نظــر

دنیواکګرو سرتیرو جنایتونه په خپلو کورونو کې

blood_inside_army_hospitalپه تیره لیکنه کې مو دشلمې پیړۍ او دهغې ددموکراسۍ او بشر دحقوقو دداعیانو دوحشت،‎ ظلمونو او تیریو په هکله خبرې وکړې، هغه چې ددموکراسۍ او بشر دحقوقو تر نامه لاندې دنورو ملتونو ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ترپښو لاندې کوي، هغه چې دبشر دحقوقو په نامه دنورو هیوادونو پر حریم تیری کوي او په زرګونو خلک دخوشه یي او زرګونو پونډه بمونو په راغورځولو سره له په وینو کې لت پت کوي، هغه چې دښځو دحقوقو په نامه ښځې لوڅوي او خپلو کورونو څخه یې راوباسي او په عفت او عزت یې تیری کوي.

پدې لیکنه کې ددې خونړیو او وحشی ځناورو سرتیرو په هغو وحشتونو او جنایتونو رڼا اچوو کوم یې چې په خپلو هیوادونو او کورونو په دننه کې ترسره کړي دي، لکه څرنګه چې خونخواري ددوی خوی ګرځیدلی نو دوی په خپلو کورونو او له خپلو دوستانو په مقابل کې هم خپل جنایتونه ترسره کوي.

دا ځناور جنایتکاران وروسته لدې چې دخپل ځناورتوب هغې وروستي پړاو ته رسیږي دانسانانو غوښې په خپلو غاښونو ځیروي، دخپلو خویندو اومینتدو په عفت او عزت تیری کوي، خپل خپلوان او ګاونډیان ویروي، ترڅو یې چې دژوند کړۍ ډیره تنګیږي او په خپله ځان وژنه لاس پورې کوي. درپوټونو پر بنسټ یوازې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ۶۰۰۰ سرتیري چې دافغانستان او عراق له جګړو څخه ستانه شوي وو خپل ځانونه یې وژلي دي او دجګړې له پیله تراوسه په منځنۍ کچه هره ورځ ۱۸ امریکایانو خپل ځانونه وژلي دي. او لدې رپورټ څخه روښانه کیږي چې هر کال په زرګونو له جکړې څخه ستانه شوي سرتیري خپل ځانونه وژني.

همدارنګه رپوټونه له جګړې څخه دراستنو شویو سرتیرو له جنایتونو او په روحی بیماریو دهغوی له اخته کیدو خبرې کوي، دې سرتیرو په دخپلو کورنیو په غړو جنسي او نور جنایي تیري ترسره کړي او له همدې کبله ځنې ډلې منځته راغلې چې له جګړې څخه له راستنو شویو سرتیرو سره له واده څخه خلک منع کوي او یا خویې دې ته هڅوي چې له هغوی څخه طلاق واخلي.

سره لدې چې دامریکا پوځ پدې هکله ددقیقو شمیرو او خبرونو له خپرولو څخه رسنۍ منع کوي او یوازې واړه خبرونه پدې هکله لاسته راځي ولې بیا هم دامریکا دپوځ ځنې رسمي شمیرې ښیي چې له ۲۰۰۲ میلادي څخه تر ۲۰۰۴ میلادي کال پورې ددې سرتیرو له خوا دخپلو میرمنو، خاوندانو او ماشومانو پر وړاندې ۸۳۲ دزور زیاتي پیښې رامنځته شوې دي.

له انګلستان څخه دخپرې شوې اندپندنت درپوټ پر بنسټ دامریکا په شمالي کارولینای کې دپوځ څلورو ښځینه غړو له شپږو اونیو څخه په لږه موده کې خپل میړونه ووژل چې لدې ښځو څخه یې دری تنه په افغانستان کې دامریکا له نظامي ځواکونو څخه وې.

ورته راپور ښیي چې له افغانستان څخه راګرځیدلي کاناډایي سرتیري څو څو ځله په خپلو دریګونو ماشومانو تیری او حمله کړې چې په یوځل یې دهغوی ۱۹ هډوکي ورمات کړي وو.

همدارنګه خپاره شوي راپورونه ښیي چې په افغانستان دامریکایي سرتیرو ترمنځ رواني مرضونه او اختلالات ډیر زیات دي او دا یو له هغې اساسي لاملونو څخه دی چې له کبله یې دا سرتیري په خپلو کورنیو کې جرمونه ترسره کوي.

ډیره دتعجب خبره خو داده چی انډپنډنټ ورځپاڼه ددې راپور له خپرولو وروسته لیکي څنګه کیدای شي له هغو سرتیرو چې خپله په رواني او روحی اختلالاتو او مرضونو اخته دي او حتی دخپلو کورنیو په غړو هم رحم نه کوي دا تمه ولرو چې دوی به دافغانستان دخلکو دنجات او هغوی ته دامنیت دراوستلو به فکر کې وي؟ راپور لیکونکي پوښتي آیا افغانستان دنورو زیاتو امریکایي سرتیرو په لیږلو سره به دا مشکل نور هم زیات نه شی؟

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې دبوستن طبي پوهنتون کورنی تاوتریخوالی دافغانستان او عراق له جګړو څخه دراستانه شويو سرتیرو یو له هغو ترټولو سختو روانی او روحي مشکلاتو څخه وښود، چې دا په خپله ډیره دپام وړ مسآله ده.

له ځان وژنې څخه دسرتیرو دمنع دقانون بنسټ ایښودونکي (جی مورن) دخبرې پر بنسټ هر کال لږترلږه ۱۱۵۰۰۰ سرتیري په ځان وژنه لاس پورې کوي چې دا شمیره دامریکا دټول نفوس ۱۱٪ برخه تشکیلوي.

په ۲۰۰۸ میلادی کال کې رویترز خبری آژانس یو راپور خپور کړ چې پکې له افغانستان او عراق څخه دراستنو شویو سرتیریو ترمنځ درواني ناروغیو دزیاتوالي خبره شوې وه. ددې راپور پر بنسټ د۲۰۰۳ میلادي کال دجنوري له میاشتې څخه د ۲۰۰۷ میلادي کال تر دیسمبر میاشتې پورې په رواني او روحي ناروغیو اخته کسانو شمیره په لاندې ډول ښودل شوې ده:

کال20032004200520062007
پوځ102038456575687610049
سمندري ټوپکیان (میرین)206577137813662114
سمندري ځواکونه216377643701947
هوایي ځواکونه190298511606871
مجموع163250979107954913981

له پورتنیو راپورونو روښانه کیږي چې امریکا او صلیبیان پدې اند وو چې ددې وحشی او ځناورو سپیو په روزنې سره به دوی وکولای شي چې دصلیب په وړاندې به اسلامي مقاومت کمزوری کړي مګر ډیر ژر ددې خطر زنګ ددوی په خپلو غوږونو کې وکړنږید او ویې لیدل چې دا خونخواري ددې ځناورو تلپاتې عادت ګرځیدلی او له جنګ څخه له راګرڅیدو وروسته هم نشي کولای له دې وحشت پرته ژوند ترسره کړي.

دوی له وژنو او  خونخواریو وروسته له ژوند څخه خسته کیږي او په ځان وژنه لاس پورې کوي، په لاندیني تصویر کې دنیواکګرو په یوه نظامي هډه کې دیوه امریکایي سرتیري دجسد پاتې شوني ښکاري چې خپل ځان یې وژلی دی. دایې یوه نمونه ده، دصلیبي نیواکګرو هډې، روغتونونه او کورونه هره ورځ ددې شان بیښو شاهد وي.

موفق افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x