نظــر

د ښاغلي حبیب الله رفیع دپاملرنې وړ

پرون مې دپژواک خبري اژانس  یو راپور لید ، په راپور کې ویل شوي وو چې دکاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې  طالبانو دسیمیزو خلکو په غوښتنه او مشوره  دښځو دولورونو او دواده  دبې ځایه مصارفو دکنترول لپاره  ځیني اصول وضعه کړي دي ، چې دخلکو په ژوند یې خورا مثبت اغیز کړی دی  ، دراپور له مخې له دې اولسي توافق  څخه داله سای ولسوالۍ ټول خلک خوشاله دي ، او ډیرو کسانو پژواک ته ویلي چې دولور ګټلو لپاره له اوږدې مسافرۍ خلاص شوي دي او اوس د کور څښتنان شوي دي .

د راپور په پای کې  دپژواک خبریال د ټولنیزو او سیاسي چارو دیوه ماهر په عنوان ښاغلی حبیب الله رفیع غږولی دی ، او ددې ټولخوښي ټولنیز اقدام په اړه  یې ترې نظر غوښتی ، رفیع صاحب ددې په ځای چې داله سای دخلکو په دې خوښي ځان ورګډ کړي  ، او دولور ځپلې افغان ټولنې لپاره یې ښه شګوم وګڼي دا ولسي اقدام یې دطالبانو یو سیاسي چال بللی ، رفیع  ویلي چې طالبان دافرادو له سخت کمبوت  سره مخامخ شوي دي ، اوس غواړي افغان ځوانان  په دا ډول خیریه  کارونه سره خپلو لیکوته جلب کړي .

دلته به دښاغلي رفیع دمعلوماتو لپاره لومړی په لنډو ووایو ، چې د لوړ ولور په ضد دداډول تړونونو رامنځته کیدل دنن خبره نه ده او نه یوازې په اله سای کې  ترسره شوي دي ، دا ډول تړون ډیر کلونه وړاندې  دپکتیکا په سرحوضه  او نورو ولسوالیو کې د خروټو دقوم خلکو رامنځته کړ، وروسته  په ښرنه او مټاخان کې سلیمانخیلو او نورو قومونو هم دا ډول تړون وکړ ، په دې وروستیو کې زما دمعلوماتو له مخې  دزرمل هغو ټولو خلکو چې په پاکستان کې مهاجر دي ، داډول تړون کړی  او دښځو لپاره یې دری لکه کلدارې  ولور ټاکلی ، دغه راز  دغزني په قره باغ کې هم داډول تړون شوی دی .

عمومي باور دادی چې داډول تړونونه  دولور دبې درکه  لوړیدو په وړاندې یو طبعي ولسي عکس العمل دی ، چې ښایي لمن یې ټول افغانستان ته وغځیږي ، په افغان ټولنه کې  ولور خورا  لوړ حد ته رسیدلی ، دغزني په رشیدانو ولسوالۍ کې زما یو ملګری وایي  چې  په اوسط شکل ولور نږدې  ۹ لکه افغانیو ته رسیدلی دی ، چې له همدې امله  اوس ددې ولسوالۍ ۳۰۰ تنه ځوانانو چې په ایران کې مسافري کوي  ، خپلې سیمې ته یو مشترک خط رالیږلی چې دخدای په پار ولورونه  ارازنه کړئ  .

د ولور خبره په خپل ځای  خودلته مې غوښتل درفیع صاحب داړوندو څرګندونو په اړه ورسره یوڅه خواله وکړم ، او خپل اند ورسره شریک کړم .

رفیع صاحب زما په یاد دي کله چې ډیرکلونه وړاندې طالبان په قدرت کې وو ، تاسو یې له ټینګو ملاتړو څخه وئ ، کله چې دمزار له فتحې وروسته ایرانیان په طالبانو رابرګ شول ، او پوځي مانورې یې پیل کړې ، تاسو یوه اوږده لیکنه  خلافت مجلې ته لیږلې وه ، او په طالبانو مو غږ کړئ وو چې

دمحمود او داشرف بچو تیار شئ

بیا راغلی دی لښکر دصفوي

دګورګین په څنګ کې قبر ورته جوړ کړئ

که راواوښت کوم افسر دصفوي  

خو په ډېر تاسف کله چې په طالبانو باندې دمسلمانو ایرانیانو په ځای   کافرو امریکایانو برید وکړ ، تاسو په اتوماتیک ډول نه یوازې داچې طالبان مو هیر کړل ، بلکې دسختې دښمنۍ دانه  مو هم ورسره واخیسته  ، دکرزي دحکومت په لومړیو کلونو کې به مې په پخلاینه اونیزه کې دملې کرښې  ترسرلیک لاندې  هره اونۍ ستاسو دقلم رشحات مطالعه کول ، چې خورا دردوونکي او دطالبانو په اړه له سختې دښمنۍ ډک وو ، که دسرچوک کوم اجرتي لیکوال  داسې څه لیکلي وای ښایي نه وای پرې ځوریدلی ، خو ستاسو غوندې یو لیکوال چې علمي او ټولنیز تصنیفات یې ترسلو اوړي ، باید داسې څه مو نه وای لیکلي ، هلته مې ستاسو هغه جعلي  او بې سنده لیکنې هم ولوستې چې دبودا دنړولو په اړه مو لیکلې وې ، او په طالبانو مو تور پورې کړی وو چې دغه بوتان یې یوازې دپاکستان دخارجه وزیر معین حیدر دخوشالۍ لپاره مات کړل .

ورپسې مې یوه ورځ داستاد الفت په اړه ستاسو په لیکنه کې خورا بوږنوونکی پارګراف ولوست ، تاسو غالبا لیکلي وو ، ګل پاچا سره له دې چې  په کوچنیوالۍ یې  دضرب یضرب  په قهرآمیزو (!) ګردانونو سر خوږولی وو ، خو وروسته  دعلم او هنر لوی الفت ترې جوړ شو ، دضرب یضرب ګردانونه قهرآمیز او ناچیزه بلل ، په باور سره   ټولو دیني آلي علومولکه ( صرف ، نحو ، معاني ، بدیع ، بیان ، عروض ) او داسې نورو ته په  ټیټه کتل دي .

رفیع صاحب دلته به یو وضاحت ورسره اضافه کړم ، هغه داچې زما په باور که الفت ، رشاد ، حبیبي ، رښتین ، خادم  اونورو په کوچنیوالي همدا قهرآمیز ګردانونه نه وای شرنګولي ( دیني عربي علوم یې نه وای زده کړي ) اوس به یوهم  دافغاني ادب او لیکوالۍ اسمان ته نه وو ختلي اونه به چا ستوري بللي وو ، زما په باور خو داچې تاسو ته هم  دتحقیق ، تدقیق او شننې کوم استعداد حاصل شوی ، دهغه  اساسي دیني علم برکت دی چې له خپل مرحوم پلار مولوي صاحب  . . . څخه مو په کوچنیوالي ترلاسه کړی دی   ، ښایي داتاسو هم راسره ومنئ چې  دیادو لیکوالو په شمول  زموږ ټول لوړ لیکوال او څیړونکي  د دیني زدکړواو ابتدایي طالبۍ  منت بار دي ، خو دتأسف ځای دادی چې ځینې ددې زدکړو په مټ ترلوړېدو   وروسته  دیني عربي علومو ته په ټیټه ګوري چې  دا په خپل ذات کې  لویه ناځواني ده .

که راشم اصلي موخې ته  ، په ټوله کې همدا اوس  بالفعله  چې  دامریکایي یرغل په وړاندې  دروان جهاد داستازو یا طالبانو په وړاندې چې تاسو کوم دریځ خپل کړی دی ، فکر نه کوم  چې په اسلامي او افغاني ترازو دې موجه وخیږي ، اوس دافغانستان اوه کلن ماشوم هم په دې پوهیږي چې وضعیت څنګه او کوم ډول ده ، په هیواد کې دامریکا ترڅلورستوریزو جنرالانو پورې  پوځیان دندې لري ، تریونیم لک ډیر خارجي عسکر په هیواد کې میشت دي چې هره شپه ددوی په خپل اعتراف  دافغانانو په کورونو  په اوسط ډول ۵۰  چاپې وهي ، په دې سربیره دهیواد درستې مهمې پریکړې ، کورنۍ او بهرنۍ اړیکې او تګلارې د امریکا په خوښه ټاکل کیږي  .

تاسو په یوه لیکنه کې دامیرعبدالرحمن او امیر حبیب الله  حکومتونه یوازې په دې وجه  لاسپوڅي او دهیواد دخپلواکۍ سوداګر بللي وو چې په بهرنۍ رابطه پاللو کې دانګریز تر اغیز لاندې وو ، که ستاسو هغه قضاوت منصفانه وبولو نو اوسنی حکومت خوباید په  طریق اولی سره مزدور او غلام وبلل شي ، هغه چې تاسو  هره ورځ په  عامه بحثونو ، لیکنو  او مرکو کې ترې دفاع کوئ ، او دلیل وایئ چې امریکایان خو دامنیت شورا دپریکړه لیک په رڼا کې په دې هیواد یرغل راوړئ او اوس دافغانانو په کورونو  دشپې بریدونه کوي  ، هغه پریکړه لیک چې ستاسو یو همسنګ  ښاغلی روستار ترکی یې  دګیدړې قباله بولي چې په افغانستان تر یرغل دوه میاشتې وروسته  دخټې دپوزې په شکل دامریکایي ښکاره یرغل هیولا پرې ونازول شوه .

رفیع صاحب داخوبه راسره منئ ، چې هرډول دوران تیریږي ، او دزمانې ورقې اوښتونکي دي ، دې وطن ته کلونه وړاندې روسانو او افغاني کمونستانو خیټه خیشته کړې وه ، مګر نن دادی امریکایان یې د ښکیلاک خوبونه ویني ، په ژوندکې هر ممکنه ځواک دعروج او زوال له پړاوونو تیریږي  ، اوله الهي ذات نه پرته بل هرڅه دزوال او له منځه تلو  امکان لري  .

ستاسو غوندې یوڅوک چې تاریخ یې مطالعه کړی او دبشري اوښتونونوپه اړه کره معلومات لري ، باید هیڅکله  دزمانې  د آني وضعیت تر اغیز لاندې رانشي ، په دنیا کې دسرلوړي او نیکنامه ژوند دتېرولو لپاره پرځای ده ، چې سړی په ژوند کې خپلو منل شویو ارزښتونو ته په رښتیا ژمن واوسي ، دژوند لپاره باید یوه لاره تعین کړي چې ترپایه یې وپاللی شي ، داکه سړی له هرډول وضعیت سره ځان عیاروي  ، او دمنل شویو ارزښتونو په ځای یوازې  مهالني عنوان  ، منصب او مادي ګټو ته  وفادار  وي ، داسې څوک به نه په دنیا کې د نیکنامۍ خاوند شي او نه به په قیامت کې  د رښتینو او سوچه مسلمانانو په صف کې ځای پیدا کړي .

په افغانستان له امریکایي یرغل نه وروسته  چې په افغان اولس دالله تعالی لوی امتحان وو ، موږ ولیدل چې چا داولس دیني او ملي ارمانونو ته شاکړه ، الله تعالی په سپکو سپک کړل ، چې بیا به کله هم په افغاني قاموس کې په درانه کاڼي ونه تلل شي ، مګر یوشمیر نو افغان لیکوال چې دزمانې تراغیز لاندې رانغلل ، په توره شپه کې یې دمڼو حساب ورک نه کړ ، او احساسات یې کنترول کې وساتل ، اوس هم په افغاني کچه له خپل پخواني اعتبار څخه برخمن دي .

دبیلګې په توګه به زه  استاد رشاد ، قدرت الله  حداد ، نثار احمد صمد ، محمد اصف صمیم ، پیرمحمد کاروان  او سمیع الله تړون یاد کړم ، دې کسانو یوازې دافغانانو غولولو  او  دزمانې په ډول دڅرخېدلو په ځای  اولس ته پاکه ، سپینه او سوچه خبره کړې ، اولس ته یې ویلي ، چې خدای ته مخ نه شو تورولی ، افغانستان اشغال دی ، او داچې موږ عملا څه نه شو کولای دامو شخصي کمزوري ده  .

دامریکا یي  یرغل او داولس  له مقاومت نه د لسوکلونو له تېریدو وروسته خو اوس تقریبا درست افغانان دې نتیجې ته رسیدلي ، چې څوک په حقه او څوک باطل دي  ، په دې کلونو کې دطالبانو تحریک له محدوده چوکاټه راوتلی او دیوه بشپړه اولسي خوځښت شکل یې غوره کړی دی ، اوس امریکایان هم نور دې نتیجې ته رسیدلي چې طالبان دافغان اولس په نمایندګۍ په حقه جنګیږي او دخپلواکۍ حق لري  ، نو ځکه یې کله  له دښمنۍ پښیمانه کیږي او  کله ورسره دخبرو او اوربند لپاره هلې ځلې کوي .

دا وضعیت ایجابوي چې نور  زموږ هغه شمیر لیکوال چې یو وخت دزمانې له باد سره په غلط  اړخ اوښتي وو ، بیرته خپل اصالت ته رجوع وکړي ، په وضعیت باندې سرخلاص کړي ،  او نور دسترګو په غړولو سره دحقیقت درڼا دلیدلو کوښښ وکړي .

که  په مشخص ډول ووایم  رفیع صاحب تاسو چې اوس دافغانستان  ددائرة المعارف دلیکلو دنده په غاړه لرئ ، ډیر مهم  مسؤلیت لرئ  چې باید په بشپړه توګه ورته ځان له سره عیار او له مختلفو سیاسي او زماني رنګونو څخه ومینځئ ،  ماچې دلوړ راپور دلوستلو په مهال  دطالبانو په اړه ستاسو دا له عناده ډک  او غیرموجهه قضاوت ولید ،  نو دامې ضرور وبلله چې یوڅه درته ولیکم .

په لنډو باید ووایم که غواړئ چې درشاد صاحب غوندې دافغان اولس یو معیاري استازی لیکوال له ځانه جوړ کړئ ، نو نور باید دزماني ګټو او پردیو دریځو له دائرې راووزئ او هرڅه یوازې په خپلو سترګو ووینئ او وارزوئ ، دهرې لیکنې دلیکلو او دهر سیاسي بحث او مرکې په مهال باید څو ځله فکر وکړئ ، ترڅو داسې خبره درنه ونه شي چې دواقعیت په ځای په احساساتو ولاړه وي  .

مګر که په همدغه لاره لکه اوس مو چې نیولې ده روان پاته شئ ، نو په دې یقین ولرئ چې اولس به مو بالاخره دسلیمان لائق او نور لارورکو لیکوالو غوندې څپ وهي ، بیا به مو دخپل کلي خلک دهویت له منلو انکار کوي  ، ځکه دا اولس په هغه دین عقیده لري چې په هغه کې  ظاهري صورتونو  او پنډو پنډو اعمالو ته نه کتل کیږي بلکې  دخلکو دزړه اخلاص صداقت  او دنیت پاکې په  کې معتبره او دحساب وړ بلل کیږي   .

ملا سمیع الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x