ټکنالوژي

سامسنگ به نژدې راتلونکي کې 5G معرفي کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): اوس به 4G سرعت هم لږ ښکاره شي ځکه چې سامسنگ به نژدې راتلونکې کې د انټرنیټ 5G سرعت د استعمال لپاره وړاندې کړي.

د جنوبي کوریا ټکنالوژي کمپنۍ پرون چهار شنبې په ورځ خپل پیرودنکو ته دوه مهم زیري لرل:

لومړی سامسنگ اعلان وکړ چې دوي به 7.5 Gbps چه 5G له انټرنیټ څخه د فایلونو ښکته کولو سرعت دی ډیر ژر جوړ کړي. د دې پر بنسټ به د انټرنیټ سرعت ۹۴۰ میگا بایټ في ثانیه وي.

او سامسنگ کمپنۍ همدا راز وویل چې لومړی ځل لپاره به دوي د انټرنیټ 1.2 Gbps سرعت به د ۱۰۰ کیلو میټره في ساعت سرعت کې سفر کولو پر مهال وړاندې کړي.

سامسنگ کمپنۍ یوه نوې ټکنالوژي باندې کار کوي چې پر اساس به يي ۵ جي انټرنیټ سرعت به د دې کمپنۍ سټنډرډ شي او د دې ټکنالوژي په مرسته به سامسنگ هر برقي تولید به له دې سرعت سره بازار ته وړاندې کیږي.

هیره دې نه وي چې سامسنگ دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوي به د نړۍ تر ټولو چټک وای فای راتلونکی زیږیدیز کال کې نړیوالو ته وړاندې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close