نړۍ

د ایران «پاسداران انقلاب» پر پاکستان د برید ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د ایران د  «پاسدران انقلاب» مرستیال کمانډر افسر بریدجنرال حسین سلامي ګواښ کړی چې که پاکستان پر خپلو سرحدونو د تهران مخالف ګروپونو مخنیوی ونه کړي نو دوی هېواد به په پاکستاني سیمو کې لاسوهنه وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د حسین سلامي د خولې لیکلي چې د  «پاسدران انقلاب» څارګرو ادارو  د ایران مخالف ګروپونو فعالیتونو په ګاونډیو هېوادنو کې تر څارنې لاندې نیولي.

راپور کاږي چې دوی تر هغه وروسته دغه څارنې پیل کړې چې د «جیش العدل» نومې بلوچي سنيانو د ایران په ختیځ بلوچستان ولایت کې د «پاسدران انقلاب» په ګډون زیات شمېر دولتي ځایونه په نښه کړل.

حسین سلامي په وینا دوی د ګاونډي هېوادونو سره د تړونونو ملاتړ کوي خو ددې سخت مخالف دي چې د دوی د هېواد پر سرحدي حریم دې تیری وشي.

نوموړي ویلي چې ایران ددې واک او صلاحیت لري چې که پاکستان د پولې هاخوا د بریدونو مخنیوی ونه کړي نو دوی به د پاکستان دننه د «ترهګرو» د ځپلو لپاره  بریدونه پیل کړي.

په ایران کې اوسمهال د ایراني شیعه سخت دريځه حکومت پر ضد یو شمېر وسله وال ګروپونه فعالیت کوي. ددغو ګروپونو له منځه یو هم جیش العدل دی. جیش العدل په بلوچستان کې د اکتوبر په ۸مه د د ۴ ایراني پوله ساتو ځواکونو د وژنې مسوولیت ومانه.

د بلوچستان ولایت، زاهدان نومې سیمې سره نیږدې تېره اونۍ د یوې جنګي الوتکې د غورځېدو له امله د ایران ۷ پولیس ووژل شول. ایراني رسنیو د راپور په اساس په الوتکه کې یو ایرانی افسر هم و چې سراوان نومې سیمې ته د پوځي عملیانو د څېړنې لپاره هلته تللو.

جیش العدل ددغې الوتکې د غورځولو او همدا راز د پنجشنبې په ورځ ددغې الوتکې د پرزو د پیدا کولو لپاره مرستندویه ټیم یو غړي د وژنې مسوولیت  پر غاړه واخېست.

تر دې وړاندې فارس نیوز ایجنسي د الوتکې د غورځېدو لامل تخنیکي خرابي ښودلی و.

ایران وايي چې جیش العدل او په سیمه کې نور بلوچي ګروپونه د پاکستان څخه پر ایراني امنیتي ځواکونو  او پاسدران انقلاب باندې بریدونه کوي.

په عین حال کې جیش العدل او نور د ایران مخالف ګروپونه ددغه بریدونو لامل د تهران نژادي او مذهبي تعصب ښيي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او پاکستان پر سرحد د روان کال د فرورۍ په ۶مه جیش العدل څو تنو د ایران پوله ساتي ځواکونه وتښتول او ایران تر هغې وروسته پاکستانه ته ګواښ وکړ چې که دغه ډول بریدونو مخنیوی ونه کړي نو دوی خپل پوځونه پاکستان ته لېږلی شي.

پاکستان د ایران «تورونه» ردوي

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران تورونه ردوي او وايي چې دوی هیڅ داسې ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې ترې څرګنده شي، د ایران مخالف ګروپونه پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده تسنیم اسلم ویلي چې ایران په دې اړه چې ایران مخالف ګروپونه په پاکستان کې دي هيڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

نوموړې زیاته کړې چې په ایران حملې د ایران دننه څخه کیږي او پاکستان کې یې هيڅ پټنځای نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x