نړۍ

ایران تر ګواښ وروسته له پاکستان سره پر پولې شخړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د ایران ساتندوی ځواک «سپاه پاسداران انقلاب» ځواکونو لخوا پر پاکستان د برید ګواښ لا یوه ورځ نه ده وتلې چې ایراني ځواکونه په یو برید کې د پاکستان یو پوله ساتی عسکر وژلی او لږ تر لږه ۳ نور يې ټپیان کړي دي.

د ډان نیوز پاکستاني ورځپاڼې د راپور په اساس شاوخوا ۳۰ ایراني پوځيان نن د جمعې په ورځ ۲ کیلومتره وړاندې د پاکستان حدودو ته ننوتل او امنیتي ځواکونه یې په نښه کړل.

راپور کاږي چې په برید کې یو عسکر وژل شوی او لږ تر لږه ۳ نور ټپیان شوي دي.

ډان نیوز د ځینو سرچینو له خولو لیکلي چې ایراني پوځيانو د پاکستان – ایران په پوله پرتې سیمه نوکنډی کې ځايي خلک وهلي ټکولي دي.

تر دې وړاندې ایران پر پاکستان د برید ګواښ کړی و.

د ایران د پاسداران انقلاب یو لوړ پوړي مشر برید جنرال حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې ویلي و چې که پاکستان د ایران مخالف ګروپونو مخنېوی ونه کړي، دوی به د پاکستان دننه بریدونه وکړي.

نوموړي ویلي چې ایران د دې واک لري چې د پاکستان دننه د ایران مخالفو ډلو د ځپلو لپاره بریدونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او پاکستان پر سرحد د روان کال د فبرورۍ په ۶مه جیش العدل څو تنو د ایران پوله ساتي ځواکونه وتښتول او ایران تر هغې وروسته پاکستانه ته ګواښ وکړ چې که دغه ډول بریدونو مخنیوی ونه کړي نو دوی به د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره پاکستان ته ځواکونه ولیږي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران تورونه ردوي او وايي چې دوی هیڅ داسې ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې ترې څرګنده شي، د ایران مخالف ګروپونه پاکستان کې مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x