افغانستان

«اردوګان» شنبه کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۳ل):  د ترکيې ولسمشر رجب طیب اروګان د شنبې په ورځ کابل ته راځي.

دا په تېرو ۵۶ کلونو کې لومړی وار دی چې ترکی ولسمشر دې د افغانستان څخه لیدنه کوي.

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفیر امان جیهون له قوله ترکی ولسمشر به د تلې په ۲۶مه د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي او هلته به د نوي ایتلافي حکومت سره څو تړونونه هم لاسلیک کړي.

د جیهون په وینا ټاکل شوې چې اردوګان به د اشرف غني د حکومت سره د ستراتيژیک امنیتي تړون لاسلیک کړي.

افغان سفیر ویلي چې اردوګان به په دغه لیدنه کې د اشرف غني احمدزي سربېره د نوموړي لومړي مرستیال رشید دوستم او عبدالله عبدالله سره جلاجلا ليدنې وکړي.

ترکی ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته راځي چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه په وتلو دي او ترکیه هم په ناټو ځواکونو کې یو شمېر عسکر لري.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۵۸ زیږدیز کال په لومړي ځل ترکي ولسمشر جلال بایر د افغانستان څخه لیدنه وکړه. دا مهال ظاهر شاه په افغانستان کې واکمن و.

خو تر دې وروسته هیڅ ترکي ولسمشر  افغانستان ته نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x