fbpx

څه موده وروسته به سکایپ کې په هره ژبه پوهیږئ

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): له څه مودې وروسته به د سکایپ کاروونکي وکولی شي په هر ژبه پوه شي. مایکروسافټ کمپنۍ د سکایپ له پاره نوې ټکنالوژي باندې کار کوي چې پر اساس به يي هره ژبه د کاروونکي مورنۍ ژبې ته د خبرو پر مهال له ځنډ پرته ژباړل کیږي.

گوردیب پال د سکایپ معاون مشر یوې مرکې کې وویل: «د نورو په خبرو او ژبه نه پوهیدل به نور د تاریخ برخه وگرځي.»

نوموړي زیاته کړه: « څنگه چې له موټر او طیارې پرته لرې پرتو سیمو ته سفر ناممکنه وه او له دې وسایلو سره دغه کار ممکن شو همدا راز به د خلکو په نورو ژبو پوهیدل هم ممکن شي چې راتلونکې نژدې وختونو کې به خلک اوسنۍ وخت د تیاره عصر په نوم ونوموي.»

دغه نوې ټیکنالوژي سکایپ ټرانسلیټر نومول شوی چې په سکایپ کې به استعمالیږي. دغه ټکنالوژي د غږ پوهیدلو ډیره اوچته وړتیا لري.

دغه نوې ټیکنالوژي به د روان کال پای پورې سکایپ کاروونکو ته وړاندې شي. دغه ټکنالوژي به وینډوز۸ او وینډوز ۱۰ کې کارول کیږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې سکایپ ټرانسلیټر خدمتونه به د سکایپ ۳۰۰ میلیونه کاروونکو ته وړیا توگه ورکول کيږي که د پیسو په مقابل کې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د