ټولنیزه برخه

زمری او سترګ وږی مسافر

ډاکټر غنچه ګل ارمان
لیـــــکوال او ژبــاړن
يو خروړی زمری وو چې په ځنګله کې د هيچا سر هم ترې په امن کې نه وو. ټول تاريخ يې له داړلو، څيرلو او وژلو ډک وو. زمري به چې په ځنګله کې چېرته هم ښکار وليد، په يوه منډه به يې ځان ور رساوو.

زمری بالاخره زوړ شو. نور يې نه شو کولی چې په زور د ځنګله حيوانات ښکار کړي. له ځان سره يې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته بايد له چل نه کار واخلم.

زمری لاړ، د يوه رغي ډنډ په مينځ کې ودرېد او په نارو يې پيل وکړ:

ای خلکو راشئ له ما سره د سرو زرو بنګړي دي چې در يې کړم. راشئ چې په يو وار مو نيستي وشکيږي.

يو سترګ وږی مسافر پر لارې تېريده. له ځان سره يې فکر وکړ چې راځه تياره مړۍ ده، چې يو بنګړی هم در كړي، لاس دې پرې چليږي. مسافر زمري ته په ور نزدې کېدو شو، مګر د وېرې احساس يې هم کاوو. زمري ته يې وويل: که درشم خورې خو به مې نه؟
هغه وويل: اوس مې دا کارونه پريښي او توبه مې اېستې. ما په خپل ژوند کې ډېر انسانان خوړلي، اوس دا خيرات د دې له پاره کوم چې له پخوانيو ګناهونو خلاص شم!

مسافر هم چې د سرو بنګړيو ته په زړه کې کرل او رېبل، ور روان شو. په ډنډ چې ور ګډ شو، په خټو کې يې پښې ننوتې. زمري ور ته وويل: ودرېږه چې زه دې له خټو راوباسم. ته په يواځې ځان نه شې ترې وتى.

زمری راغی، مسافر يې له مرۍ ونيو او له خټو يې واېست. خو چې د ډنډ تر غاړې يې رساوو، ساه يې وتلې وه. هلته يې پر ځمکې وغورځاوو او د څو ورځو وږې ګېډه يې پرې مړه کړه!

درس:
څوک چې د ابدي دُښمن په خولې کې روزي لټوي او په تېر ايستونکو ژمنو يې تېر وځي، ډېر ژر به يې کومي ته ولويږي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر بړیڅ احمدی

ها ها ها ها ښه درس دی ټولو ته

masoom afghan

د افغانانو لپاره له عبرته ډکه کیسه ده.
عینن امریکا داسې د زوړ زمري شکل اختیار کړﺉ.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x