
د ښوونکې د ورځی په ویاړ – معلیمه
لیکوال: اسد الله رزین
معلیمه تا ستایم ته په ستایلو ارزي
ته درښتیا داستان يې په نازولو ارزي
بې تا بل نه یادوم چې مستحق ته يې
دظلمتورڼايې په ښوپا للو ارزي
دانسانیت آوازيې دصداقت پلوشه
دحسناتوښاريې د کرامت نمونه
اصلي معمارته يې بل معمارنه پیژنم
دآزادۍ چیغه يې اود عظمت ترانه
ته دهرچاخپل يې په تا انسان ښایسته
ته دپوهنې آوازيې په تا جهان ښا یسته
ته د ماشوم مینه يې هغه دې تل یادوي
په تا سهار ښکلی په تا هرآن ښایسته
دقافلوسالار يې ته دوحدت نښه يې
دسپیڅلتوب مناريې دشرافت نښه يې
انسان پالنه کوې تر تا بل ښه څوک ده
دفطرت لورته داعې اودالفت نښه يې
دسخاوت کاروان دآرمان ختووطن يې
دخوشالي زیری يې د کامیابې چمن يې
دنراوښځې هیلې ټولې په تاپوره کیږي
دهري سپین ژیرې اودهرځوان ختن يې
(رزینه) نه خلاصیږي ددی انسان درسونه
یوانسان سمه نه ده دټول جهان درسونه
په تاهمدومره کیږي چې سې يې یادکې پاته
که هرڅووهم لیکې وي به آرمان درسونه
رزين ۱۵/۱۰/۲۰۱۴
گرانو گدونوالو د تربیت په باره کی کو م بیتونه او شعرونه چی مو په یاد دی ولیکی1
دي معلم دي ورځ په مناسیبت شعرونه وویل شوی دي راپورته یی کړي