نړۍ

قبايلي مشرانو اسلام اباد کې د احتجاجي ناستو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۲۴مه، ۱۳۹۳ل) د پاکستان مرکزي حکومت تر واک لاندې سيمو اوسيدونکو قبايلي مشرانو ګواښ کړی، چې د پوځي عملياتو له امله قبايلي بې کوره شوي خلک در په در دي او که مرکزي حکومت ژر تر ژره د دوی ستونزې ور حل نه کړي، دوی به پلازمېنه اسلام اباد کې اوږدې احتجاجي ناستې پيل کړي.

د کوهاټ ولسوالۍ بازار کمپنۍ پارک کې قبايلي مشرانو د يو غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د پوځي عملياتو له پيله، چې دوی بې کوره شوي، مرکزي حکومت د دوی ستونزو ته شا کړې ده.

يو قبايلي مشر حبيب نور افريدي وويل، چې له څوکالو راهيسې دوی د خيمو په پنډغالو کې د حيواناتو په څېر ژوند کوي او حکومت هم دوی ته د ځناورو په سترګو ګوري او دوی دغه چلند نور نه شي زغملای.

دغو قبايلي مشرانو وويل، چې دوی ۶۷ کالو راهيسې لويديځ سرحدونه ساتي، د پاکستان حکومت کرم ايجنسۍ، اوکرزۍ ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ شمالي او جنوبي وزيرستان او بيټنيو قبايلي سيمو کې له پوځي عملياتو وروسته دوی په تش ډاګ پرېښودل او د دوی د ستونزو باره کې هيڅ فکر نه لري.

ملک حبيب نور افريد وويل، چې د خيمو په دغو پنډغالو کې د دوی د کوچنيانو ژوند تباه شو او دوی نه شي کولای، چې د خپلو ماشومانو راتلونکی ويجاړ کړي.

دغو خلکو له حکومته غوښتنه وکړه، چې ټولو بې کوره شويو قبايلي خلکو ته دې له هر ډول توپير پرته معاوضه ورکړای شي.

د غونډې ګډونوالو له حکومته وغوښتل، چې که حکومت د دوی قبايلي حيثيت له منځه وړي، نو دوی بايد مخکې له مخکې خبر کړای شي.

حبيب نور افريدي زياته کړه، چې ازاد قبايلي ژوند د پاکستان اساسي قانون له مخې د دوی بنسټيز حق دی او هيڅوک نه شي کولای، چې د دوی دغه حق ترې سلب کړي.

قبايلي مشرانو وويل، چې د تېرې يوې لسيزې راهيسې د دوی ډېری دوستان، خپلوان او د کورنيو غړي په پوځي عملياتو او بې پيلوټه بريدونو کې وژل شوي، مګر حکومت بيا هم د دوی پر حقونو سترګې پټوي.

د غونډې ګډونوالو له حکومته وغوښتل، چې بايد سمدستي د دوی بېرته ستنېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او ټولو بې کوره شويو قبايلو ته معاوضه ورکړي.

دغو خلکو ګواښ وکړ، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني او د دوی پر حقونو سترګې پټې کړي، نو دوی به پلازمينه اسلام اباد کې د پارلمان مخته اوږدمهاله احتجاجي ناستې پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x