نړۍ

داوود اوغلو: «شيعه ايزم لپاره د ايران هڅې د سيمې ستونزې زياتوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د ترکيې لومړي وزير داوود اوغلو وايي، چې دوی کوښښ، چې کوباني «عين العرب» کې د کردانو ملاتړ وکړي او نه غواړي، چې کوباني د اسلامي دولت تر ولکې لاندې وي.

ښاغلي اوغلو د الجزيرې تلويزون مشهور ژورناليست احمد منصور سره د خپلې مرکې په ترڅ کې وويل، چې دوی د عين العرب کوباني سيمې په اړه فکرمند دي، مګر هغه خلک، چې کوباني ته وارخطا دي، دوی هغه مهال ولې غلي وو، چې د سوريې الرقه اود عراق موصل ولايت او عين العرب لويديځ کې جرابلس ښارد اسلامي دولت تر ولکې لاندې راغلل.

اوغلو وويل، چې څوک له ترکيې دا غواړي، چې دوی بايد کوباني وژغوري، دا يوازې د دوی مسؤوليت نه دی او د سيمې هيوادونو په ګډون بايد اړونده جهتونه په دې اړه يوه سټراټيژي وټاکي.
اوغلو زياته کړه، چې ترکي پارلمان دوی ته اجازه ورکړې، چې د ترکيې د امنيت په موخه دوی کولای شي، چې د سوريې او عراق سيمو کې پوځي عمليات وکړي او د اړتيا پر مهال به دوی دا کار کوي.

د ترکيې لومړی وزير وايي، چې څه موده وړاندې د سوريې الوتکو د ترکيې پر حريم تجاوز وکړ، نو دوی يې په اړه خپل غبرګون وښود او د سوريې جنګي الوتکې يې رانسکورې کړې او د دوی ځمکنی او هوايي ځواک د هر ډول بريد پر وړاندې تيار دی.

داوود اغلو د يو سوال په ځواب کې وويل، چې نړيوال د عامه خلکو د غولونې پر ځای بايد يوه روښانه ستراتيژي ولري.

د ترکيې لومړي وزير د ايران په اړه وويل، چې ايران په سيمه کې شيعه ايزم لپاره هڅې کوي او دغه هڅې به سيمه کې ګډوډي او شيعه سني شخړې او تاوتريخوالی زيات کړي او دا کار د ګرې سيمې لپاره د خطر زنګ دی او دوی ايران سره خبرو اترو له لارې د ستونزو حل غواړي.

اوغلو ټينګار کوي، چې د سوريې د ستونزې حل دا دی، چې ټول بهرني هېوادونه، چې په هر نوم وي سوريه کې له مداخلې او لاسوهنې لاس پر سر شي او موږ بايد سوريه د سوريې خلکو ته پرېږدو، چې د خپل هېواد ستونزې په خپله حل کړي.

داوود اوغلو وايي، چې دوی د اسلامي دولت په ګډون له هيڅ جهادي ډلې سره اړيکې نه لري او دا د بشارالاسد تورونه دي، چې غواړي، ترکيه بدنامه کړي.

اوغلو د اسراييلو په اړه وويل، چې دوی د اسراييلو مخالف دي، مګر څومره خلک، چې بشارالاسد ووژل، اسراييلو نه دي وژلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x