په دولتي اداروکې له فساد سره دمبارزې په ضد مبارزه – لومړۍ برخه

azizullah_lodinدبون په دوهم کانفرانس کې  نړیوالې ټولنې خپلې راتلونکې مالي مرستې  دکرزي حکومت  ته په دې مشروطې کړې چې ښاغلی کرزی  به  په خپل هیوادکې دقانون په پلي کولو سره  داداري او مالي فساد مخنیوی کوي  له همدې  امله  له نوموړي کانفرانس  راهسي  په  کورنیو اوبهرنیو رسنیوکې داداري اومالي فساد دشتون په اړه خبره ډیره  توده ،او ښاغلی  ډاکټر عزیزالله (لودین)  له فساد سره دمبارزې دکمیسیون  په توګه  وخت ناوخت  په دولتي ارګانونوکې دمالي فساد ځیني  محدود ارقام دخپل فعالیت په توګه  درسنیو په واک کې ورکوي .

سره له دې چې په هیوادکې تراوسه په دولتي اداروکې له فسادسره دمبارزې په غرض په یوه دولتي  کمیسیون سربیره  ۱۲ ادارې شتون لري خو بیاهم  افغانستان  د نړۍ په کچه  په اداري فساد کې کله په لومړی اوکله په دوهم مقام  کې ځای لري .

له  اداري فساده رانیولې تر مالي ،اخلاقي ،کلتوري اوفکري فساد پوري   ټول فسادات نن زمونږ  په حکومتي  سیستم کې  دیوه فرهنګ په توګه  دترویج په حال کې دی او داسې ښکاري  لکه چې په عمدي توګه دغه لعنتي فرهنګ ته  خلک  هڅول کیږي . زه غواړم دلته  یواځې  دمالي  اوادري فساد په اړه  هغه مستند ارقام اواسناد  د درنو لوستونکو ته وړاندې کړم  کوم چې کله ناکله خپله   ددولتي  چارواکو او له فساد سره دمبارزې دکمیسیون  له خوا په ځینو مناسبتي مراسموکې  وړاندې کیږي  او محلي  سمعي او بصري  رسنۍ هغه  بیا له خپلې لارې په خپلو اړونده ویب پاڼو کې خپروي .

دالیکنه یواځي  دیوه شرعي او اخلاقي مسؤلیت  دسرته رسولو په روحیه  لیکل شوی  نه دکوم تبلیغاتي چوپړپه غرض.

په  ځای بولم چې دخپلې لیکنې پیل دولس مشر کرزي په هغې وینا و کړم  کومه چې  نوموړي  دقوس په ۲۱  له فساد سره دمبارزې دنړیوالې ورځې په مناسبت  په دائرشوی کانفرانس کې  دکانفرانس  برخه والوته وکړه او ویې داسې وویل:

زمونږ په هیوادکې دفساد ترویج  کورنۍ اوبهرنۍ ریښې لري ،په دولتي  دوائروکې مودمعافیت دفرهنګ په خپریدوسره دقانون پلي کول له منځه وړل شوی اوټول کارونه دزوراو واسطه بازي په وسیله په مخ بیول کیږي . ماخذ: 21 /9 /1390 8am.af

ښه نو په هیواد کې دفساد دترویج پړه دچا پرغاړه ده؟

داساسي قانون د دري شپیتمې مادې له مخې  په هیواد کې دقانون  رعایت  اوپلي کول دولسمشر   له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼل کیږي ، داچې خپله ولسمشر په دولتي اداروکې  دزورواکوله لوري دقانون  ترپښولاندې کول وینې او له مجازات  اومحاکمه کولو څخه یې ځان عاجزه بولي  دا شخصا دده له لوري دقانون ترپښولاندې کول دي ؛ ځکه  که دی واقعا منتخب  ولس مشروی  نو ده خو د ولسمشرۍ دلوړې په ورځ  په قران کریم  باندې په لاس ښودلو سره دالله په نوم  قسم  کړې چې دی به په هیوادکې داساسي قانون په شمول دټولو نافذه قوانیونو رعایت او تطبیق کوي ، ،خوداچې اوس دعمل په ډګرکې په خپل  اعتراف  دسرغړوونکوله محاکمې او په هغوئ باندې دقانون له پلي کولو ځان  بیوسه بولي داپه خپل لاس له ځانه دولسمشري دصلاحیتونه دسلبولو او په هیوادکې دیوه باصلاحیته ولس مشر دفقدان   اوهرج اومرج ته  دفرصت برابرولوپه معنی دی .

اصلي متخلفین (سرغړوونکي ) څوک دي ؟

ولس مشر کرزی ،دهغه مرستیالان او نوردولتي چارواکي  ټول  په حکومتي اداروکې دسرغړوونکو له شتون څخه سرټکوي او په دولتي سیستم کې دفساد پړه دسرغړوونکو  په غاړه وراچوي ،خو خبره په دي کې ده چې دامتخلفین (سرغړوونکي) اصلادي څوک ؟ په دغې لیکنې کې دراټول شویو شواهدو  اواسنادوله مخې  همدامتخلفین عبارت دي له :  

الف  ـ  ولس مشر کرزی   :

ولس مشر کرزی دهیواد دترټولو باصلاحیته شخص  په توګه  قانوني اواخلاقي  مسولیت لري چې  په خپله اداره کې دقانون  په پلي کولو سره فساد مخه ونیسي او له قانون څخه سرغړوونکي مجازات او محاکمه کړي ،خو ښاغلي کرزي له تیرولسوکلونو راهیسې ترننه پوري  په دې اړه  خپل قانوني صلاحیت هیڅ نه دی کارولی ،نه يې دکابینې غړي ،نه یې خپل وروڼه  اونه يې دخپل حکومت نورزورواکان  دفساد اوله قانون څخه دسرغړونې په جرم  محاکمه کړي او نه يې دقانون منګولوته سپارلي،بلکې هغه څه چې په دې اړه يې ترسره کړي هغه داچې  دخپلې ادارې له  فاسدو چارواکوڅخه یې  دفساد اودرغلي دکنټرول په اړه دوې غوښتنه لرلې :

لومړۍ داچې کومې پیسې چې غلاکوئ هغه  بهرته مه وړۍ په وطن کې ورباندې بلند منزلونه جوړوئ اوکه هرڅه ، بله داچې که غلاکوۍ یا له خلګو رشوت اخلئ نو تر ۵۰۰۰ زیاتې افغانۍ مه اخلۍ!!؟ چې په حقیقت کې دغه  خبرې خپله په اداره کې   دفساد دترویج اودمعافیت  دفرهنګ  خپرولو په معنا دی.  ماخذ : ګران افغانستان  خپلواکه ملي  ورځپاڼه  Dec 17 2011

ج ـ    دکابینې  غړي   اولوړ پوړي چارواکي:

بل هغه لوری چې  په ښکاره توګه په مالي فسادکې لاس لري   هغه دکرزي دکابینې  وزیران دي . د لویې څارنوالي مرستیال رحمت الله نظري رسنیوته په څرګنده ډول وویل  چې یو تن مرستیال وزیر چې په ښکاره ډول په فساد ککړ او د محکمې لخوا په پنځه کاله او یوه میاشت بند محکوم  شوی دی خو دا مرستیال زور لري دا اداره یې نه شي نیولی.

په همدې ترڅ کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې  کمیسیون  د ۱۳۶ میلیونو ډالرو د دوسیو څخه خبر ورکوي چې پکې یو زیات شمیر دولتي  لوړپوړي چارواکي او د کابینې وزیران دخیل دي.

د اداري فساد په وړاندې  دمبارزې د کمیسیون مشر عزیزالله لودین وايي:(یوه دوسیه سل میلیونه ډالره ارزښت لري چې پکې وزیران او زورواکي دخیل دي.) همداراز دروان کال د دیسمبر دمیاشتې په ۱۵ له فسادسره دمبارزې کمبیسون مشر ډاکټر لودین له رسنیو سره په خبروکې وویل چې  په  دولت کې دمالي فساد دخپراوي اصلي عاملین خپله  دکابینې غړي او وزیران دي ، نوموړی وویل چې له فسادسره مبارزې کمیسیون  همدانن دیوه فعال وزیر دوسیه چې له ۴۰ تر ۵۰ میلونه  ډالریې اختلاس کړی لویې څارنوالې ته  ولیږله.  حبیب الله قادري دترانسپورت  اوصدیق چکري  دحج او اوقافو وزیران  هغه مالوم کسان دي چې دحاجیانودانتقال له پروسې څخه یې په لکونو ډالره غلاکړی مګراوس  له هیواده په تښتیدلو سره سري سترګې ګرځي  او هیڅ څوک یې دمحاکمي او مجازات په کیسه کې نه دي . ماخذونه  http://www.tolonews.com

د :پارلماني وکیلان .

پارلماني غړی چې ځان دملت استازي معرفي کوي ، خو دغه استازیتوب یې  دپیسو په زورترلاسه کړی نه دملت  درأیو په  وسیله ؛ ځکه  هغوئ  په کابل کې ناست دي او ځانونه یې له داسې ولایتونو کاندیدکړي چې هالته  بهرني او کورني وسله وال ځواکونه  له وسلوسره  دورتللوتوان نه لري  داخو پریږده چې دغه استازي دي ورشي او له خپلو موکلینو دي رايې ترلاسه کړي .

دغو استازو چې د ولسي جرګې  دغړیتوب ترلاسه کولو لپاره ډیرې پیسې اوامکانات  لګولي  کله چې ولسي جرګې ته ورشي نو ترهرڅه لومړی د خپلو لګول شویو پیسو دبیرته ترلاسه کولو په  لټه کې وي ، هغه پیسې بیا دوئ په خپل نوبت له هغو وزیرانو ،لویورئیسانو اودمستقلوارګانونوچارواکوڅخه  چې دکرزي لخوا  ولسي جرګې ته دباور اخیستلو لپاره ورلیږل کیږي  پوره کوي   دغه   ټکی  په ولسي جرګې کې دتخارو لایت استازې  حبیبې دانش د دیسمبر په ۱۲ له  هشت صبح  ورځپاڼې سره  په خپلې مرکې کې څرګندکړ . ماخذ : روزنامه هشت صبح  دوشنبه 21 قوس 1390

هـ : محاکم  ، عدلي اوتقنیني ارګانونه

دکرزي ددولت تقنیني ادارې او عدلي ارګانونه هم  دمالي فساد  په خپرولو کې پوره لاس لري .

ددې په ځای چې  دغه ادارې  له قانون څخه  سرغړوونکي مجازات  اودهغوئ دفساد مخنیوی وکړي  برعکس له مفسدینو سره  په فساد کې عملاښکیلتیا لري  او فسادپیشه عناصرو ته  داسې لارې چارې برابروي چې هغوئ  وکولای شي بغیر له کومو قانوني موانعو څخه په اساني سره فساد وکړي  (په دې لیکنه کې له غلااو اختلاس څخه نزاکتا په فساد تعبیرشوی)

دمثال په توګه  داحتکاراوانحصار دمنع قانون چې په اقتصادي اوتجارتي ارګانونوکې دفساد او درغلیو په مخنیوي کې مهم رول لري له تیر یونیم کال څخه راهیسې دولسي جرګې او په پارلماني چاروکې ددولت دوزارت ترمنځ ورک دی ، پارلمان وايي اصلا مونږته داقانون دتصویب لپاره هیڅ راغلی نه دی او په پارلماني چاروکې ددولت وزارت وايي چې مونږ۱۸ میاشتې مخکې هغه پارلمان ته لیږلی .

اصلاهغه ورک نه بلکې  په دولت کې دمافیايي  اومختلسو افرادو دعمدي هلو ځلو په زور هغه ورک کړل شوی دی  چې په دغې قضیې کې دپارلمان  غړی او ددولت دوزارت چارواکي  ښکیل اودهغوئ دسهل انګاري له امله  یواځې دنوموړي قانون په تصویبولو باندې  له پارلمانه  ددولت تروزارت پوري ۱۸ میاشتې  وخت تیرشو.

دهیواد ستره محکمه ،عدلیه وزارت او لویه څارنوالۍ  په دغه  ټول جریان   ښه خبر او هره ورځ یې په اړه  له رسنیو څخه  ژوندي رپوټونه هم  ترسترګوتیریږي خو بیایې هم په رډوسترګو تماشه کوي او په مخنیوي کې يې هیڅ اقدام نه کوي .

هغه لاڅه چې خپله   ستره محکمه ،عدلیه وزارت او لویه څارنوالې د مفسدینو ،غلو ،بډواخیستونکو په قانوني مرکزونو بدل شوي او هغه په دې توګه  چې کله کوم یو ټیټ پوړی دولتي چارواکی یا دجنايي جرم کوم مرتکب  کس  ددوئ لاس ته ورشي نو دوئ یې لومړی  دهغه دجنايي جرم دوسیه ګوری  ، کله چې داورته مالومه شي چې دنوموړي کس جرم لوي او له قانوني پلوه ددرنې جزا مستحق دی  بیانو دهغه له مدافع وکیل اویاهم دهغه له خپلوانو سره  دمجرم شخص دجزادتخفیفولو په سر ددوئ چنې شروع شي  ،دانو نور دمجرم شخص تر مالي اوقتصادي وضعې پوري اړه لري که يې اقتصادي وضعیت ښه وي او دمحاکمو او لوېې څارنوالې دڅارنوالانو غوښتنې ورپه ځای کړي  هغه درنه جزايې تخفیف کیږي او له محبس نه په هماغو لومړیو ورځوکې خوشی کیږي او  همدغه مجرم بیا کوښښ کوي چې  څارنوال یامحکمې ته ورکړې پیسې  بیرته ډیرژر دنورې غلااو رشوت په وسیله له خلګو ترلاسه کړي. ماخذ : دطلوع ټلویزون  دقوس دمیاشتې  د۲۱ نیټې  تصویري  رپوټ  

نوربیا

شاهد غزنیوال

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د