افغانستان

ناڅرګند وسله وال د کندهار او هلمند تر منځ د برېښنا غزېدلي مزې پرې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار د بریښنا ریاست چارواکي وايي، چې ناڅرګند وسله وال له هلمند نه دغه ولایت ته د برېښنا غزېدلي مزي پرې کوي او یا يې خادې چپه کوي.

د کندهار د بریښنا ریاست مسؤلین همداراز وايي، چې د کوچني اختر او لوی اختر ترمنځ د کابو یو نیمې میاشتې په موده کې لس ځله دغه لینونه او برقي پایې نړول شوي؛ چې بېرته د دوی په هڅو له سره رغول شوي دي.

د دغه رياست مرستيال امان الله ايوب فاروقي بیا په دې اند دی، چي د برېښنا لینونه ډېری مهال د کجکي- کندهار پر لاره د جګړو له امله پرې کيږي.

د سرچینې په خبره، وړمه ورځ هم د برېښنا دوې خادې چي د سنګين په شکر شېله سيمه کي شپږ ورځې وړاندې ويشتل شوي او چپه شوي وې او  له امله يې پر کندهار ښار او لښکرګاه باندي پنځه ورځي برېښنا پرچاو شوې وه، د کندهار د برېښنا رياست ورغولې.

د دغي را منځته شوې پرچاوۍ له کبله کندهار ښار ته په ۴۸ ساعته کي يوازي ۳ ساعته برېښنا ورکول کېده.

د بريښنا ریاست چارواکو په ډاګه په دې کار کې د پړې ګوته چا ته ونه نېوله.

کابو شپږ میاشتې مخکې د ننګرهار لغمان منځ کې لغمان ته د بريښنا غزېدلي مزې د اربکیانو د یوه سېمه یېز مشر په امر په دې خاطر غوڅ شوي وو،چې د فابریکو خاوندان ورته باج ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x