fbpx

اینډرویډ (Android) نوی پنځم ورژن اپریټنگ سیسټم بازار ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): گوگل خپل اپریټنگ سیسټم نوی ورژن له ډیرې څیړنې او فکر ورسته «لالي پاپ» نومولی چې دغه نوی ورژن به د جمعي په ورځ (سبا) بازار ته وړاندې شي.

لالي پاپ (lollipop) په انگلیسي ژبه کې چوشکي ته ویل کیږي.

د یوې څیړونکې کمپنۍ په وینا اوسمهال د نړۍ ۸۴.۷ سلنه سمارټ فون استعمالوونکي اینډرویډ اپريټنگ سیسټم استعمالوي. دغه اپریټنگ سیسټم د گوگل کمپنۍ له خوا جوړ شوې سمارټ فون سربیره د نړۍ نور پیژندل شوي سمارټ فونونه لکه سامسنگ او ایچ ټي سي کې هم استعمالیږي.

دغې اپریټنگ سیسټم نوې ورژن کې ډیر زيات بدلون راوستل شوې چې ډیرې زیاتې نوي ځانگړتیاوې به لري.

اینډرویډ پنځم ورژن د مه تنگوه (Don’t disturb) یو اپشن هم لري چې استعمالوونکی د غونډو په ترڅ کې دغه اپشن فعالوي چې ځانگړی وخت تیریدو سره کله چې غونډه پای ته رسیږي دغه اپشن په خپله غیر فعالیږي او استعمالوونکی کولی شي اړیکې ټینگې کړي.

دغه اپشن د دې لپاره زیات شوې دی چې مصروفو خلکو ته اسانتیا وي؛ ځکه اکثره له غونډې وروسته د خلکو هیر شي چې خپل موبایل بیرته فعاله کړي. اینډرویډ نوې ورژن له دې سربیره نور ډیر ځانگړتیاوې هم لري.

خلکو د لالي پاپ ډیزاین ډیر زیات خوښ کړی دی.

راتلونکې جمعې په ورځ به گوگل کمپنۍ خپل نوې ټیبلیټ نیکسس ۵ او نیکسس ۷ له معرفي کولو سره د اينډرويډ پنځم ورژن لالي پاپ ځینې ځنگړتیاوې او عکسونه رسنیو ته وسپاري.

دغه اپریټنگ سیسټم به د گوگل راتلونکې ټېبليټ نیکسس ۹ کې نصب شوې وي او د روان زیږیدیز کال د نومبر میاشت په درېیمه به پیریدونکو ته وړاندې شي.

د نورو کمپنیو او سمارټ فونونو استعمالوونکو ته به د هغوي کمپنۍ په خپله دغه اپریټنگ سیسټم مهیا کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د