
اشرف غني نوی ویاند او دوه نور سلاکارن وټاکل
نن ټکی اسیا (پنجشبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د ارګ لخوا په خپره شویو بېلابېلو خبرپاڼو کې راغلي چې اشرف غني احمدزي د یوه فرمان پر اساس دوه نوي سلاکاران او یو ویاند ټاکل دی.
خبرپاڼې کاږي چې نظیف الله سالارزی د اشرف غني احمدزي د ویاند په توګه ټاکل شوی دی.
سالارزی تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» ویاند و.
همدا راز اشرف غني احمدزي دوه نوي سلاکاران هم ټاکلي دي. د چارو د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د حکم پر اساس برید جنرال حبیب الله احمدزی د ولسمشر د ځانګړي امنیت په برخه کې د سلاکار په توګه ټاکلی او خلیل زمر د محجوزینو او محبوسینو حقونو ته د رسېدو په موخه د سلاکار په توګه ټاکل شوی.
تر دې وړاندې حنیف اتمر د امنیت ملي د سلاکار په توګه، عمر زاخېلوال په اقتصادي چارو کې سلاکار، عبدالسلام رحیمي د چارو د ادارې رییس او عبدالعلي محمدي په حقوقي چارو کې د ولسمشر سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.
په عین حال کې اشرف غني احمدزي ۲۰ لوړپوړې چارواکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي کسان ټاکلي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې اشرف غني همدا راز د دوه بېلابېلو فرمانونو له مخې ټول وزیران او والیان سرپرستان اعلان کړي.