نظــر

توندلاری ټوني بلیر، موږ ته د منځلارۍ توصیه کوي

ليکوال: عبدالباري عطوان
 ژباړن: احمدالله احمدزی
دا به د نصيب او قسمت لوبې وي، چې د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ټوني بلير موږ ته د صبر، زغم او ګډ اوسيدو توصیې کوي، مګر په خپله د عربو، مسلمانانو او لويديځوالو تر منځ د واټن، کرکو او نفرت اصلي موجد او پيدا کوونکی دی.

ټوني بلير تېره ورځ بي بي سي انګريزي ويبپاڼې ته يوه ليکنه کړې وه، چې د مسلمانانو په ګډون له ګردو نړيوالو يې غوښتي، چې د نړيوالو اديانو درناوی وکړي او د مذهبي افرطيت پر ضد بايد سره يو موټی شي.

ټوني بلير اوسمهال عربي هېوادونو لپاره د امن استازی دی، ناببره يې فکر بدل شو او ځان يې شيخ کړی دی، مسلمانانو ته د صبر، زغم او منځلاري لارښوونې کوي او ټينګار کوي، چې دوی بايد په ګډه د افراطي فکر په له منځه وړلو کې سره لاسونه يو کړي. بلير وايي، چې د تروريزم پر ضد ميلياردونه ډالر لګول تر هغو بې ګټې دي تر څو چې د افراطي اسلامي فکر له منځه وړلو لپاره جدي کار نه وي شوی.

د ټوني بلير له نظره افراطيت يوازې د مسلمانانو کار دی، چې دوی غواړي پر ضد يې فکري او نظامي جګړه پر مخ بوځي او د نورو اديانو د افراطي پلويانو په اړه يې خوله پټه نيولې، ځکه چې د دوی اصلي موخه يوازې د مسلمانانو سره جګړه ده.

ښاغلي بلير د افراط پر ضد مطلق خبره نه ده کړې او شاوخوا لس کاله کيږي، چې دی منځني ختيځ کې د سولې استازی دی، مګر بيت المقدس کې د يهودي افراطيانو او ښکېلاګرو په اړه يې يوه خبره هم نه ده کړې.

ګرده نړ ۍ ويني، يهودي ښکېلاکګر په ډېره سپين سترګۍ مسجد اقصی ته ننوځي او پر فلسطيني بې دفاع خلکو ظلمونه او تېري کوي او د فلسطين د زيتون ونې يې له بېخه ووېستې او هغه يې وسوځلوې.

د غزې په دغه اوسنۍ جګړه کې ۲۲۰۰ فلسطينيان شهيدان شول، له پنځلس زرو زيات ټپيان شوي او له اتو زرو زيات کورنه ونړيدل، مګر ټوني بلير د اسراييلي ښکېلاکګرو په اړه پټه خوله دی.

ټوني بلير او دهغه ملګری جارج بوش د اسلامي دولت پر ضد د جګړې ډول غږوي؛ مګر اسلامي دولت د دوی د ناوړه کړنو له امله رامنځته شو.

هغه مهال، چې بلير او بوش پر عراق ناتار جوړ کړ او لکونو عراقيان يې ووژل او له څلور ميلونه زيات عراقي ماشومان يې يتيمان کړل او عراق کې يې ټولنيزې، سياسي او توکميزې شخړې او لانجې په لوی لاس راپيدا کړې او تر اوسه هم خپلې تېروتنې نه مني او نه بښنه غواړي.
بلير او بوش، چې په ګډه يې د يوې دروغجنې بهانې «اتومي وسلو» له امله عراق وران ويجاړ کړ، له دې مخکې دغه هېواد د خپلمنځي سولې او ګډ ژوند ښه نمونه وه.

هغه مهال، کاتوليک او پروستانت عيسايانو شمالي ايرلنډ کې د يو بل وينې تويولې، عراقي او سوريايي ولس يو بل سره دومره خوږ ژوند کاو، چې يو بل سره يې خيښې کولې او دا اوسنۍ ستونزې د چا په وهم او ګومان کې هم نه وې.
داسې نه و، چې بلير او د هغه ايتلافيانو ناببره د عربي هېوادونو حالات ور ګډوډ کړل او دغه حکومتونه يې ونړول او په ناکامو هېوادنو يې بدل کړل، چې اوس يې د همدوی له لاسه په هره دروازه د وينو فوارې روانې دي.
د امريکا او لويديځو هېوادونو له مداخلې مخکې عربي هېوادنو کې دغه مذهبي او توکميزې ستونزې د نشت برابر وې.

دا د امريکايي ښکېلاک وجه وه، چې عراق کې يې مذهبي او توکميزو شخړو ته لمن ووهله او عراقي پوځ يې منحل کړ او له دې مخکې دغه پوځ د ګرد عراقي ولس يو ځانګړی انځور بلل کېده او د امريکا او ايتلافيانو له مداخلې وروسته دغه هېواد کې د اور لمبې بلې شوې.

هو! دغه نظامي او عسکري ايتلاف، چې د امريکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر ضد جنګيږي، هيڅکله به اسلامي دولت ته ماتې ورنه کړي او کيدای شي زرګونه، بلکې د لکونو انسانانو د ژوند څراغ مړ کړي او د امريکايي طيارو بمباري او توغندي به ټول د دوی په زيان وي، ځکه چې دغه بريدونه اسلامي دولت او افراطيت له منځه نه شي وړی، بلکې دا بريدونه به د امريکا پر ضد د ولسي خلکو غوسه نوره هم زياته کړي؛ ځکه چې مسلمانان فکر کوي، چې دا اوسنۍ جګړه د دوی پر ضد پيل شوې صليبي جګړه ده او هر مسلمان هېواد چې له دوی سره يو ځای کيږي، دا مرتد دی، مګر داسې ښکاري، چې مسټر بلير او د هغه ملګري د مسلمانانو دا افکار نه څېړي.

هغه خلک، چې د اسلامي دولت په ليکو کې د امريکايي ايتلاف پر ضد جنګيږي؛ دې خلکو د امريکا له جګړې مخکې ځانونه يو هېواد پورې تړلي ګڼل، مګر له دغې جګړې وروسته دغه خلک ځانونه عراقيان او سوريايان نه بولي او اوس کوښښ کوي، چې ټول د يوې کلمې او يوې جنډې لاندې ژوند وکړي.

هغه خلک، چې اوس د اسلامي عقل پر ضد د جګړې اعلان کوي، دا خلک د امريکا او ايتلافيانو د بمبارۍ او توغنديو ملګري دي.

دا خلک د خپلې دروغجنې فتحې تصور او خيال د ځکمنيو حقايقو له درک کولو ړانده کړي او دوی دا نه ګوري، چې عربي او اسلامي نړۍ کې د دوی پر ضد کرکه او نفرت ورځ تر بلې زياتيږي.

دا ډېره خواشينوونکې خبره ده، چې د ټوني بلير ډله او امريکايان، په عربي هېوادنو کې خپلې اقتصادي او تجارتي ګټې ويني او ميلياردونو ډالر له دغې خاورې ترلاسه کوي او عرب کورمغزي چارواکي يې په سرو قالينو استقبال او هر کلی کوي او د خپلو حکومتونو پر مهمو څوکيو يې په ډېرو لوړو تنخواګانو سلاکاران ټاکي او د عربي چارواکو دې فکري او عملي غلامي عربي نړۍ دې حال ته رارسولې، چې اوس يې بېرته رغول ډېر وخت غواړي.
عربي حکومتونه سخت ړانده کاڼه، بې مغزو او تنګ نظره دي او د همدوی له لاسه زموږ ټولې شتمنۍ په اوبو لاهو شوې، هېوادونه مو تباه وبرباد شول او دا ټول د ټوني بلير غوندې لويديځوالو د مشورو او هڅو برکت دی.

د داسې خلکو په مزاج يوازې افراطي او جهادي خلک ښه پوهيږي. دا منځلاري، ليبرالان او ديموکراتان خو په هيڅ کې نه دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x