نظــر

ملالۍ یوسفزۍ ته ولې د نوبل جایزه ورکوی؟

لیکوال : نوراحمد(صدیقِ)

غربیانویوځل د یوسفزۍ په نوم کتاب ولیکه په دي ټول پوهیږې  چې دهغه  کتاب لیکل د ماشومې یوسفزۍ له توان دومره لوړ وو لکه چي ووایو یو پنځه کلن ماشوم د طب د پونځۍ دیپلوم واخیست، دا نو کله ممکنه ده ،اوس یی یوسفزۍ ته د نوبل جایزه ورکړه فقط ته به وایی چې ملالې یوسفزۍ کشمیر فتح کړی،هو ولې به یی نه ورکوی یوسفزۍ د اوباما مفکورې ته لبیک وایی ، غواړی په هغه قسم ژوند وکړي کوم چې غربیان یی کوي ، دهغه فکر مخالفت کوی دکوم چې غربیان یی کوی ،یوه د نوبل جایزه هیڅ هم نده غربیان کیداشې یوسفزۍ په ډیر څه ونازوي ځکه غربیان په ډیرقیمت داسې څوک نشې پیداکولاي چې دهغوی فکري تګلاره خپره کړي هغه هم په داسې یو تعلیمي محل کې چې هلته ټولې نجونې اوسې او په تعلیم بوختي وي خدای خبر چې نوري به څومره همفکره پیداکړي،
بله  خبره دلته ده  غربیان غواړي چې د ملالې میوندۍ پرځاي د ملالې یوشفزي نوم دخلکوپه زړونو او تاریخ کې ثبت کړي، د کومي ملالې میوندۍ  پرځای ؟ په کال1297 کې تقریبا د نوی کلنو وړاندي خبره ده د انګریزي فوج د میوند په میره کې پروت وو په هر ساز او سامان پوره ، په خوراک څښاک موړ…….. سور اوړ ی و . له آسمان نه اور وریده ،ملک سور تنور وو،کاڼي د ګرمۍ له تاوه چاودل ،هوا سره لمبه وه ،اوبه نه وې او که چیرته کوهی یا چینه وه ،نو په هغې ددښمن قبضه وه .

له پښتنو غازیانو سره اوبه خلاصې شوې وې .له تندې د هر چا ژبې وتلې وې ،مرۍ وچې ،شونډې سپینې تښتیدلې وې ساه ختلي ……… سره ددې ملا تړلي ولاړ و او دا یې غوښتل چې ددین دښمن د مسلمانانود  ازادۍ غلیم له خپل ملک نه وباسي ورک یې کړي . خو ددښمن زور ډیر وو ښخ ناست و او جنګیده اخر په غازیانو تندې ډیر زور وکړ نو داسې ویل کیږی چې غازیانو شا شاته کتل او په شا روان شول .

وروسته ددوی ښځې وې په هغو کې یوه نجلۍ سر هسک کړ او له ځانه سره یې ووې چې: ((دا خو کار خراب شو))دا جینۍ (ملاله)وه (ملاله) له ملي غرور او کلکې پښتو ډکه ،په تلوار د ښځو له منځه راووتله او د غازیانو په لور روانه شوه چې  نژدې ورغله لکه زمرۍ ودریدله او د زړه له اخلاصه یې ناره کړه چې: ((اې پښتنو مېړنو!!)) د هر افغن غازي غوږ ته دا خبره ورسیده او په جنګ کې یې د ملالې لور ته وکتل ،ملالې دزړه له جوشه دا لنډۍ وویله (که په میوند کې شهید نشوي — خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه) دملالۍ دي لنډۍ په افغان غازیانو کې دومره جزبه راوسته کوم چي د میوند په دښته کې انګریزانو سره په جهاد اخته وو، نیږدي وو چې انګریزان په افغان غازیانو برلاسې شی خو د ملالې میوندۍ د دي لنډۍ په ویلوسره په غازیانوکې دومره جزبه راوسته چي په انګریزانو یی رڼا ورځ توره شپه کړه د (ملالۍ) ددې لنډۍ یویو توری د هر غازي په زړه لکه غشی ور ښخ شو .دې چې دا ټپه ختمه کړه سمدستي یې  ((الله اکبر)) وویل ،لکه  د وږي زمري غوندې یې د دوښمن په لور منډه کړه . د ماتو غازیانو د غیرت جذبه په جوش شوه .مات زړونه یې جوړ شول لکه چې مړه را ژوندي شي د هر غازي په رګ رګ کې پښتني وینې منډه وکړه   او د کفاروپه لښکر ورغلل دښمن څه مقابله  وکړه خو دمسلمانانو په خولوکې دالله اکبرنعره وه،مسلمانان چې یوځلې د الله نوم واخلي نو غرونه هم ور ته نه ټینګیږي . اخر دښمن مات شو هغوی به په شا تښتیدل او میړنو غازیانو به وهل ډیر یې مړه کړل او دیرغنیمت ترې ځای په ځای پاتې شوې میوند فتحه شو .malala122

دملالۍ نعري نه وروسته انګریزانو داسې شرمونکې ماتې و خوړه چې تر ننه پوری یی د لمسیانو له یاده نده وتلې، غربیانو له دي نه وړاندي هم د ملالۍ په نوم یوي ښځې ته هغه وخت نوبل جایزه ورکړه کله یی چې دمسلمانانو او مجاهدینو توهین وکړ ،او ویی غوښتل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت نه دي دا د اسلام کلمه لري هغه ملالۍ( جویا ) وه چې د افغانستان د فراه ولایت اوسیدونکې وه. اوس هو  غواړي د هغې ملالۍ میوندۍ پرځای د ملالې یوسفزۍ نوم ثبت کړي کومه چې دانګریزان په ماتولو او دهیواد په ازادۍ کې یې موهم رول درلوده ،دهغو خلکو په زړونو کې چې دملالې میوندۍ نوم ځاي  نیولای هغوزړونوکې د ملالې یوسفزۍ  نوم ځای نشې نیولې،ملاله میوندۍ مجاهده وه، غازې وه ، د آزادۍ اتله وه،هغه د آزادۍ مبارزه وه، اوملاله یوسفزۍ سیکولره ده ، غلامه ده ، دغلامۍ مبارزه ده ،  د ملالې میوندۍ نوم دخلکو زړونوکې داسې ځای نیولې چې دهغي ځاي بل هیڅوک هم نشې نیولی، او په تاریخ کې د ملالې میوندۍ نوم پرداسې ځلانده قلم لیکل شوي چې هیڅ نوم به په تاریخ کې د هغې دنوم ځلا کمه نکړي، هوداسې خلک هم شته چې دهغو په زړونو کې دملالې میوندۍ نوم ، دهغې اتلولي ، دهغې غیرت اوشجاعت ځای نلري ، خود غرب  اتله ملاله یوسفزۍ ، کومه چې دغرب په خوله اتله بلل کیږی د ځینوخلکوپه زړونوکې ځای لری، نو زه به دوی ته داسې ووایم چې ملاله یوسفزۍ د مسلمانانو لپاره خو کله هم قهرمانه او خدمتګاره نشې کیدلای ، د پښتنولپاره به هم کومه قهرمانې ځینې و نه وینۍ ، د پښتنولپاره به یوه بلا او یو شرم جوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx