ټولنیزه برخه

خپل منځي روغه جوړه ستر دیني مسؤلیت دی

لیکوال: حامد افغان

ابودرداء رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا تاسو ته زه داسي عمل در وښیم چې له روژو، خیرات او لمانځه یې اجر او ثواب زیات وي؟ دی وایي موږ ورته وویل: ولي نه، هغه وویل: هغه خپل منځي روغه جوړه ده، او خپل منځي فساد او شخړې دین ختموي.

عن أبي الدرداء – رضي الله عنه – قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصدقة والصلاة ؟ قال : قلنا : بلى . قال : ” إصلاح ذات البين ، وفساد ذات البين هي الحالقة ” . رواه أبو داود ، والترمذي و احمد، وقال : هذا حديث صحيح “.

علماء وایي: په حدیث کې له روژو، خیرات او لمانځه نه مراد نفلي روژې، خیرات او لمونځ ده نه فرضي، ملا علي القاري رحمه الله ‘ د مشکاة المصابیح ‘ په شرحه ‘ مرقات المفاتیح’ کې لیکي: که په خپل منځي فساد سره د وینو تویېدلو، لوټ او د ناموس ساتنې ته خطر و نو بیا اصلاح او روغه جوړه کول له دې فرضي عملونو هم غوره ده ځکه د فرضي عمل خو قضايي راوړل کیدلی شي، او بل په فساد او شخړو سره د بندګانو حقوق ضایع کیږي او هغه فرضي عملونه د الله حقوق دي او ښکاره خبره ده چې الله له خپلو حقوقو د بندګانو حقوقو ته ډیر اهتمام ورکوي.

د حدیثو شارحین وایي: اصلاح ذات البین د یوه قوم ترمنځ د دوستیو، خپلویو او قرابتونو پالنې ته وایي، ځیني وایي اصلاح ذات البین د دوو کسانو ترمنځ د خوابدي او کدورت لیري کولو ته وایي، د حدیثو مشهور شارح امام الطیبي رحمه الله وایي: اصلاح ذات البين خپل منځي حالاتو ته وايي، لکه خپل منځي مینه، ورورولي، اتفاق او یووالی، امام الزمحشري په خپل تفسیر کشاف کې د سورة الانفال په دې ایت: فاتقوا الله واصلحوا ذات بینکم. کې ‘اصلاح ذات بین ‘ په خپل منځي حالاتو سره تفسیر کړی ده.

د حدیث وروستۍ جمله: ” وفساد ذات البين هي الحالقة” یعني خپل منځي فساد دین ختموونکی ده لکه چاړه چې ويښتان له منځه وړي خپل منځي اختلاف دین او دیني عملونه له منځه وړي، له دې جملې شارحینو دا معنا فهمولې ده چې د خپل منځي اصلاح په برکت دین قائمیږي او دیني عملونه ژوندي کیږي او له دې دا معلومه شوه چې په حدیث کې له روژو، خیرات او لمانځه نه مراد مطلق عملونه دي نه نفلي.

د خپل منځي روغې جوړې د اهمیت، ضرورت او اجرونو په اړه نور هم ډیر حدیثونه راغلي دي، دا کار د امت او مسلمانانو ترمنځ د تفرقې لاره خلاصوي بناء د دې کار مخنیوی ستر اسلامي عمل او دلوی ثواب کار ده، متاسفانه نن د اصلاح ذات البین مهم مسؤلیت ډیرو خلکو کم مهم او یا غیر مهم ګرځولی ده ځکه خو په مسلمانانو کې اختلافات بدبیني او دښمني زیاته شوې ده او همدا تفرقې او لیري والي د امت قوت صفر کړی ده او د نړۍ ایل کوونکی ځواک یې اوبه او ختم شوی ده. خپل منځي روغه جوړه ستر دیني مسؤلیت دی دا دروند مسؤلیت باید هر مومن احساس او درک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x