افغانستان

«د افغانستان اقتصاد له احتمالي بحران سره مخ دی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د بحران نړیواله ډله وايي چې د افغانستان اقتصاد له احتمالي بحراني حالت سره مخ دی.

دې ډلې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ګډ حکومت په داسې وخت کې د واک واګي په لاس کې واخیستې چې هېواد له خورا سخت اقتصادي حالت سره مخ و.

تر دې وړاندې د ماليې وزارت خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنیزو ناندریو کې ملي بودیجې ته شپږ ملیارده ډالره زیان رسېدلی دی او په ورته وخت کې نږدې پنځه ملیارده ډالره شخصي پانګه له هېواده ویستل شوې ده.

د یادې ډلې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نړیوال باید په اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

د بحران نړیوالې ډلې په ګډ حکومت کې شته مافیاوي کړۍ اوپه فساد اخته کسان هم دې حکومت ته یو بل ګواښ بولي چې باید په وړاندې يې مبارزه وشي.

تر دې مخکې د کابل بانک ناندریزه دعوه بیا راسربېره شوه چې د ملي بانک او کابل بانک دوه پکې ښکېل لوړپوړي کسان په تېښته بریالي شوي دي.

د وروستیو راپورونو په اساس دغه دوه تنه لوړپوړي کسان د مالیې وزارت په همکارۍ او ضمانت خوشي شوي دي، چې د دوی په خبره دې کسانو کوم جرم نه درلود.

یاده دې وي د ګډ حکومت په وړاندې د سلګونو نورو ګواښونو په څنګ کې پر اقتصادي برخه کې هم ګواښونه شته، خو له دې سره جوخت په فرهنګي برخه کې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی یو بل لوی ګواښ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx