افغانستان

درې تنه د ولسمشر اشرف غني د جعلي لاسلیک په جرم نېول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ والي د هغو درو تنو د نېولو خبر ورکړ،چې ده ته يې د اشرف غني احمدزي په جعلي لاسلیک لیکلی مکتوب ور وړی و.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله نن له رسنیو سره د څرګندونو پر مهال په دې باب وویل، چې دغو درو تنو ځوانانو ده ته د ولسمشر له ادرسه یو جعلي مکتوب چې د دوه موټرو چارتراش لرګیو د انتقال اجازه پکې ورکړل شوې وه، ور وړاندې کړ، .

نوموړی زیاتوي، وروسته له دې چې په دې باب شکمن شوم، نو مي د ولسمشر له دفتر سره اړیکې ونیوې؛نو په ځواب کې مې ومونده چې دغو کسانو د ولسمشر جعلي لاسلیک کړی او امنیتي ارګانونو په سمدستې توګه د دغو کسانو د نېولو اقدام وکړ.

ښاغلي جلاله د شکمن کېدا په اړه وویل،دا چې له دې مخکې  د ولسمشر حکم د چارو له ادارې او مالیې وزارت سره ثبتېده، خو دغه حکم له دې مراحلو نه و تېر شوی.نو ځکه دی پرې شکمن شو.
ده وویل، چې نېول شوي کسان د لا زیاتو پوښتنو- ګرویږنو لپاره د هېواد قضايي او عدلي ارګانونو ته ور پېژندل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x