افغانستان

امريکايي مؤسسې د افغان ښځو د ازادۍ لپاره ۲۱۶ ميلونه ډالر منلي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د امريکا نړيوالې مرستندويې مؤسسې «يو ايس ايډ» ژمنه کړې، چې د افغان ښځو د ازادۍ او پرمختګ لپاره به دوی سره ۲۱۶ ميليونه ډالره مرسته کوي.

يو ايس ايډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې به د زرګونو افغان ښځو د ازادۍ، کورني برلاسي او سياسي چارو کې د پرمختګ او ليډرشيپ ته د رسيدو لپاره کارول کيږي.

خپرپاڼه زياتوي، چې ۷۵ زره ځوانې ښځې به له دغه پروګرامه ګټې ترلاسه کوي او د دې پنځه کلن پروګرام په مرسته دوی کوښښ کوي، چې زرګونه افغان نجونې، په کورني، ټولنيز او سياسي ژوند کې ازادي او پرمختګ تر لاسه کړي.

ويل کيږي، چې د ښځو د پرمختګ دغه پروګرام د بريا په صورت کې به دوه سوه ميليونه ډالر نورې مرستې هم کيږي او دوی به خپلو دغو پروګرامونو ته دوام ورکوي.

د نوموړې مؤسسې عمومي مدير بيل هامينک وويل، چې د دې پروژې ډېری برخه به پر نجونو او ځوانوښځو مصرفيږي او بنسټيزې موخې به يې سياسي، کورني او ټولنيزو چارو کې د ځوانو ښځو پرمختګ او ازادي وي.

د پېښو څارونکي وايي، چې دغسې پروژې د افغان ولس د اساسي غوښتنو، ديني او ملي ارژښتونو خلاف دي او دا پروژې به ډېرې ناوړه پايلې ولري.

دغه مؤسسې خپلې پروژې سياسي او ټولنيزو چارو کې د پرمختګ لپاه کاروي، دا په داسې حال کې، چې اوس هم ډېری ښځې، نجونې او ماشومان د ژوند له اساسې اسانتياوو بې برخې دي او د افغان حکومت په ګډون نړيوالې مؤسسې خپلې پروژې د سياسي او خپلو نورو ګټو لپاره پرمخ بيايي.

د حشمت نويد په نوم د يوې لويديځې مؤسسې کارکوونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې د دغو انجوګانو بهرني او باوري کورني کارکوونکي د لوديځو هېوادونو د استخباراتي ګټو لپاره کار کوي او دی په خپله د دغسې پېښو شاهد دی.

د نقيب الله په نوم د يوناما يو بل پخوانی افسر وايي، چې «د يوناما لنډ نوم د سياسي او استخباراتي کړيو مرکزي دفتر دی او ډېری پروژې يې د افغان ولس د ديني او ملي ګټو پر ضد دي».

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو «UNHCR» يو لوپوړی کارکوونکی د نوم نه څرګندولو په شرط وايي، چې «UNHCR»، يو ايس ايډ او يونيسيف په ګډون ډېری مؤسسې د افغانانو د عامه ګټو پر خلاف فعاليتونه کوي.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او د پلان پخواني وزير ډاکټر مضان بشردوست د وزات پر مهال اعلان کړی و، چې شاوخوا دوه نيم زره بهرنۍ مؤسسې بې ګټې او د افغانستان د ګټو پر ضد دي او دی غواړي دغه مؤسسې وتړي، مګر هغه مهال بهرنيو سفارتو پر پخواني ولسمشر کرزي فشار راوړ او د هغه فشار په نتيجه کې ډاکټر بشردوست له دغه وازرته لرې کړای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x