نظــر

سعودي عربستان له سختو ستراتيژيکو ستونزو سره مخ دی

ليکوال نېل پيټريک
د منځني ختيځ د چارو کارپوه
ژباړه او لنډيز: احمدجرس

سعودي عربستان له کلونو راهيسې د تېلو صادروونکی تر ټولو ستر هېواد دی او د لويديځو هېوادونو مهم ايتلافي هم ګڼل کيږي.

سعودي عربستان اوسمهال له سختو ستراتيژيکو ستونزو سره مخ دی او بايد په ډېر ارام فکر له دغو ستونزو ځان وژغوري.

د روان کال سپتمبر مياشتې راهيسې سعودي عربستان د امريکا په مشرۍ ايتلاف کې د اسلامي دولت پر ضد پيل شوي هوايي بريدونو کې پراخه ونډه لري او د دې لپاره يې د ولسي خلکو د رايو د خپلولو کمپاين هم پيل کړی دی.

دغه مهال د سعودي سويل يمن کې د سعودي عربستان د پلويانو واک کمزوری کيږي او ايران پلوه شيعه حوثيان ورځ تربلې قوي کيږي او دا د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ او د خطر زنګ دی.
د سعودي جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبارۍ کوي او په عامه توګه سعودي عربستان په داسې کارونو کې له ډېر احتياطه کار اخلي، ولې د اسلامي دولت پر ضد د پيل شوې جګړې په اړه ډېر په زغرده لګيا دي، مګردا کار د سعودي عربستان لپاره ډېر ګواښنده ښکاري.

د سعودي عربستان ګڼ شمېر اوسيدونکو د اسلامي دولت پر ضد د پيل شوې جګړې په اړه سخت غبرګونونه ښکاره کړی او وايي، چې هر مسلمان بل مسلمان وژني يا يې په وژلو کې مرسته کوي، هغه مسلمان نه پاتې کيږي.

سعوديانو د هغو پيلوټانو انځورونو ته هم سپکاوی کړی، چې د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبارۍ کوي.

په دغو پيلوټانو کې د شاهي کورنۍ يو ځوان هم شامل دی.

د امريکا په مشرۍ پیل شوې جګړه کې د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ په عراق او شام کې پر ولسي سنيانو هم بمبارۍ کوي او تر اوسه يې ګڼو سنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سعودي عربستان ډېری اوسيدونکي وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد پيل شوې جګړه د سعودي په ګټه نه، بلکې په زيان ده.

دغه خلک فکر کوي، چې د عراق سنيانو سره د ناوړه کړنو له امله اسلامي دولت رامنځته شوی دی.

يو شمېر سعوديان په دې اند دي، چې د دوی حکومت متحده عربي اماراتو، بحرين او اردن سره په ګډه د بشارالاسد مخالفين ځپي او دا کار د ايران مرسته او د سعودي په زيان دی.

سعودي او خليجي هېوادونه وايي، چې د دوی جګړه د اسد او د هغه د نژدې مخالفينو پر ضد ده، مګر رښتيا خبره دا ده، چې سعودي عربستان او غربي ايتلافيان پر شامي حکومت بمبارۍ نه کوي.

د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف جنګي الوتکې شام کې د القاعده پلوې النصره ډلې پر مرکزونو هم درنې بمبارۍ کوي.

د اسلامي دولت مخالفو ډلو هم د ايتلافي قواوو د هوايي بريدونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د اسلامي دولت پر ضد پيل شوې جګړه کې د سعودي عربستان ګډون د سعودي د ګټو په زيان دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوبا هم پر خپلو ايتلافيانو نيوکې کړي، چې په خوله د اسلامي دولت پر ضد نارې وهي، مګر دغه دولت ته ټولې مرستې له همدې هېوادنو راځي.

د عراق هوايي قلمرو د سعودي عربستان د جنګي الوتکو لپاره ممنوع سيمه ده او سعودي عربستان وايي، چې دا کار به عراق يو ځل د عربي هېوادونو په ايتلاف کې شامل کړي.

ايران پلوې عراقي او شامي مليشې عراق او شام کې د ګردو سنيانو پر ضد عمليات کوي او ټولو ته د اسلامي دولت د پلويانو په سترګه ګوري.

د عراق يو پخواني پوځي افسر ويلي، چې يوازې دغه ملېشې کولای شي، چې اسلامي دولت ته ماتې ورکړي.

سعودي عربستان له سختو ستراتيژيکو ستونزو سره مخ دی او سعودي چارواکي فکر کوي، چې د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبار به د دوی په ګټه وي، مګر داسې نه ده.

بل پلو سعودي غواړي، چې يمن کې د ايران پلوو شيعه وسله والو د پرمختګ مخنيوی وکړي.

سره له دې د حوثيانو عقيده د ايران او عراق له شيعه ګانو جلا ده، مګر په ټوله بيا هم شيعه ګان دي او د سنيانو پر ضد سره يو دي.

سعودي عربستان پر ايران تور لګوي، چې يمن کې د حوثي شيعه ګانو د پرمختګ تر شا لاس لري او عراق او شام هم د ورته ستونزو ښکار دی.

سعودي عربستان کې د لوړو څوکيو ويش د کورني وراثت له مخې کيږي او د لوړپوړو چارواکو د روغتيا لپاره جدي پاملرنه کيږي او دا د دې لپاره، چې د شاهي حکومت دولتي چارې له هر ډول ستونزو څخه وژغورل شي.

يمن کې د حوثيانو د پرمختګ يو لامل دا هم دی، چې سعودي عربستان اخوان المسلمين ډله په بشپړه توګه له مېدانه ويستلې ده.

د دې ترڅنګ يمن کې د سعودي عربستان ايتلافيان کمزوري کيږي، مرکزي حکومت هم د شړيدو په درشل کې دی او تر ټولو مهمه دا ده، چې هلته القاعده هم موجوده ده.

د سعودي عربستان ستراتيژيکې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او امريکا سره د سعودي ايتلاف د اسلامي دولت له امله ټينګ شوی دی او بله دا چې سيمه کې ايران هم د پخوا په پرتله امريکا لپاره مهم دی.

سعودي عربستان بايد د خپلو ګټو لپاره عراق سره جوړجاړي ته تيار شي. ايران او امريکا به هم په دغه جوړجاړي څه نيوکه ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x