اوښ د کوکاکولا لپاره خپل مالک وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): میکسیکو کې د یو ژوبڼ مالک چې اوښ پرې له ډیرې غوصې کښیناست خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه اوښ ته يې مالک هره ورځ کوکاکولا ورکوله چې نن يې د نه ورکولو په خاطر دغه اوښ غوسه شو او خپل مالک يې تر گونډو لاندې کړ.

البرتو د مکسیکو لویدیځ ښار «تولوم» د ښاروالی ویاند وویل: «یو اوښ د پارک مالک وژلی. داسې ښکاري چې د دې قتل اصلي لامل کوکاکولا ده چې هره ورځ دغه اوښ ته ورکول کیده خو په هماغه ورځ د بڼ مالک دغه اوښ ته کوکاکولا نه ده ورکړې چې همدغه د اوښ غوسه پارولې او د بڼ مالک يي وژلی.»

نوموړي زیاته کړه:«لومړی دغه اوښ د بڼ مالک ته خوله اچوي او بیا یې یوې قوي لغتې سره چپه کوي. له چپه کولو وروسته دغه کس باندې کیني چې هغه کس د اوښ وزن په مقابل کې مقاوت نشي کولی او خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د ژغورنې ډلې کوښښ کړی و چې د رسیو په وسیله دغه اوښ له هغه کس څخه لرې کړي خو له هغه څخه مخکې دغه اوښ خپل ۷۰ کلن مالک وژلی و.

تر اوسه پورې د دغې وژنې اصلي لامل کوکاکولا بیان شوی خو څیړنې لا هم روانې دي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د