دیني، سیرت او تاریخ

په قرآن کې اراپوهنه ـ څلورمه برخه

لیکوال: دکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړن: دادمحمد ناوک
• د سيالۍ انګېزه:

 دغه هغه رواني انګېزه ده، چې انسان يې له خپله چاپيرياله اخلي او د مثبتې سيالۍ په پايله کې همدغه انسان د ټولنې د ارزښتونو په رڼا کې د ودې او پرمختګ پوړيو ته رسوي. مثلاً: په اقتصادي يا سياسي برخو کې له نورو سره سيالۍ له سمې لارې يوه ښه سيالۍ ده. قرآ ن کريم هم د الله جل جلا له په لار کې پر پرهيزګارۍ کې او په نورو با ارزښته لاروکې د خپلې کورنۍ او ټولنې په وړاندې پر سيالۍ امر کړى دى، چې په عملي کولو يې هر مؤمن پر خوشالۍ جنت ته لاړ شي.
[…فَاستَبِقواُ الْخيراتِ الي اللهِ مَرْجُعُکمْ جميعاً فينبکُمْ بَما کَنتمْ فيهِ تَخْتَلِفونَ](مايده، ٤٨آية).
ژباړه:… نو په ښو کارونوکې له يو بله وړاندې شئ، د ټولو الله جل جلاله ته  ورتګ دى او د هغه څه (دين) په اړه چې تاسې مخالفت کوئ،درته به ښکاره شي.

• د دينداري انګېزه:

 دغه رواني انګېزه د انسان په فطرت کې اغښلې ده، ځکه چې هر انسان په خپل وجود کې پټ د هغه چا په لټه کې دى، چې دى اودغه نړۍ يې پيداکړې او زړه يې غواړي چې د هماغه پرستش وکړي.  دغه لټه يې په فکر کې کوي او د هرې ستونزې او فشار په وخت کې هغه ته پنا ور وړي. په نړۍ کې ټول عبادتونه او د بېلابېل معبودانو(العياذباالله) شتون، اصلاً هماغه دينداري ده، چې د بشر د نفس په ژورو کې يې رېښې غزولې دي.
دغه د د ينداري د فطري توب موضوع ته قرآن کريم داسې اشاره کړې ده:

ژباړه: نو (اى محمده!) مخ دې د دين لور ته وساته،د الله جل جلاله فطرت کلک ونيسه، هغه (پيداښت يعني فطرت يعني دين) چې خلک يې پرې پيداکړي دي، همدغه پيداښت نه بدلېږي، همدغه نېغ او سم دين دى، مګر ډېر خلک نه پوهېږي. (روم،٣٠آية)

 په پورتني آيات شريف کې الله جل جلا له د انسان په فطرت کې هغه استعداد ښوولى دى، چې په واسطه يې خپل خالق درک او پر يووالي يې اعتراف وکړي. د انسان په فطرت کې د خداى پېژندنې او يو لمانځنې(يکتاپرستى) استعداد شته.د خداى جل جلا له  پرخدايي اعتراف د انسان په فطرت او د اروا په ژوروکې شته. خو په جسم کې د اروا ننوتل او په انساني، دنيوي او ځمکنيوغوښتنوکې يې راګېرېدل د دې باعث شول، چې د انسان په فطرت کې د خداى پېژندنې او يو لمانځنې استعداد په بې پروايي کې را ګيرېږي او له ځينو خو بېخې دغه مسله يو طرفه کېږي او له ايماني دايرې وځي.

 د ژوند په بېلابېلو برخوکې له ستونزو سره داسې مخامخ کېدل، چې بل هيڅ لوري ته مخ نه اوړي او د خداى په نامه چيغې پورته کېږي، له انسان سره  د دينداري د انګېزې په فعالولو کې مرسته کولاى شي.
په داسې ځايو کې بيا انسان الله جل جلا له ته چيغې وهي او د مرستې غوښتنه کوي.الله جل جلاله په دې اړه فرمايي:

ژباړه:ورته ووايه اى پيغمبره! هغه څوک دى چې تاسې د وچې او لندې له تيارو خلاصوي، چې تاسې يې په عجز او زارۍ د زړه له تله غواړئ (دعا ورته کوئ) په پټه او ښکاره، چې که چېرته هغه مو ږ له دې هلاکته خلاص کړي، نو(قسم دى ) موږ به يې شکر ويستونکي شو.(انعام، ٦٣آية)

په قرآن کې د تګلارې انګېزې

 کله انسان په وجود کې نامطلوبه او د اندېښنې وړ انګېزې يا تمايلات حس کوي او  هڅه کوي چې دغسې انګېزې له خپله احساسه او شعوره وشړي، چې کله_کله يې بيا په لاشعور کې ځاى نيسي او په ويلو يا کړنو ترې څرګندېږي. قرآن کريم هغو  انګېزو ته چې د انسان په لاشعورکې شته او هڅه کوي چې ساتنه يې وکړي، خو بياهم ترې کله_کله لفظي تېروتنه کېږي او دغه انګېزه يې ښکاره کېږي، داسې اشاره کوي:

ژباړه:اياهغوى چې په زړه کې يې (د کينې او نفاق) مرض  پټ کړى دى،ګمان کوي، چې الله جل جلا له د دوى پټه کينه د ايمان څښتنانوته نه ښکاره کوي، بلکې ښکاره به يې کړي. او که وغواړو همدغه کسان به در وښيو، ته به يې هرو مرو له علايمو او (قسم دى چې) د خبرو له اړولو را اړولو به يې وپېژنې. الله جل جلاله ته ستاسې ټولو عملونه معلوم دي.(محمد، ٢٩_٣٠آياتونه)

د (شخصيت) د بحث په او ږدوکې به يې ولولئ، چې قرآن کريم د عقل د ناخبرۍ د مکر او عکس العملو په اړه اشارې کړې دي.

اتريشي زيګموند فرويد لومړنى ارواپوه وو،چې د (روانکاوى)  نظريه يې رامنځ ته کړه، مګر له ننه څوارلس سوه کاله وړاندې قرآن کريم د انسان د ناخبرۍ د تګلارې بېلابېلو اړخونو ته اشارې کړې دي.

• د تعارض انګېزې:

 کله_کله انسان د څوانګېزو په منځ کې را بند شي، يوه يې په يوه خوا او بله يې په بله په مقابل لوري کشوي، په داسې حالت کې سړى سراګردانېږي، په شک کې لوېږي او خپل لورى نه شي ټاکلاى، دغسې حالت ته (رواني بندښت)  وايي.

 قرآن کريم د ايمان په وړاندې دغسې رواني بندښت ډېرښکلى انځور کړى دى، په داسې وخت کې انسان ډېر ځورېږي او نه شي کولاى خپل لورى پيداکړي، داسې چې نه پوره مسلمان وي او نه هم پوره په کفر کې ننوتى وي. بلکې په داوړو کې شکي وي.

ژباړه: يواځې هغوى، چې په الله جل جلاله او د قيامت په ورځ يې ايمان نه دى راوړى او په زړونو کې يې شک دى، له تانه له جهاده د پاتې کېدو اجازه غواړي او دغه منافقان به د شک په تيارو کې پاتې شي.(توبه، ٤٥آية)
پاتې شته…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x