افغانستان

فراه کې ۴ ښځې په مرموز ډول وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ ولایت فراه کې ۴ ښځې په مرموز ډول وژل شوي.

د فراه ولایت څخه را رسېدلي راپورونه کاږي چې وژل شوې ښځې ویشتل شوي او تېره شپه د دغه ولایت دولتي روغتون ته يې جسدونه راوړل شوي.

امنیتي چارواکي وايي چې دغه څلور ښځو په یوه «غیر اخلاقي» پروګرام کې تر ګډون وروسته د فراه ښار په ګورجي نومې سیمه کې د لارې پر سر ووژل شوې.

د فراه ولایت چارواکو په دې اړه چې د« غیراخلاقي» پروګرام چیرې او د چا لخوا ترتیب شوی و، څرګندونې نه دي کړي.

همدا راز ددغه ولایت مسوولینو په دې اړه هم څرګندونې نه دي کړي چې د بداخلاقۍ اډه یې بنده کړې او که اوس هم چلیږي.

ددغه ولایت امنیتي سرچېنې کاږي چې د وژل شوو ۳ ښځو عمرونه د ۲۵ تر ۳۰ کلونو دي او یوه ښځه زړه ده.

سیمه ییزو چارواکو هم د پېښې تایید کړی خو ددغو وژنو اړه یې هیڅ جزییات نه دي ورکړي.

یو شمېر کسان وايي چې ددغو بداخلاقو پرواګرامونو او بیا ددغو ښځو د وژنو چې د پیسو په بدل کې بداخلاقي کوي تر شا د چارواکو لاسونه وي.

تر دې مهاله هیچا د دغو ښځو د وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی او نه هم ددغو وژنو په تور څوک نیول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x