نظــر

ډاګیز کفریات د اشرف غني لومړنۍ تحفه

ډاکټر پارسا

د امریکا روزلي سیکولر اشرف غني دانتصاب او واک ترلاسه کولو لا  میاشت نه ده پوره شوې، خو بیا یي په مطبوعاتي کفریاتوپيل وکړ ، د اکتوبر د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ایکسپریس په نامه  دکابل چاپ انګریزي ژبې ورځپاڼې داسې له کفریاتو ډک مضمون خپور کړی، چې سړي ته یوځل بیا هماغه د ملحدو کمونیستانو مرد نه زنه کارتون او په لینن  درود وریادوي .

کمونیستانو که په خپلو کفریاتو سره اشارتا ارتداد او دهریت ته دعوت کاوو، خو داشرف غني تر وزر لاندې خپریدونکي مطبوعات بیا په ډاګه له الله تعالی، اسلام، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه انکار کوي.

د اشرف غني مطبوعاتي بي دینان دومره سپین سترګي شوي چې دایمان او توحید په هیواد کې په  مقدساتو بلوسیږي، په الله تعالی اعتراضونه کوي، د الله تعالی کړنې  تر نقد لاندې نیسي او په پای کې له ایمان او عقیدې څخه په ‌ډاګه بیزاري اعلانوي .

د ایکسپریس انګلیسي ورځپاڼې لیکوال الله تعالی ته خطاب کوي او  ورته وایي چې : ته قابل فهم نه یې ، لیکونکي او فیلسوفان به دی نتیجی ته ورسیږی چه ته (خدای) زمونږ د انسانیت لپاره ښه نه یی!
دغه مرتد لیکوال الله تعالی ته په خطاب کې زیاتوي : د طفولیت څخه می چه څه لیدلی په دی یئ نه یم اړ کړئ چه تا (خدای) ته احترام ولرم. ته ښه مدیریت نشی کولای!……

د ایکسپریس  ورځپاڼې لخوا خپور شوی دا مضمون خورا دراز دی، چې ټول له همداسې څرګندو کفریاتو ډک دی، د مضمون له فحوی  څخه معلومیږي چې کوم بي دینه او د سیکولر مفکورې والا  لیکوال لیکلی دی، ځکه په مضمون کې دالله تعالی په وجود، عدالت او کړنو باندې بي باکانه انتقاد شوی دی، او په پای کې یي حاصل داسې رایوځای کړی چې باید الله تعالی ونه منل شي . العیاذ بالله

د اشرف غني له انتصاب سره هم مهال د داسې بي باکه مضمون په جرأت خپریدل د افغان مؤمن اولس لپاره یو د پام وړ خطرزنګ بلل کیدای شي، اصل کې نن سبا د نړیوالو استعمارګرو رسمي مفکوره او عقیده ناخداباوري  یا  له دین او الله تعالی څخه مطلق انکار دی، دوی په الله تعالی باور نلري او یوازې بي دینۍ ته وفادار دي، اشرف غني چې دامریکایانو لخوا ورباندې سرمایه ګذاري شوې، امریکایانو په ځانګړي انداز روزلی دهمدې لپاره یي په وچ زور او تزویر سره واک ته ورساوو تر څو نړیوال بي دینان دافغان اولس د ګمراه کولو  پروسه په خلاص مټ او سمه توګه سرته ورسوي .

په دې وروستیو کې په انټرنیټ او ځیني عامه مجالسو کې د یوه ډله  ګمارل شویو خلکو لخوا له الله تعالی څخه د انکار  خبرو زور اخیستی دی، دوی په فیسبوک کې ځانګړي ګروپونه جوړ کړي دي ، لومړی خبره د خپل شک په توګه څرګندوي او وروسته دالله تعالی له وجود څخه ډاګیز انکار کوي، دوی ته د نړیوالو بي دینانو لخوا  دنده سپارل شوې چې ددغه ډول بحثونو په پرانیستلو او دغو ګمراه کوونکو خبرو په بیا بیا تکرار سره  دبي دیني په وړاندې دافغانانو د حساسیت ګراف راټیټ او خلک له دغو مسائلو سره عادي کړي.afghanistan_express

دوی تردې پخوا هم داسې هڅې کړي،لکه  دمرتد عبدالرحمن ، غوث زلمي او پرویز کامبخش په قضیو کې چې لومړی یي ددغو مرتدینو ارتداد ښه خبرساز کړ او وروسته یي ټول ازاد کړل او په لویدیځ کې یي له ډیرو امکاناتو سره ورته پناه ورکړه .

که ددغه ډول ښکاره کفریاتو په وړاندې افغان اولس غلی پاته شي نو په دې دي پوه شي چې سبا به دغه بهیر نور هم زور نیسي، په دې هیواد کې به یوځل بیا دکمونیستي دور غوندې قرانکریم مرداریو ته لویږي او په مقدساتو به ملنډې پیلیږي .

دا کومه سیاسي موضوع نه ده بلکې عقیدوي موضوع ده نوځکه یي په وړاندې مکلفیت هم د هر هغه کس په غاړه دی چې ځان مسلمان بولي ، حتی هغه کسان چې داشرف غني او واکمن رژیم پلویان دي او ځانونه مسلمانان بولي باید ددې ښکاره کفریاتو په اړه  خاموش پاته نه شي  ، دوی الله تعالی په لوی امتحان کې واقع کړي چې یوازې دخپل ایمان په ننګ دریدلو سره خپل مکلفیت اداء کولای شي .

له بلې خوا دا موضوع ښکاره پیغام لري چې د تبلیغاتو په زور غولول شوی خلک دي نوي واکمن ته ډیر نه خوشالیږي، دکوم واکمن  پیل چې په ښکاره مطبوعاتي کفریاتو وي نو له هغه نه به څه دخیر تمه وشي.

10610923_315434608637146_7345480679391981672_n

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د کابل پرس دا لومړی ځل نه دی دا پاڼه چې ملعون هزاره کمال ميرهزار لخوا اداره کيږي هغه ته د دغو ليکنو په بدل کې حقوق بشر جاېزې هم ورکړي دي .
استغفرالله – او دغه مرتدين دې د اسلام او مسلمانانو له دوښمنۍ څخه لاس واخلي او حق دې تسليم شي .
د الله تعالی راليږل شوي قرآن ولولئ او حق ته تسليم شئ
د ماشوم په ژبه قرآن واروئ
http://www.dawat610.com/archives/9368

قاري سعيد خوستئ

الله اكبر خدايه ته امداد اوفرمايي

محمد نعیم خان

مونږ د ښاغلی ولسمشر څخه په کلکه غواړو چی دداسی کساانو مخه ونیسی او د سختو مجازاتو ورته غوښتنه کوو.
او د کابل پریس د بندولو په کلکه غووښتنه کوو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x