نظــر

آیا طالبان او مجاهدین ریښتیا هم د پاکستان غلامان دي (دوهمه برخه)

taliban_fighters_in_snowتیر ځل مو له حزب اسلامي سره د پاکستان خیانتونه او دوښمنۍ یادې کړې دا ځل به د طالبانو او پاکستان په اړیکو خبرې وکړو .

د طالبانو د رامنځته کیدو له هماغه لومړیو شپو ورځو پاکستان د امریکا په مستقیمه لار ښونه له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې او د هغوی مرسته ېې پيل کړه ځکه هغوی غوښتل د مدرسو له پاکو خو بې تجربې طالبانو سیاسي ګټې پورته کړي او د خلکو په منځ کې د طالبانو له محبوبیت څخه په ګټې اخیستو

له هغوی د مجاهدینو او د شمال د ټوپک سالارانو په لمنځه وړلو کې کار واخلي او د ظاهر شاه یو ځل بیا واکمنۍ ته لار هواره کړي .

شایدستاسو به هم په یاد وي تر هغې چې طالبانو کابل نیولئ نه ؤ لودیځو رسنیو خپل ټول تبلیغات د طالبانو په ګټه کول له همدې امله  تر کابله طالبان له کوم ځانګړي مقاومت سره مخ نه شول او چې کله طالبان د کابل پولو ته ورسیدل او د حزب اسلامي په ځای د کابل رژیم سره ښکر په ښکر شول د بي بي سي او نورو لودیځو رسنیو ټول تبلیغات د ظاهر شاه واک ته رسولو لپاره ؤاو نور طالبان د رباني له نظره هم د رحمت ملایکې نه وې، حتې ټولو خلکو دا فکر کاوه چې طالبان کابل ونیسي په هماغه لومړئ ورځ به ظاهر شاه واک ته رسي حتې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ظاهرشاه له روم نه د افغانستان لور ته د راتګ په حال کې دئ .

خو کله چې طالبانو کابل هم ونیو لودیځ وال پوه شول چې تیروتلي او طالبان دومره ساده هم نه دي چې د پخواني شاه واک ته رسیدو لپاره خپلې وینې او قربانۍ ورکړي هماغه ؤ چې له طالبانو سره د لودیځ دوښمني هم پیل شوه .

 لودیځ د مخالفې شمالي ټلوالې په پیاوړي کولو سره د جګړې موازنه برابره وساتله او د خپل دوهم پروګرام لپاره ېې په پلانونه پیل وکړ .

که تاسو د( مسعود ملي اتل که ملي خاین) په نوم د جنرال صافي کتاب وګورۍ د هغه وخت ډیر رازونه به درته بربنډ شي . د طالبانو د واکمنۍ په دوهم او دریم کال په امریکا کې د راتلونکي حکومت په اړه له ټولو هغه کسانو سره غونډې جوړیدې چې د کرزي په انتقالي حکومت کې د کابینې غړي شول یعنې دا چې په افغانستان د امریکا د برید پلان د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر له پيښې کلونه وړاندې جوړ شوئ ؤ .

امریکا نه غوښتل د طالبانو په پیاوړي کولو کې ېې شوي مصارف  هم بې ځایه لاړ شي او دا چې د طالبانو د حکومت لپاره ېې بل مناسب بدیل نه درلود جګړه ېې داسې مدیریت کړه چې یو لورئ هم نهايي بریالیتوب ته ونه رسي بلکې جګړه اوږده شي له همدې مخې ېې له یوې خوا د پاکستان په مرسته طالبان پیاوړي کول او له بلې خوا ېې شمالي ټلواله .

که مو په یاد وي طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال یوه په وسلو او مهماتو بار الوتکه په قندهار کې کوزیدو ته مجبوره کړه او دا هغه وسلې وې چې شمالي ټلوالې ته لیږل کیدې . شمالي ټلوالې هغه فلم په ملي تلویزون خپور کړ چې روسانو ورته په یوه ورځ له ډیرو وسلو او مهماتو سره یو ځای سل جنګي تعرضي زغره وال ټانګونه ( ماشین محاربوي )ورکړل .

اوس به راشو خپل اصلي بحث یا د طالبانو او پاکستان اړیکو  ته !

کله چې د امریکا په برجونو د القاعدې د برید سناریو جوړه شوه او په طالبانو د امریکا بریدونه پیل شول د طالبانو په وړاندې د پاکستان اصلي څیره هم راڅرګنده شوه . پاکستان چې تر پرونه ېې د طالبانو په ملاتړ کې له امریکا مرستې تر لاسه کولې نن ېې نه یواځې د طالبانو  راپرځولو لپاره امریکا ته خپلې لوې هوايي اډې ورکړې او په افغانستان د برید لپاره ېې خپله خاوره او ټول امکانات د امریکايي عسکرو په واک کې ورکړل بلکې په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر په ګډون ېې په زرګونه هغه طالبان چې په پاکستان کې میشت ؤ امریکايي عسکرو ته په ډیر سپک او وحشي ډول وسپارل .

پاکستان نه یواځې په امریکا طالبان او د عرب مجاهدینو نوامیس وپلورل بلکې د پيسو په مقابل کې ېې خپل ناموس یعنې پاکستانۍ ستر منې میرمنې هم د امریکا غیږې ته ورواچولې .

پاکستانۍ ډاکتره عافیه صدیقي اوس هم د امریکایانو په زندان کې شپې تیروي .

پاکستان د طالبانو او افغانستان په وړاندې داسې جنایتونه وکړل چې هیڅ کله به هم د چا له یاده ونه وځي .

همدا لامل ؤ چې د پاکستان د همدې جنایتونو په وړاندې د هغوی خپل ملت راپورته شو هغه کسان چې ورته پاکستاني طالبان ویل کیږي له افغان طالبانو اومجاهدینو سره د پاکستان حکومت د دوښمنیو زیږنده دي .

تاسو د آی ایس آی پلیده او کرغیړنه څیره د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسعود له خوا د کرنیل امام د وژلو په ویدیو کې د هغه دوینا پر مهال هم لیدلئ شئ چې په انټرنیټ کې شتون لري  .

پاکستان د طالبانو د زرګونو غړو تر څنګ د هغوی مهم قوماندانان هم ونیول او یاېې شهیدان کړل .

استاد یاسر چې اوس هم د پاکستان په بندي خانو کې لا درکه دئ زموږ د خبرې ثبوت دئ .

طالبان هغه څوک د پاکستان په غلامۍ تورنوي چې په خپله ېې د امریکا او کفري نړۍ د غلامۍ کړۍ په غاړه کې اچولې ده .

هغوی دې ته پام نه کوي چې د کرزي او پاکستان حکومتونه د طالبانو لپاره د یوه خره دوه غوږونه دي چې دواړو د مادي ګټو تر لاسه کولو لپاره خپل هرڅه حتې ضمیر او وجدان هم په امریکایانو د پيسو په بدل کې پلورلئ دئ .

همدا طالبان دي چې همدا اوس هم د پاکستان په وړاندې جنګیږي دا کومه وړه خبره نه ده، د رسمي شمیرنو له مخې د طالبانو او پاکستان په جګړو کې تر اوسه تر ۳۵ زرو زیات کسان وژل شوي دي خو هغه کسان چې په طالبانو د پاکستان د غلامۍ تور لګوي تر اوسه ېې د کوم پاکستاني فوځي پوزه هم نه ده وینې کړې .

تر هغې چې طالبان د پاکستان او امریکا له ګټو سره ډیر په ټکر کې نه ؤ په افغانستان کې د امریکا د لوبې اصلي مهره ښاغلئ کرزئ صاحب او داسې یو شمیر نورو هم نه یواځې د طالبانو په صف کې شتون درلود بلکې لوېې لوېې چوکۍ ېې هم په واک کې وې .

خو چې کله طالبانو د امریکا او د هغې د غلامانوپه ضد سنګر ونیو ډیر زر د خدای ج او د شیطان لاریوان سره بیل شول .

ضمیر پلوري خو په مجاهدینو د امریکا د غلامۍ تور هم لګوي خو د عقل کوم څښتن به یو د بل وینو ته تږي دوښمنان یو د بل لاس پوڅي وګڼي .

دې ته مو هم باید پام وي چې امریکا د طالبانو په وړاندې له وسله  والې جګړې سر بیره سخته تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې ده ،او طالبان بې چاره ګان هیڅ ډول تبلیغاتي ارګان نه لري چې په خپل وخت خپل ځواب ووايي .

د امریکا بدنامې ادارې بلک واټر تیر کال اعلان وکړ چې دوی د طالبانو په جامه کې په افغانستان کې څلور زره غلامان لري او آی ایس آی هم د طالبانو تر پوښښ لاندې په افغانستان کې د ورته شمیرې لاسپوڅو درلودلو وویل .

که په افغانستان کې د عامو خلکو په منځ کې چاودنې کیږي او بیا ېې سم لاسي پړه په فدايي طالبانو وراچول کیږي د عقل خاوندان پوهیږي چې دا د چا کار دئ په تیره دا چې امریکایان د طالبانو د ویندویانو تلیفوني شمیرې او حتې انټرنیتي سایټونه هم هک کړي او رسنیو ته د هغوی له خوا د پيښې مسئولیت په غاړه واخلي .

ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي په وار وار رسنیو ته ویلي چې امریکایان د دوی تلیفوني شمیرې او سايټ هک کوي او له همدې شمیرو رسنیو ته د پیغامونو په لیږلو سره د پيښو مسئولیت په غاړه اخلي .

که لږ په دې اړه غور وکړو د عامو خلکو اصلي قاتلین او وژونکي پيژندلئ شو .

طالبان په افغانستان کې کوم ځانګړئ یونیفورم نه لري او هر څوک چې وسله واخلي او مخ وتړي د طالب اطلاق پرې کیږي برابره خبره ده که هغه د بلک واټر (زي سرویس)یا هم آی ایس آی لاسپوڅي وي او یا هم ریښتیني ولسي مجاهدین یا طالبان وي .

والسلام علیکم ورحمة الله

ډاکتر عماد الدین پژمان

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x