نظــر

په قطر کې دطالبانو پر سیاسي دفتر پرانیستلو څو خبرې !

taliban_flag_on_bargmatal_baseله څو ورځوراهیسې  په کورنیو او بهرنیو رسنیوکې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر دپرانیستلو په اړه ډیرې تودې خبرې روانې دې.

که څه هم چې تراوسه پوري طالبانو په رسمي ډول ددغه دفتر دپرانیستلو په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی ،خو له قرائنو او علائموداسې ښکاري چې دطالبانو داستازيو اودقطر چارواکو ترمنځ  په دې اړه څه  جوړجاړی شوی وي.

په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستل اصلا دامریکا په خوښه دهغې په ګاونډکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستلو په معنا ده ځکه  دقطر په شمول ټول خلیجې هیوادونه  په غیر مستقیمه توګه  امریکايي مستعمرې دي چې دخلیج  دخوا و شا سیمې دکنټرول لپاره یې پکې خپل په سلګونوزره پوځیان او بحري بیړۍ لنګر کړې دي .

په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستل په حقیقت کې دطالبانو په مقابل کې دامریکا او دهغې په پوځې ایتلاف کې شاملو ۴۸ هیوادنو دپوځي ښکاره ماتي اوپه شاتګ اعلان  دی ،ځکه  امریکایانو او دهغوئ ایتلافي اشروالو له تیرو لسوکلونو راهیسې  په افغانستان کې  دطالبانو دله منځه وړلو لپاره ټول هغه څه وکړل  چې په وس یې پوره ول ،خو نه يي طالبان کمزوري اونه یې له منځه یوړای شول ، بلکې  هغوئ لا   ځواکمن  او دامریکایانو په مقابل کې پیل کړی  طالبي مقاومت یې  په پراخ ملي مقاومت  بدل شو .

هماغه وو چې دامریکایانو هم  ایله لس کاله وروسته سد سرته ورغی  او دسرټمبګي او حماقت په  پریښودلو سره يې د افغاني ملي مقاومت له استازو(طالبانو) سره دتفاهم  اومذاکرې دنوي باب  پرانیستلو پریکړه وکړه .

دامریکایانو په خوښه دطالبانو دسیاسي  دفتر پرانیستنه  که هغه په قطرکې وي که بل هرځای  په ټولو بهرنیو اوکورنیو دښمنانو باندې دهغوئ دپوځي او سیاسي برلاسي په معنا ،اودهغوټولوعیني واقعیتونود  راڅرګند ولو لامل دی  کوم چې په تیرو لسو کلونو کې یې امریکایانو دپټ ساتلو هڅې کولې . 

په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستل دکابل اوسلام آباد چارواکولپاره هم  له ځانه سره ځانګړي پیغامونه لري : له کابل چارواکوڅخه  دامریکایانو دمخ اړونې  تریخ پیغام   او اسلام آباد چارواکوته داپه ډاګه  کول چې  طالبان  کولای شي  په بشپړې خپلواکۍ او خود ارادیت سره  دخپل هیواد دلانجې دحل  اوپه هغه کې دخپلو ملي مسائلو پرسر له نړیوالو سره تفاهم وکړي ،هغوۍ ته قناعت ورکړي  اوپه دې سره نړیوال  دافغاني  قضیې  په عیني واقعیتونو معترف کړي .

په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستل د شمالي ټل والې  په مخ هم یوه درنه څپیړه ده کومې چې له تیرو لسو کلونو راهیسي دامریکايي سکنیانو(نیږدي خپلوانو) په نوم یې ددې هیواد دغوڅ اکثریت  حقونه ترپښولاندې کړي ول.

په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیستل  ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې طالبان  یواځې دجګړې خلګ نه بلکې دهغه ترڅنګ دتفاهم ، خبرو او سوله ایزو ابتکاراتو نوښتګران  هم  دي  .

په قطرکې دطالبانو سیاسي دفتر پرانیستل  دافغان غیورملت دلس کلن مقاومت اوسرښندنې  قیمتي محصول  دی کوم چې  دیوه غوره طلايي چانس  په توګه نن  دطالبانو په برخه شوی ، خدای دې وکړي چې طالب قیادت له دغه چانس نه   دخپل  ملت او هیواد  داسلامي اوملي  منافعو  دتحقق په اړه   مثبته ګټه پورته کړي .

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x