نړۍ

سوریه کې یو ایرانی جنرال وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ایراني رسنۍ وايي چې ددغه هېواد مهم پوځي ځواک «باسیج» یو لوړ پوړی جنرال جبار درسیاوی تېره پنجشنبه په سوریه کې د بشار الاسد مخالفو ډلو سره په جګړه کې وژل شوی.

راپورونه وايي چې نوموړی د سوريې د حلب ښار په حندرات نومې سیمه کې وژل شوی.

ایران چې په سیمه کې د روس سربېره د یو شمېر لویدیځ هېوادونو د ملاتړ څخه برخمن دی د شیعه ییزم لپاره د بشارالاسد رژیم هر اړخیز لاسنیوی کوي.

اوسمهال زرګونه ایراني پوځیان او پاسدران انقلاب د بشار الاسد سره اوږه پر اوږه د سوريې د ولس سره جنګیږي.

د سوريې خبریالانو ګروپ (مراسل سوري) ددغه وژنې تصدیق تر څنګ ویلي چې جنرال جبار د سوريې په حلب ښار کې په یوې جګړه کې وژل شوی. دغه ګروپ ویلي چې جنرال جبار د «پاسدران انقلاب» پخوانی جنګیالی و او د عراق او ایران په جګړه کې هم جنګېدلی و.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۳ز کال کې د لومړي ځل لپاره د ایران د «پاسدران انقلاب» ځواکونو جنازې چې په سوریه کې وژل شوي وو، عکسونه او ویډيوګانې يې رسنیو کې خپاره شول.

دا په داسې حال کې چې د تلې په ۲۰مه ایراني رسنیو راپور ورکړ چې ۵ افغانان او ۱۰ ایرانیان چې د بشار الاسد په ملاتړ سوريه کې دجهادي ډلو پر لاسو وژل شوي وو، د ايران قم ښار کې خښ شول.

تر دې وړاندې امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال په خپل راپور کې ويلي و، چې ايراني امنيتي چارواکي ايران ميشي افغانان سوريې ته د اسد رژيم د ملاتړ په موخه د جګړې ډګر ته لېږي.

په راپور کې راغلي و، چې ايران دغو افغانانو ته د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر ورکوي او ايران کې د دايمي استوګنې او روغتيايي اسانتياوو ډاډ ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر بړیڅ احمدی

د ایران- سوریی- امریکا او یهودو پلانونه او کړنی په محالفت کی نه دی – او په ظاهره منافقت کوی او ځان د مسلمانانو ټیکه دار بول

مرګ پر ایران او د هغوی پر لاسپوسو چی هر چیرته وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close