نظــر

د قدیر فطرت مدافع وکیل ته

abdul_qadeer_fitratکرزی او امریکایان بیا سره برګ شوي دي ، نه پوهیږو چې په رښتیابه یې هم جنجال ته اراده وي او که هسې به د منډیي دټګانو غوندې زرګري جنګ تمثیلوي ، خو هغه څه چې مطبوعاتو ویلي دادي چې دا ځل یې خبره دافغانستان دمرکزي بانک دپخواني مشر عبدالقدیر فطرت په سر سره ورانه کړې ده ، څوک چې دکابل په ډالر بازار کې تر څو غوښنو شوړو وهلو وروسته امریکا ته په تیښته بریالی شوی دی .

قدیر فطرت چې پخوانی جمعیتی دی او درباني صاحب په تنظیم شاهي کې یې هم  په همدې څوکۍ کار کړی دی ، دکرزي په وینا د نورو مالي ډنډو لړلو ترڅنګ دکابل بانک په بحران کې اصلي مسؤل او مجرم دی ، چې باید محاکمه شي ، هغه تورونه چې په قدیر فطرت پورې دبیلابیلو اړخونو لخوا تراوسه ویل شوي په لاندې ډول دي .

ـــ کله چې زړې افغانۍ په نویو تبادله کیدلې ، فطرت په شمالي افغانستان کې ددې تبادلې عمومي مسؤل وو ، نوموړی له خپلې شبکې په استفاده توانیدلی ، چې جنبشۍ پیسې دغه راز هغه یوشمیر افغانۍ چې د ( د ـ ی ) په شماره ایران خپلو وحدتي اجیرانو ته چاپ کړې وې ، په نیمه بیه تبادله کړي ، مګر حساب یې دپوره تبادلې ورسوي اوپه دې توګه میلیونونه افغانۍ دځان کړي .

ـــ د زړو افغانیو دله منځه وړلو په مهال کله چې فطرت په مرکزي بانک کې لوړپوړۍ مسؤل وو ، په بوجیوبوجیو زړې افغانۍ یې دسوزولو په نیت له بانکه ایستلي ،اوپرته لدې چې له منځه یې یوسي ،دخپل دلالانو په لاس یې دوباره بانک ته راوړې او تبادله کړې یې دي .

ـــ په تیرو څو کلونو کې چې نوموړی دافغانستان بانک رئیس او دافغانستان دبانکي سیستم لومړنی مسؤل وو ، په خپله وظیفه کې یې نه توجیه کیدونکی غفلت کړی دی ، چې له امله یې کابل بانک له سقوط سره مخ شوی او دعامو افغانانو په میلیونونو سرمایه دله منځه تلو له ګواښ سره مخ شوې ده ، ددې مسئلې په باره کې ویل کیږي چې کابل بانک چې له تیرو دریو کلونو راهیسې د ۹۰۰ ملیونو ډالرو قرض دبې مورده ورکړې له امله مخ په ځوړ روان وو ، په پرلپسې توګه یې فطرت ته رشوت ورکاوه ، ترڅو یې په رسمي توګه اعتبارپه ( ۲ درجه ) کې وساتي او شړیدلی حالات یې رسوا نه کړي .

ـــ همدا اوس دافغانیو داعتبار دساتلو لپاره په هرو پنځلسو ورځو کې تقریبا د ۱۵ میلیونه ډالرو معادل افغانۍ دافغانستان بانک لخوا له بازار څخه اخیستل کیږي ، دقدیرفطرت په اړه تور دی ، چې په دې برخه کې یې هم منظم خورد وبرد کړی ، او له ځینو معلومو صرافانو سره په توافق یې دپیسو پټولو ته لاره هواره کړې .

لوړ او داسې ځینې نور الزامونو هغه څه دي ، چې په بنیاد یې قدیر فطرت ددې وړ بلل کیږي ، چې باید دمحاکمې میز ته ودرول شي ، دتیرې یک شنبې په ورځ حامدکرزي وویل چې له امریکایې غوښتي چې دغه ډالر تښتونکی چې اوس په امریکا کې اوسي ، بیرته دده حکومت ته وسپاري ، ترڅو ورسره حساب وشي .

خو په کابل کې دامریکا سفیر راین کراکر دکرزي دخبرو په سبا دنوموړي غوښتنه تر ژبې لاندې بې معنی وبلله ، او ویې ویل چې دا کار ورته ځکه شونی نه بریښي چې دافغانستان او امریکا ترمنځ دمطلوبو کسانو د سپارلو کوم سند یا موافقت نامه نه ده امضاء شوې .

کراکر ته ددې خبرې په اړه باید ووایو چې صاحبه ! ( عجب ښه دې راپام کړل ، خبره دې سمه ده چې دامریکا او افغانستان ترمنځ د مطلوبو کسانو دتبادلې تړون نشته ، نو ځکه دې دافغانانو دشتمنیو لوټمار قدیر فطرت هم په امریکا کې سرې سترګې ګرځي ، مګر دا ووایه چې آیا لس کاله وړاندې ستاسو او دطالبانو ترمنځ د مطلوبوافرادو دتبادلې کوم سند موجود وو ، چې په بناء یې تاسو دواړه پښې په یوه موزه کې منډلې وې ، او له ړانده او کاڼه دریځه مو د اسامه او دهغه دملګرو غوښتنه کوله ؟؟؟؟؟

فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (الایة)  

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x