نظــر

د اسلام د مبین دین خلاف ستره ګُستاخی!

لیکوال: انجینر قطب الدین هلال

سیاسي څیره او د ولسمشرۍ پخوانی نوماند

د کابل څخه په انګریزی ژبه خپریدونکی Express ورځپاڼی په ننی ۴۵۱ ګڼه کی یو مضمون خپور کړی چه عنوان یی دی The Islam of Taliban and ISIS ‍ددی مضمون لیکونکی A.J.Ahwar دئ په دی مضمون کی د پیغمبرصلی الله علیه وسلم، د قرآن کریم او حتی د الله جل جلاله د پاک ذات په هکله ناوړه او بی باکانه لیکنی شوی. په دی مضمون کی د توحید کلمه هم کاملاً ناسمه لیکل شوی.
په همدی مضمون کی په ډیره بی شرمئ داسی لیکل شوی: که څه هم زما قلم د داسی لیکنو څخه عاجز دی خو وایم چه ( نقل قول کفر کفر نباشد) او هم وایم چه (خاکم به دهن) .

لیکونکی لیکی:ـ

(( د طالبانو او ISIS (داعش) په بیرغونو لیکل شوی چه الله یو دی او حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) یواځنی پیغمبر دی یو خدای او یو پیغمبر، دا ډیره دلچسپه خبره ده چه که څوک اسلام راوړی نو دا به منی چه یو خدای شتون لری او نور خدایان منتفی دی، هر مسلمان عقیده لری چه د مسیح، پلار Father او میری د خدای په صورت کی د منلو وړ نه دی یواځی د مسلمانانو خدای موجود دی. نو واضح شوه چه بیا خو تفاهم ته اړتیا نشته د نورو عقایدو نه منل او انکار د بی امنئ او په نړی کی د تبعیض سبب ګرځی چه دا یو غیر انسانی طرز تفکر دی مسلمانان وایی چه هر چاته هر چیری د اسلام لار پرانستی ده خو کله چه مسلمان بل دین غوره کړی نو د مسلمانانو له نظره دا کار د منلو نه دی.

لیکونکی لیکی: چه محمد (صلی الله علیه وسلم) ویلی تاسو مسلمانان آزاد یاست چه زنا کاران، قاتلان او مرتدین ووژنی.

اهوار لیکی دا ډول کړه وړه چه طالبان او داعش (ISIS) یئ کوی دا ددوی اسلامی عقیده او د دوی د خدای او پیغمبر دستورات دی.

اهوار لیکی: زه غواړم چه ددوی خدای سره خبری وکړم ته څه ډول خدای یی؟ آیا ذهنی نازوغه یی؟ ته دعوی لری چه د هر څه پیدا کوونکی یم او اوس بیا په قهر یی چه خپله بادشاهی ورانه کړی آیا ته دا منلی شی چه بی ګناه

خلک ووژل شی آیا ته په دی راضی یی؟

نو بیا تا څه خوشحالوی؟ ته خدای قابل فهم نه یی؟ زه تا په آسمان کی یواځی پریږدم.

اهوار لیکی چه لیکونکي او فیلسوفان به دی نتیجی ته ورسیږی چه ته (خدای) زمونږ د انسانیت لپاره ښه نه یی!

تا ویلی چه ما د لوط ټول قوم تباه کړی (سورة لوط قرآن) ځکه دوی لواطت کولو. تا مسلمانانو ته ویلی چه یهود او نصری د مسلمانانو دشمنان دی او په دی شکل نړی د همیشه لپاره په ټوټو ویشل شوی که تا (خدای) داسی په قرآن کی ندی ویلی نو بیا ولی غلی یئ؟ که ته طالبان او داعش نه خوښوی نو بیا ولی دوی پریږدی چه ستاسو وینا تحریف کړی ځکه په اصطلاح ستا په مقدس کتاب کی تا په وضاحت ویلی ته تر هر څه ستر قوت یئ او ته هر څه ، هر وخت بدلولای شی اوس کومه خبره رښتیا ده؟

لیکونکی لیکی: د طفولیت څخه می چه څه لیدلی په دی یئ نه یم اړ کړئ چه ستا (خدای) ته احترام ولرم. ته ښه مدیریت نشی کولای.

هغه لیکی: چه حقیقت دا دی چه خدای د انسانانو په قصه کی نه دی هغه (خدای) ته مهمه نه ده چه عبادت یئ وکړئ او یا نه! دا اوس زړی او تنګوونکی قیصی دی.

هغه لیکی: موږ بی له خدایه هم سم یو ځکه خدای په دنیا کی جګړی پای ته نه رسوی.

هغه لیکی: دا یواځی انسانان دی چه باید نتیجی ته ورسیږی.

هغه په آخر کی لیکی: زه له ټولو انسانانو آرزو لرم چه د انسانیت له خدمت څخه هیڅ بل شی او چت نشته. د جنت، پیغمبر او خدای لپاره د خلکو وژل د هیڅ لپاره وژل دی))

دا وه د اهوار لیکنه چه د Express په ورځپاڼه کی د اکتوبر ۱۵ نیټه چه د دی ضمیمه ده نشر شوی مضمون جنساً په خپل فیس بک کی منشروم.

او په دی هکله ډیر ژر د ولس مشر سره دا موضوع جداً مطرح کوم او په دی هکله غلی نه پاته کیږم. وګورم چه د حکومتی چارواکو، علماوو، مجاهدینو غبرګون څه دی. په آخر کی لیکم چه نعوذ بالله نعوذبالله من الشیطن الرجیم ولعنت الله علی الکذبین.

انجینر قطب الدین هلال

———

لاندي په کابل ایکسپریس کی نشر شوی هغه انګلیسي لیکني متن دی، چې په اړه یې انجینر صاحب پورته نظر څرګند کړی

10610923_315434608637146_7345480679391981672_n

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

په دې کې شک نشته چې کابل پرس د مرتدينو ځاله او دوی د پخوا څخه همدا ګوستاخۍ کوي ، په اسلام ، قوم او هر چا باندې مسخري کول يې اصلي تګ لياره ده ځکه په اسلامي هيوادونو کې د کفري ديموکراسۍ د بيان همدا هدف . دغه سايت چې د يو هزاره ملعون (کامران ميرهراز ) لخوا پر مخ وړل کيږي هغه ته د دغه ليکنو په بدل کې حقوق بشر جايزې هم ورکړې دي . او د دغه يهودي په ځواب کې دا وايم چې ته سم نه يې پوه د اسلام او کفر جګړه د آدم… نور لوستل »

هاشم ظاهري افغان

د جمهوریت راتګ په افغانستان کي دومره اثر وکړ چي خلک يي آزاد کړل د دین نه، غیرت نه، ننک او ناموس نه، د خپلو درنو او معتبرو روجونو نه. او خولې یی هم ور پرانستلې د دین پر خلاف، د دیني مشرانو پر خلاف، د دینی شعا‌ئرو پرخلاف، حتی د الله (جل جلاله) او د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) پر خلاف. په دغه لاندي کلپ کښی یو سپی شفیع عیارزموږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) څومره سپکاوی کوي؟ خپله يي وګوري او نورو دوستانو ته یی هم وښایۍ. او دغسي خلک… نور لوستل »

غوربندي

هلال صیب د زړه غوټې مې درته په سستېدو شوې، خو ګوره انډیواله دا لیکنه او یا له ولسمشر(؟) سره د رولا له بچوڼي (اهوار) شکاریت ځای نه نیسي او نه هم ستاسو مسوولیت ادا کیژي انډیواله، د اهوار لیکنه به ان شاالله د طالبانو د لا ځواکمنتیا سبب کیژي، زیان خو اصلا نه ورته اړوي، د اهوار لیکنه هیڅ عام افغان نشي ګمراه کولای خو په هزار افسوس سره تاسو او ستاسو منحرف ملګري (وروڼه) بې له دې چې د رولا بچوڼو دعوت درکړي وي، د دوی په صف کې وردېدلی، زه تاسو ژاړم، خدای ته وګوره په خپل… نور لوستل »

محمد عیسي نبیل

محترم هلال صیب ! دداسې بې عقلانو خبري خو بلکل نشرول هم بې ځایه دي خوچي په دې نیت خپور شي چي ددوي بې عقلي ملت ښکاره شي بیاخو ډیره ښه خبره ده ، خوداچي په دې اړه ته دحکومتي چارواکو اوعلماؤو غبرګون غواړي داهم ناسمه خبره بولم ځکه تاسو تر اوسه په دې نه سواس پوه چي د دوئ(چارواکو] له وجهي دغسي بې عقلان نورهم په افغانستان کي پاته شول هم دغه علماء غواړي چي دغه جرایدي اودعیسائيت تبلیغ دي نور هم په افغانستان کي وچليږي ، چي دوئ دونه بې واکه دي چي دکابل اودنورافغانستان کلیساوي اودعیسوی تبلیغ… نور لوستل »

basetkhan

دليکوال خپله په اوداسه کي شک دی داسي ليکوال دی چې هميشه له همداکسانوسره په استرخوان ناست وي اوکه نن ده شه وزارت غاښ ورته ووچيچي په صفت به يې خوله تڼاکي شي

خالد

هغوی خو لا له پخوا معلوم دښمنان وؤ خو افسوس د هغو په حال چې د هغوی پلوې یې ؤکړه . مرګ هره ثانیه په کمین کې ده نو لازمه ده چې دې اتڼ ته نوې ؤرکډ شوې توبه وباسی او د خپلو غلطو ملاتړیو څخه پښیمان شې هسې نه چې د دنیا په ناچیز او ناجایز عیش او عشرت باندې ابدي ژوند تباه او برباد شي

majrooh sarobiwall

ګرانه دا لیکنه خو دضعیف صیب ده او تاسو دبل چا فه نوم نشر کړی

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x