتمن ګام اوچت شو . داچې په خوست کې ولايتي اداره اوس په دې ډګر کې په بريالۍ توګه  مبارزه کوي، مګر ځينې مافيايي کړۍ چې دخپلو شخصي ګټولپاره يې ټولې ملي ګټې ترپښولاندې کړې، دولايتي ادارې ددې اغيزمنې قانوني مبارزې په وړاندې خنډونه راپيداکوي، ځيني غاصبين خو د دولت په چوکاټ کې دملاتړ ځواکمنې کړۍ  اورېښې لري، ځکه چې دمافيايي کړيو ګټه اوموخه  يوه ده، کله نا کله له رسمي لارو په ولايتي اداره باندې فشار راوړي، ياپه مرکزکابل کې دولايتي ادارې په اړه ناوړه تبليغات کوي، ځکه چې دغه غاصب ښاماران ولسوته دخدمت زغم نه لري، دملي ګټودساتنې په درناوي نه پوهيږي، دمظلومو وګړو په هيلو او ارمانونو باندې خاورې اړوي، هره ورځ کله ديوې ادارې اوکله دبلې ادارې مامورين تيرباسي اودخوست په اړه ورته غلط معلومات  اويا په دې ولايت کې دشويو پرمختګونو په اړه ناوړه تبليغات کوي، ترڅو ولايتي اداره دغاصبو ښامارانوپه وړاندې له دې سپېڅلي اودولسونوپه ګټه مبارزې څخه واړوي .

ددې لپاره چې دغه مبارزه نوره هم ګړندۍ، چټکه او ملي شي . نو هيڅوک ددې حق اوصلاحيت نه لري چې  دځمکو دغاصبو ښامارانو سره مرسته دنظام په چوکاټ کې مرسته اويايې ملاتړوکړي، ځکه چې دغاصبو ښامارانو ملاتړ له دې مظلوم ولس، نظام اوملي ګټو سره سخته تاريخي جفاء ده، اوس مهال ټول دملي فکراوملي مسووليت لرونکي شخصيتونه او چارواکي بايد ديادې مبارزې لپاره خپلې ملاوې وتړي، نه يواځې په خوست کې ددغه مبارزې ملاتړ وکړي بلکې په ټولو ولايتونو کې چيرته چې اوس مهال په ډيره چټکۍ سره غصب روان دى، ملي شتمنۍ له چور اوتلان سره مخ دي، ددغه ناوړه اوبدنامه پديدې په وړاندې راپورته شي اوددې هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه پيل شوې مبارزه ژوندۍ وساتي، ترڅو ټولې دولتي شتمنۍ له غصب څخه خلاصې شې، په دې خاوره کې ميشت مظلوم ولسونه په دې باندې پوه شي چې هرمسوول، قومي مشر، ديني عالم، بلکې دټولنې دهر برخې استازي غواړي چې دخپل نظام ترچترلاندې ديادې ناوړې اوبدنامي پديدې په وړاندې مبارزه کوي .

نوپه ملي کچه جدي  اړتياده چې په خوست کې دځمکودغاصبو ښامارانو په وړاندې پيل شوې مبارزې سره ملي ملاتړ وشي، ځکه چې دغاصبو ښامارانوملاماتول ملي ملاتړته اړتيالري . ځکه که  په وړاندې يې ملي مبارزه پيل نه شي . نو ډير ژربه دغه نظام نورهم بدنامه اوکمزورى کړي .

واکمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x