ورزش

په خوست کې د کرکټ نړیوال لوبغالي کار پیل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د خوست لوبغالي کار چې د جرمني په مالي مرسته د ۷۰۰.۰۰۰ یورو په لگښت په ۲۵ هکتاره ځمکه کې چې د ۶۰۰۰ کسانو د ناستې وړتیا به لري پرون یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو په رسمي توگه پیل کړ.

دغه غونډه چې د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په وینا پیل شوه نورو لوړ پوړو چارواکو هم په کې گډون درلود.

عبدالجبار نعیمې په خپلو خبرو کې وویل چې خوست ولایت له استعدادونو ډک دی او د نوي لوبغالي جوړیدل به دغه استعدادونو ته نوره هم وده ورکړي. نوموړي په دغه برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ هلې ځلې وستایلې او وي ویل چې د دوي له هلو ځلو پرته په خوست کې نړیوال لوبغالي لرل ناشونې وه.

له نعیمي څخه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوې رئيس نور محمد مراد وویل چې دغه ولایت کې د نړیوال لوبغالي په جوړولو سره د کرکټ نور ډیر استعدادونه به هم راپورته شي چې ملي ټیم ته د ښو استعداد لرونکو لوبغاړو استولو لاره به هواره شي.

د غونډې په لړ کې کرکټ بورډ او ځینې نور دولتي چارواکي هم د خوست خلکو او کرکټ بورډ ادارې ته د دغه سترې لاسته راوړنې مبارکې وویله او دغه کار يي د ورزش د پرمختگ لپاره گټور وباله.

دغې غونډې کې افغانستان کرکټ بورډ ځینو چارواکو ته چې په دې برخه کې يي ډیرې هلې ځلې کړې وي ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

هیره دې نه وي چې خوست ولایت همیشه ملي لوبډلې ته ډیر تکړه لوبغاړي ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x