نظــر

کیم جونګ ایل- د شمالی کوریا”ګران مشر” (دویمه برخه)

Kim-Jong-Ilنعیم نسیم، کابل – ډیسمبر۲۰۱۱،۲۳

د جونګ د واکمنی پرمهال، شمالي کوریا د رنګارنګ بدلونونو شاهده وه.

د ۱۹۹۰ په لسیزه کی، له شمالي کوریا د قحطی خبرونه خپاره شول؛ کله چی کیم واک ته ورسید نو له  باندنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له چینه یی د مرستی غوښتنه وکړه.

کیم جونګ هیڅکله په الوتکه کی سفر نه دی کړی. له چین او روسیی څخه یی په ریل ګاډي کی څو واری رسمي لیدنی کړیدي.

د جونګ د واک په لومړنیو کلونو کی هڅی وشوی چی له جنوبی کوریا او امریکی سره اړیکی ښی شي؛ د ۲۰۰۰ کال په جون کی د جنوبی کوریا ولسمشر، شمالی کوریا ته سفر وکړ او دا د ۱۹۵۳ له جګړی وروسته ددوو کوریاوو ترمنځ لومړنی رسمي لیده کاته وو.

ددی رسمی لیدنی اصلی موخی ددو کوریاوو ترمنځ د اړیکو ښه والی، له جنوبی کوریا و شمالی کوریا ته د خوراکی توکو لیږل او د سرحد ددواړو غاړو د کورنیو له یو بل سره لیدل چی پس له جګړی له یوه بله بیل شوي وو.

ددی هڅو با وجود، شمالی کوریا په رفتار کی ښه والی را نغی او دی هیواد په داسی کړنو لاس پوری کړ چی کوریا یی  د لا ګوښه والي خواته بوتله.

د اتومی پروګرام تیزوالي، په دغه هیواد د امریکی خواخوږي لا نوره هم کمه کړه . کله چی دوی د اتومی وسلو د ازمایلو اعلان وکړ نو دغه هیواد د لا نورو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ شو.

فوځي اداری ته په کوریا کی د مهمی دولتي اداری په سترګه کتل کیږي. سیاست ددوی په اشاری سره لاندی باندی کیږي.

جونګ په داسی حال کی له دشمالی کوریا سترګی پټوي چی ددی هیواد او نوری نړی ترمنځ اړیکی لا خړی پړی دي او د کمونیستي دولت په دریځ کی کوم نرمښت نه دی راغلی دی.

په تیرو کلونو کی، دده د مریضی په اړه راپورونه په ځانګړي ډول د جنوبی کوریا په رسنیو کی خپاره شول خو بالاخره سړي د ډیسمبر په ۱۸ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د جونګ د جنازی مراسم به د ډسامبر په ۲۹ وي. دده له مرګ وروسته یی ځوی د کیم جونګ اون د شمالي کوریا نوی حاکم وګڼل شو.

nnwriter@yahoo.com

له بی بی سی فارسی څخه په مننی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x