
تورخم د مخابراتو مدیر ووژل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د تورخم سرحدي ښارګوټي د مخابراتو مدیر په يوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د ننګرهار ولایت د مخابراتو رییس عبدالرزاق ثاقب ویلي چې دغه پېښه نن مازدیګر رامنځته شوه.
د نوموړي په وینا څو تنو وسله واله د تورخم د ښارګوټي د مخابراتو مدیر رحیم الله پر موټر د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د مومند درې ولسوالۍ سره ډزې وکړې چې په ترڅ کې نوموړی د خپل موټر چلوونکي سره ووژل شو.
د مخابراتو رییس وايي چې بریدکوونکي له سیمې تښتیدلي چې لټون یې روان دی.
تر دې مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.