ورزش

ویسټ انډیز د روانو سیالیو لړۍ نیمگړې پریږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ویسټ انډیز لوبغاړي خپل کرکټ بورډ سره د میاشتنۍ تنخواه پر سر مخالف شوي دي چې په همدې اساس به د سیالیو دغه لړۍ نیمگړې پریږدي او بیرته به خپل هیواد ته ستانه شي.

د هندوستان کرکټ بورډ سیکرتر سنجې پټېل وویل چې دوي د ویسټ انډیز لوبغاړو له دې فیصلې څخه هم حیران دي او هم افسوس کوي. د نوموړي په وینا د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د دې مسلې حل کې پاتې راغلی چې له امله يي هندوستان سره د سیالیو لړۍ اغیزمنه شوې ده.

هندوستان کرکټ بورډ په وینا د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ دغه کمزوري هغوي دې ته اړ کړي چې په راتلونکې کې له ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره پر خپلو اړیکو بیاکتنه وکړي.

هندوستان کرکټ بورډ ویلې چې دوي ویسټ انډیز لوړ پوړو چارواکو ته هم په دې اړه لیکلې پیغامونه لیکلې خو هغوي بیا هم خپل دغه معاهده سرته و نه رسوله.

دغه ادارې ویلې چې په دې اساس به ټولې قانوني لارې وازمويي او د کرکټ نړیواله اداره به په دې اړه فیصلې ته اړ کړي.

د نننۍ لوبې پچې اچولو وخت کې د ویسټ انډیز لوبډل مشر ډیواین براوو وویل چې دا لوبه به د هندوستان سره وروستۍ لوبه وي.

ټاکل شوې وه چې د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ پنځه یوه ورځنۍ، یوه شل اوریزه او درې ټیسټ سیالۍ شوې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x