افغانستان

حنیف اتمر د دیني مدرسو د تړل کېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغان په ګډ حکومت کې د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر په سویلي اسیا کې د دیني مدرسو د تړل کېدا غوښتنه کړې. اتمر ویلي، په سویلې اسیا کې دې ټولې هغه مدرسې وتړل شي چې «توندلارېتوب» خپروي. اتمر دا نه دي په ډاگه کړي چې کومې مدرسې «توندلارېتوب» او کومې «منځلاري» خپروي.

د افغانستان په ټولنه کې چې ۹۹٪ یې مسلمانان دي او ډېری وګړي يې یوازې دیني علومو ته د «علم» په سترګه ګوري، په تېرو دیارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ملي امنیت سلاکار په کچه دې یو چارواکی دغسې څرګندونې وکړي.

اتمر چې له کابله یې هند کې یوې ناستې ته ویډیو وینا کوله زیاته کړې چې دیني مدرسې د ترهګرۍ مهم مرکزونه ګرځېدلي دي چې د دولتي او نادولتي لوبغاړو له خوا په ناسم ډول کارول کېږي. حنیف اتمر دا هم په ډاګه نه کړه چې له «دولتي او نادولتي» لوبغاړو یې موخه څوک دي.

اتمر وېره څرګنده کړې چې سیمه د پنځو ډلو له خوا تر ګواښ لاندې ده. ده د افغان طالبانو په ګډون د پاکستاني طالبانو، لشکر طیبه، القاعده، اسلامي دولت او چینايي او د منځنۍ اسیا ځینو ډلو یادونه کړې ده.

اتمر زیاته کړې چې نوی ایتلافي حکومت به راتلونکې اوونۍ له پاکستاني چارواکو سره وګوري او په دې تړاو به د هغوی مرسته وغواړي.

حنیف اتمر په لوړپوړیو افغان چاراکیو کې یوازینی کس و چې له امریکا سره یې د لانجمن امنیتي تړون لاسلیکېدا ته غاړه کېښوده. د ده په تړاو ویل کېږي چې پر افغانستان د کمونیستي واک پر مهال هم د خلق ګوند غړی و. خلقیان په افغانستان کې په دین ضد کړنو کې ډېر مشهور دي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو په څېر د معیاري دیني مدرسو نه شتون د دې لامل شوی چې افغانان د ربړو په زغملو سره د ایران او پاکستان دیني مدرسو ته مخه کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزی حکومت په لومړیو کلونو کې په پکتیا ولایت کې د «سید جمال الدین افغان» په نامه د یوې دیني مدرسې ژمنه شوې وه چې د حکومت تر پایه سر ته ونه رسېده. سربېره پر دې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې د افغانستان حج او اوقافو وزارت او په کابل کې د سعودي سفارت موافقه وکړه چې د ۲۰۱۳ په ډسمبر کې به د کابل په مرنجان تپه کې یو ستر دیني تحقیقاتي مرکز ورسره جومات او صحي مرکز د یاد هېواد په مالي مرسته جوړ شي. د دې مدرسې کار هم د یوه کال په تېرېدو نه دی پیل شوی.

ویل کېږي چې د سعودي له خوا د مرکز د جوړېدا پر لار د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې یو شمېر کړیو خنډونه جوړول. ځینو شیعه ډلو د یاد مرکز جوړېدا د شیعه ییزم پر لار ګواښ گڼلی و.
د اتمر د پورته څرگندونو په اړه تر اوسه د دینو مدرسو علماوو غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

اسرائیلیان دمسلمانانانو قبله وترله اتمر پر مسلمانان دینی مدرسی تری

ډاکتر بړیڅ احمدی

زه فکر کوم چی دا کار د مجاهدینو لکه صیاف په غوښتنه شوی یی

Ghafoor

Atmar was , is and will remain a former loyal son of Linenn
It is not surprising and may Allah break his second leg too

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x