ورزش

هندوستان ورستنۍ لوبه کې یو ځل بیا ویسټ انډیز څملاوه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن د جمعې په ورځ شېبه وړاندې د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ څلورمه یوه ورځنۍ سیالي وه. د لوبې پچه ویسټ انډیز وگټله او د لومړۍ توپ اچونې فیصله يې وکړه.

هندوستان د نن ورځې لوبه کې کم سارې توپ وهنه وکړه د ویراټ کولي ۱۲۷ منډو په مرسته يې سیالې لوبډلې ته د ۳۳۰ منډو هدف ورکړ.

دغه لوبه کې ویراټ کوهلي خپل شلمه سلیزه ووهله او په ۱۱۴ توپونو کې يې ۱۲۷ منډې جوړولو سره وسوځید.

همدا راز په دې لوبه کې سریش راینا ۷۱، رحانې ۶۸ او شکر داون ۳۵ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لوبغاړي ډیره ضعیفه ډګر ساتنه وکړه او ډیر زیات چانسونه يي له لاسه ورکړل او ډیر کیچونه يي هم ونشوای نیولي. هندوستان سره د ۳۳۰ منډو هدف ټاکلو کې د ویسټ انډیز ضعیفه ډغر ساتنه ډیره زیاته مرسته وکړه.

د ویسټ انډیز توپ اچونکو ټیلر، هولډر، رسل او بېن یو یو لوبغاړي وسوځول او دوه نور هندوستاني توپ وهونکي رن اوټ شول.

ویسټ انډیز خپل توپ اچونې پیل د ۳۳۰ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړ چې توپ وهونکې يې ډیر زیات ذهني فشار لاندې ښکاریدل چې په همدې اساس لومړي لوبغاړی يې مخکې له کومې منډې جوړولو وسوځید.

ویسټ انډیزي توپ وهونکي د هندوستاني توپ اچونکو په وړاندې د شگو دیوال ثابت شول او درې لوبغاړو پرته یو هم ښه ونه ځلید.

دغه لوبه کې سامیولز ۱۱۲، رسل ۴۶ او براوو ۴۰ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل او د ۳۳۰ منډو په تعقیبولو کې پاتې راغلل.

ننۍ لوبه کې سمیولز ډیر ښه وځلید خو بیا هم د سمیولز هڅې څه گټه نه درلوده. ویسټ انډیز لوبډلې یوازې ۲۷۱ منډو جوړولو وروسته ټول وسوځیدل او لوبه يي ۶۰ منډو توپیر سره وبایلله.

دغه لوبه کې هندوستاني توپ اچونکو کومار ۲، یادف ۲، محمد شامي ۲، پاټېل ۲ او جدیجا هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x