افغانستان

بغلان کې چاودنې دوه مدافع وکیلان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت د څارنوالی ریاست مخې ته چاودنې دوه مدافع وکیلان وژلي.

د بغلان ولایت والي سطان محمد عبادي د پېښې پخلی کړی خو د تلفاتو په اړه یې ناخبري ښودلې.

د دغه ولایت  امنیه قومندانۍ جنايي مدیر سمونوال عبدالغفار مدیر ویلي چې دغه چاودنه نن ماسپښین یوه نیمه بجه   هغه مهال وشوه چې دوی  کرولا ډوله موټر د محکمې، عدلیې او څارنوالۍ د وسایطو د پارکینګ له ځایه  ویستلو.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې دوه مدافع وکیلان نظر محمد او فضل من الله ځای پر ځای وژل شوي.

تقوا وویل چې تر دې مهاله د ماین نوعیت او د عاملین هویت نه دی څرګند شوی.

عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډیره درنه وه او نيږدې دکانونو، محکمې، عدلیې او څارنوالۍ شیشې یې هم ماتې کړي.

د دوی په وینا چاودنه د چسپکي ماین پر مټ شوې چې له امله یې ۲ کسان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې  دغه چاودنه ماسپښين ۲ بجې رامنځته شوې چې له امله یې څارنوال فضل الله، قاضي نصرت او ملي امنیت یو کارکوونکي وژل شوی.

مجاهد زیاتوي چې د چاودنې له امله موټر هم تخریب شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x