نظــر

په دولتي اداروکې له فساد سره دمبارزې په ضد مبارزه

money-bagدوهمه برخه

وـ بانکونه :

دکرزي په مفسده اداره کې  دهیواد دمرکزي  بانک په شمول  نوردولتي اوشخصي بانکونه داسې خلګوته وسپارل شول چې  هغوئ  په  نړیواله کچه  قماربازان او دډیرې فاسدې مالې سابقې  څښتنان ول.

دافغانستان بانک مشر قدیرفطرت ، دعزیزي بانک مشر میرویس عزیزي، دکابل بانک مشر  شیرخان فرنود ټول هغه منحط او په فسادککړاشخاص دي چې  له هیوادنه بهرهم په ډیرو مالي اواخلاقي  فسادونوکې ښکیل دي،

خوله بده مرغه چې ښاغلي کرزي همدغه  مفسدین دمتخصصینو په نوم افغانستان ته راوغوښتل او دلته یې ورته دهیواد ترټولو لوړه مالي مؤسسه دافغانستان بانک او نور شخصي بانکونه وسپارل ،چې هغوئ هم دخپل ذاتي عادت له مخې  په ښه سړه سینه تري په ملینونو  ډالرغلا او بیرته  هغو هیوادونوته ستانه شول چیري چې یې   دغلااو فساد تخصص  ترلاسه کړی وه .

دغوښاغلیو په یواځیتوب دغه فساد او غلا نه دی کړې بلکې له هغوئ سره  دولس مشر کرزي اودهغه دمرستیال  قسیم (بهیم) وروڼه هریو محمود کرزی او حسین فهیم  عملاسهیم ول .

چې  په  دې اړه   برتانوۍ ګارډين  ورځپاڼې  تیرکال  په سپتمبرکې یومفصل رپوټ خپورکړ اوپه  هغه کې یې  د کابل بانک  ۹۰۰ مليونه  غلاشوي ډالر چې د کابل بانک مشرانو او ځينو دولتي کړيو په ګډه پټ کړل   د ټول بشريت په تاريخ کې  بي ساری اختلاس وباله .   په دغه رپوټ کې لیکل شوي ول چې د افغانستان کورنی اقتصاد ټول ټال ( Gross domestic product GDP    دولس بليونه امريکايي ډالر دی چې کابو يو بليون  یې یواځې په دغه یوه بانک کې  دچارواکو لخوا غلاشوي ،  چې په دې اساس د نړۍ په هيڅ ځای کې هيڅکله هم د کورني اقتصاد بيې ته په کتو دومره ستره غلا نه ده شوې.

دموجودو اسنادو له مخې دکابل بانک  دمالي بحران  اصلي  لامل هغه قرضونه ول چې  په غیرقانوني توګه  دولسمشرورور محمود کرزي اودهغه  دمرستیال ورور حسین فهیم له نوموړي بانک څخه  په غیر قانوني توګه ترلاسه کړي  . له دغو غیرقانوني  پورونوڅخه  دفهیم ورور حسین فهیم   ۹۲ ملیون ډالره او دولسمشر کرزي ورور محمود کرزي ۲۲ ملیون ډالره اخیستي  رسیږي چې له امله یې  کابل بانک  دمالي بحران ښکارشو. مأخذ:  www.surgar.net

زـ  دحج او  اوقافو وزارت :

دغه وزارت چې  خالص دمذهبي چارو  اوپه تیره دحج دمبارکې فریضې  دچارو سرته رسولو په نوم  ایجاد شوی او معمولا یې په سرکې  مذهبي اشخاص  قرارلري  ،خوله بده مرغه  چې د ټول  حکومت په کچه  ترټولو فاسد ترین وزارت دی .

له تیرولسو کلونو راهیسې پکي  په مسلسله توګه  مالي فساد  او مکې مکرمې ته  دتلونکو حاجیانو دپیسو لوټل دوام لري  اوهرکال  له دې امله افغان حاجیان دریاض اوجدي  په هوايي ډګرونو کې افغانستان ته دبیرته راتلو لپاره  په سلګونوستونزو مبتلا تردې چې اکثره یې دپیسو دنیستۍ له امله په ګدايي لاس پوري کړي  ، خو بالمقابل ددې وزارت  وزیر صدیق چکری دهمدغه   وزارت په غلاشویو پیسو په لندن  کې مرفه ژوند او  بیغمه چکرونه وهي.

ح ـ تعلیمي  اوتحصیلاتي مؤسسې :

دهیواد تعلیمي او تحصلي ادارې چې  دهیواد حال او استقبال ټول ورپوري تړلی هم له  فساده خوندې نه دی  اوهرسړی کولای شي دډالرو په وسیله  داسې تعلیمي شهادت نامه او تحصلي سند ترلاسه کړي چې  زړه يې غواړي .

دلوړو چاروپه وزارت کې  دکابل اونورو پوهنتونونو هرې پوهنځي ته  دشمولیت   قیمت  مخکې ترمخکې ټاکل شوی .

په کابل  کې دخصوصي  تعلیمي ادارو ،پوهنتونو او لوړوتحصیلي  مراکزو له حده زیات  ډیروالی  بل هغه څه دي چې دمعارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو چارواکوته    دپیسو ترلاسه کولو  ترټولو غوره  منبع کرځیدلې .

دپیسو په مقابل کې  دهیواد دتحصیلي لوړو مؤسسو تحصیلي اسنادو ترلاسه کول   په یادو اداروکې دحرفوي جعلکارانو په برکت  ډیر آسانه کار دی ، تر دې چې دګاونډیو هیوادنو وګړي اوس  دکابل پوهنتون دطب، اوانجنري پوهنځیو دیپلومونه  په ډیر  نازل قیمت ترلاسه کوي  . دولسمشر له دفتره نیولې  بیا دوزارت دفاع ،خارجه  ،تحصیلات عالي ،معارف سترې محکمې  اونورو ټولو مهمو دولتي ارګانونوکې پوري  جعلکاران ښه په خلاص مټ  ددغو ادارودچارواکوله لاسلیکونه  او دهغوئ له اداري مهرونه څخه استفاده کوي .

په دولتي اداروکې دحرفوي جعلکارانو دشتون په اړه ددیسمبر په ۲۲ طلوع نیوز اونورو رسنیو هم خبر ورکړ چې ددغو جعلکارانو یوه دري کسیزه ډله ۴۸ جعلي ټاپو (مهرونو) سره په کابل کې نیول شوې.  ماخذ http://tolonews.com

ط ـ دعامي روغتیا وزارت اړوند  روغتونونه او صحي مراکز.

داداري فساد له شتون څخه دهیواد صحي مراکز او روغتونونه هم خوندي نه دې پاتې او یواځې دوزیرمحمد اکبرخان په روغتون کې له فساد سره دمبارزې دکمیسیون مشر ډاکټر لودین په وینا ٤٢ميليون ډالروپه اندازه  اختلاس شوی چې دده په قول یې دوسیه لويې څارنوالې ته لیږل شوې .             مأخذ دازادي راډیو .azadiradio.org 04.10.1389

دغه  ۴۲میلیون ډالره  د دفاع وزارت دصحي چارودمشر جنرال یفتلي لخوا په کال ۲۰۱۰ کې  حیف ومیل شوي  خوددې په ځاي چې عدلي مقامات  نوموړی جنرال  ددغه اختلاس په تور محاکمه کړي  ،هغه يې یواځې  له خپلې  دندې ګوښه کړ اوبس.

ي ـ ګمرکونه او اودهیواد نورې عائداتي  ادارې .

ګمرکونو او دماليي اوسوداګري وزارتونو اړوندې عائداتې ادارې  داداري فساد ترټولو ښکاره  مرکزونه دي چې  دنوموړو وزارتونو دلوړرتبه چاروکو په شمول  یې ټول اداري کارکوونکي پکې ښکیل دي .

د ډاکټرعزیزالله لودین دوینا په اساس چې دروانې میاشتې په ۱۵ یې له رسنیوسره وکړه راغلي چې زمونږ دهغه تفتیش له مخې چې دسترې محکمې اولويي څارنوالي هیآت هم پکې شتون درلود  یواځې دتورخم په ګمرک کې دروان ۱۳۹۰کال له درکه ۸۳۰ ملیونه افغانۍ ورکې دې ، دایواځې دتورخم  دکمرګ حساب ده دهرات ،کندهار،تورغونډۍ ،مزارشریف ،حیرتان اونوروګمرکونومحاسبه  خو همداسې لاحسابه پاتې ده .  ماخذ http://tolonews.com

ک ـ : والیان اودولایتونو امنیه قومندانان  :

دوزارت داخله ،وزارت عدلیه ،سترې محکمې  ښاروالۍ ،وزارت مالیه  اوګمرکاتو هراداري پوست (منصب) په مرکزاو ولایتونوکې خپل معین  ډالري قیمت لري   چې د هرمنصب  اودهغه دځای په تناسب  يې اندازه ټاکل شوې.

هرڅوک چې وغواړي  چیرته والي ،امنیه قومندان ،قاضي ،څارنوال ،ښاروال  اویا دګمرک رئیس شي هغه  باید مخکې ترمخکې  په نوموړو وزارتونوکې  له معینو  اداري (مافیایي ) چارواکو(غلو) سره  وګوري  او هغوئ  ته  خپل مطلوبه منصب او دهغه ځای مشخص کړي  ،کله چې دامراحل طی شي اوطرفین دخپل معین منصب  دقیمت اوځای په اړه توافق ته ورسیږي بیا هغه  لوړو مقاماتو ته پیشنهاد کیږي  او منظوري یې اخیستل کیږي .

دغه  والي ، دڅارندوي قومندان ،ښاروال،څارنوال…. چې کله اشغال دوظیفې کوي نو ترهرڅه لومړی  دخپل  اخیستل  کړل شوي منصب  دډالري قیمت  دپلاس راوړلو غمه خوري  ،ترهغه وروسته  بیا ددې په اړه فکرکوي  چې  څومره ډیرې پیسې  غلاکړي چې تردغه  یوبل لوړ منصب چې زیات عائد ولري ترلاسه کړي.

داتعامل  نن په ټول  دولتي سیسټم کې مروج او دپیسوپه راکړه ورکړه کې  دولسمشر کرزي له دفتره نیولي  دهروزارت او لوي ریاست  د دفتر تر سکرتر پوري  ټول چارواکي ښکیل دي  .

په دې اړه دپژواک خبري اژانس د دیسمبر په ۲۱ د سوداګرۍ او صنايعو خونې دوهم مرستيال خان جان الکوزي له خولې رپوټ ورکړ چې هغه  په ټولو دولتي ادارو په تیره دسوداګري اوصنائعو په خونې کې  ددولتي پوستونو دخرڅولو په اړه بشپړ جزئیات دنوموړي اژانس خبریال ته ویلي دي .                                           ماخذ:  Dec 21, 2011     www.pajhwok.com

پژواک دخان جان الکوزي له خولې لیکلې چې  په دولتي ارګانو کې اداري فساد دومره زيات شوى چې د ګمرکونو څوکۍ په پيسو پلورل کیږي.  د هغه په وينا، په يادو شويو څانګو کې د هر اړوند وزارت د کورني تفتيش، د جمهوري رياست د شکايتونو د اورېدو، له اداري فساد سره د مبارزې، څارنوالۍ، امنيت او نورو ارګانونو څانګې  هم شاملې دي.

پژواک دالکوزي له خولې داهم لیکي چې ددغو ارګانونوچارواکي وايي چې (خداى دې وکړي چې بمونه راوړئ،واسکټونه راوړئ، په دې ملک چې هره څه کوئ؛ خو ماته پيسې راکړه، ما دا څوکۍ په ٢٠زره ډالره اخيستې ده)!!؟   

ل ـ  داستوګنې لپاره  دښارجوړولو پروژې :

دټولګټواو دکلیودپراختیاوزارتونو له لوري  داستوګنې لپاره دښارجوړولو پروژې چې دکابل په شمول  دهیواد په ډیرو ولایتونو کې  په کار اچول شوې  دمالي فساد او دولتي شتمنیو دغصبولو  لپاره ښه زمینه مساعده کړې .

له فسادسره دمبارزې دکمیسون مشر عزیزالله لودین دڅرګندونوله مخې  تراوسه پوري  ، شاوخوا ٤ميليونه جريبه ځمکه د هېواد په کچه دزورواکو له لوري غصب شوې او د فساد په ضد ادارې د ١٣٠ تر ١٤٠ميليونه ډالرو د ځمکو او د دولتي شتمنيو د غصب او اختلاس دوسیې  څېړلې او لويې څارنوالۍ ته يې سپارلې دي. مأخذ:     Dec 11, 2011  www.pajhwok.com

دښارجوړولو له پروژوڅخه یوه هم دکندهار  ولایت عینو مینې پروژه ده چې  په ۴۰۰۰۰ زره جریبه ځمکې پیل شوي خو اوس یې  دجوړشوې ساحې پراخوالي   ۲۴۰۰۰۰ دوه لکه څلویښت زره جریبه ځمکې ته رسیدلی .

دغه پروژه  دولسمشر کرزي دورو  احمد ولي کرزي لخوا احداث شوې  اوپه پارلمان کې  د امنیتی کمیسیون مشر محمد نعیم لالی په وینا دهغې ټول  دولتي عائد  خپله داحمد ولي کرزي  جیب ته لویده .

محمد نعیم لالي له طلوع تلوزون سره دتودې خبرې په پروګرام کې  : TOLOnews 13 December 2011 TOWDE KHABARE

نوربیا

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x