د فراه ولایت مخې ته چاودنو لسګونه هټۍ زیانمنې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د فراه ولایت په مرکز کې پر له پسې دوو چاودنو ځاني تلفات نه دي پېښ کړي،خو لسګونه دکانونه يې سوځولي او زیانمن کړي.

د فراه ښاریان وايي، چې  دا چاودنې بېګا شپه ه شاوخوا اته بجې  د ښار په لومړۍ ناحیه کې د ولایت مقام ته د نیږدې هټيو مخکې په داسې حال کې را منځته شوې، کله چې د اکثره دکانداران کورونو ته تللي او دکانونه یې تړلي وو.،

د فراه د والي ویاند جواد افغان پېښه تایید کړه، خو د څرنګوالي په اړه یې زیات جزییات ورنکړل.

د والي ویاند زیاتوي، چې دواړه چاودنې د چاودېدونکو توکو څخه د ډکو شویو بوشکو له کبله ،، چې یوه یې د ولایت مقام ته نږدې د یوه پلورنځي او بله یې هم په څو مترۍ کې د ولایتي شورا د مرستیال د استوګنځي مخې ته ايښودل شوې وې، را منځته شوې.

نوموړي، په دې اړه چې دوی ته څرنګه جوته شوې، چې چاودېدونکې توکي په بوشکو کې ځای پر ځای شوي او بله دا چې څرنګه  څوک په دې توانېږي، چې د ولایت مقام په څو مترۍ کې په داسې حال کې چې د ولایت مقام انګړ او ودانۍ ته هېڅ زیان ونه رسوي او یوازې د خلکو شخصي شتمنۍ او هټۍ زیانمنې کوي،چاودنې کوي او دوی یې مخنیوي نه کوي،هېڅ نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې په دې چاودنو لږ تر لږه ۳۰ دکانونه سوځېدلي او زیانمن شوي، خو د اوښتي مالي زیات کره اندازه تر اوسه معلومه نه ده.

یاده دې وي، چې تېره اونۍ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې هم د لرګیو بازار وسوځول شو او خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان واړاوه.

د لوګر په پېښه کې زیانمن شویو کسانو دوی د زیان اړولو ګوته والي او ولایتي ادارې ته ونېوه او ادعا یې کوله، چې والي  د  دغه بازار ځمکه تر غصب مخکې پر چا پلورلې او اوس یې د ور سپارلو لپاره دوی تر فشار لاندې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د