افغانستان

د کندهار په مرکزي زندان کې یوولس تنه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار په مرکزي زندان کې د زندانیانو او باشیانو څارونکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزیکي نښته شوي چې پکې یوولس تنه زندانیان ټپیان شوي دي.

د کندهار چارواکي هم په مرکزي زندان کې د لفظي شخړې پېښه مني، خو وړاندې وايي چې فزیکي شخړه نه ده شوې.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې د زندانیانو له قانونه سرغړونه کوله او تلیفوني اړیکي يې ښکاره ټینګولي چې څارونکو روسره لفظي شخړه کړې ده.

یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې له لفظي شخړې وروسته فزیکي نښته شوې چې یوولس تنه پکې ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو زندانونو کې له زندانیانو سره د بد چلند له امله د هېواد په سطحه سلګونو زندانیانو خپلې شونډې ګنډلې او اعتصاب يې کړی دی.

د کندهار مرکزي زندان چې د سرپوزي لوی زندان په نامه یادېږي چې تر دوو زرو ډېر کسان پکې بندیان دي.

یاده دې وي د سرپوزي له زندانه طالبانو په ۱۳۹۰لمریز کال کې ترې د تونل په مټ سلګونه پلویان ازاد کړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x