نظــر

له يوې امريکايي خبريالي سره د امريکايی او هالنډي مجاهد خبري

ژباړه او لنډیز: موسی فرهاد

په شام کې د جنګیدونکو زرګونو بهرنیو مجاهدینو له جملې نه د یوه امریکايي او بل هالنډي جنګیالي د خبرو چاڼ ، لنډیز او ژباړه چې د سی بی ایس سپوږمیز چینل له کارکوونکې کلاریساوارډ سره یې کړي دی . د لوستونکو د معلوماتو لپاره مو د هغوی د ځینو خبرو برخه را اخیستی چې د غرب او خصوصاً د امریکا په وړاندي پخپله د امریکايي او لویدیځو اتباعو کرکه څومره او په څه وجه ده ؟!!!
———————————————————————————————————
له میاشتو ، میاشتو هڅو او هلو ځلو نه وروسته په دې وتوانیدم چې د موټرپه وروستنۍ برخه کې کښینم او ځان د ترکيې هغه پولي ته ورسوم چې له سوریې سره نښلي . د ګاډي له کړکۍ نه یوي او بلي خوا ته ګورم د زرګونو بیځایه سویو سوریایي مهاجرینو خیمي پلني دي چې خوا وشا سیمه یې د زیتونو په زرغونو ونو پوښلي او یوه زړه راښکونکي منظره وړاندي کوي . دا لومړی ځل نه دی چې سوریی ته ځم بلکي نژدې لس ځله وړاندي هم د کورنۍ جګړې په دوران کې شام ته تللي او راغلي یم . خو دا ځل له نورو توپیر لري ځکه چې په موټر کې راسره سپور ټوپک لرونکی هالنډی ۲۶ کلن ځوان یلماز زموږ کوربه دی . هغه ځوان چې د هالنډ په پوځ کې فعال پوځي و او دوه کاله وړاندي يې خپله دنده ترک کړه او په سوریه کې د جهاد په موخه له مجاهدینو سره یوځای سو .

یلماز ځای پرځای خیمو ته په اشاري سره ماته وایی : ګوره دا کیمپ ورځ تربلي پراخیږي ، نه تعلیم شته . نه لازم خوراک څښاک ، نه دارو درمل او نه د ژوند نوري آسانتیاوي … په سختو شرایطو کې شپې ورځي تیروي ، له اوږدې مودې د مرستي ناري وهي خو په بدل کې بیا هم بمونه ورته را اوري نور هیڅ نه … اخیر د دوی ګناه څه ده ؟

تاسو به ښایی پوښتنه کوئ ، له چا سره جنګیږئ ؟ زه وایم له هغه چاسره جنګیږم چې پردغو خلکو بمونه اوروي ، زه به هغوی وژنم که څه هم زما خپل پلار وي ، پخپل لاس به یې وژنم .

26- کلن هالنډی پوځي ځوان چې خپل نوم یلماز ښیی ؛ یو له هغو ډیریو اروپایانو څخه دی چې په سوریه او عراق کې د جهاد په هدف له اسلامي جنګیالیو سره یوځای سویدی . لویدیځو استخباراتو د دوی شمېره څه دپاسه 3،000 تثبیت کړي ، خو ممکن تردې ډېره لوړه وي . چې لویدیځوال حکومتونه يې له ډېر تشویش سره مخ کړيدي .

پوښتنه دا ده چې ولي زرګونه ځوانان ، زرګونه میله لري ، په یوې سختي جګړې کې د ځان قربانولو ته لیوالتیا لري؟ د دې پوښتني د ځواب لپاره مي له څلورو میاشتو راهیسی له یلماز سره د خبرو کوښښ وکړ بالاخره نوموړی دې ته تیارسو چې له سي بی ایس تلویزون سره خبري وکړي .

په پټه د ترکي- شام پولي ته له رسیدا وروسته یلمز زما د لومړۍ پوښتني په ځواب کې وویل : دلته د راتګ هدف مې دا و چې د ظالم ، دیکتاتور بشارالأسد په را پرځولو کې د مجاهدینو مرسته وکړم . دا پریکړه مي هغه مهال وکړه چې د بشارالأسد د رژیم د ظلم ویډیوګاني مې پر یوټیوب لیدلي ، ډېري دردوونکي ، ډېري زوروونکي وي .

یلمز چونکه پوځي تجربه او زده کړه لرله ، سمدستي یې په سوریه کې د نورو جنګیالیو په روزنه پیل وکړ. د دوو کالو په دوران کې دیني زده کړوهغه نور هم پیاوړی او سخت دریځی کړ ، که څه هم د داعش له ډلي سره یې په خپل منځي جګړو کې برخه وانه خیسته ، او نه یې هم اوس د مرکي پرمهال هغوی وغندل.

د یوې پوښتني په ځواب کې ، چې آیا شام اوس خپل کور ګڼي ؟ ؛ یلمز وویل :

بلی هو ! طبعاً طبعاً ! موږ هرڅه ترشا پری ایښي ، کله چې مو هجرت وکړ ؛ هرڅه مو پریښودل ، خپل فامیل ، خپل ملګري ، ان خپل مستقبل (راتلونکی) مو پری ایښی .

پوښتنه : څه شی (هجرة) وطن پریښودلو ته اړ کړئ ؟

ځواب : په سوریه کې د ډېرو مظالمو په لیدلو کتلو اوریدلو مې نور دا احساس وکړ چې په حیث د یو وګړي ، یو بشر ، یو مسلمان ، اړینه ده چې د مسلمانانو مرسته وشي او د ظلم پرضد جهاد وکړم لږ تر لږه څه ناڅه باید هرو مرو وکړم . دوه کاله وړاندي پرته له دې چې خپله فامیلي په جریان کې واچوم هالنډ مې پریښود او شمالي سوریې ته مې هجرت وکړ ترڅو د مجاهدینو سره اوږه په اوږه جهاد وکړم او هغوی ته پوځي تربیه ورکړم .

پوښتنه : د غرب څه دې یادیږي ؟ کور ، وطن او یا نور څه ؟

یلماز : (په خندا) ښه خوراکونه ، بریښنا ، ګرمي اوبه او مرفه ژوند … هغه څه دي چې کله ناکله مې یادیږي . مګر غرب !!! أوف ! څومره بد ، منافقت دوه رنګي دوه مخي نفاق دروغ ، دوکه . وبس

پوښتنه : د داعش د تاکتیکونو په اړه مو څه فکر دی ، چې سرونه پریکوي جنګي جرائم ترسره کوي ؟

یلماز : (په ډېر احساساتي انداز کې) جنګي جرمونه !؟ جنګي جرمونه څه شی دي ؟ تر 200،000 لکه زیات انسانان وژل ، بیلری بمونه اورول ، کیمیاوي وسلې کارول جنګي جرم نه دی ؟! د یوه یا دوو غربیانو سرونه غوڅول جنګي جرم دی ؟ عجیب!

پوښتنه : په سوریه کې نور څه کول غواړي ؟

ځواب : ظالم او دیکتاتور رژیم له منځه وړل ، پرځای یې اسلامي نظام نافذول ، خو نه هغه ماډرن اسلام چې د غرب ملاتړ یې ترشا دی . موږ نور څه نه غواړو یوازي او یوازي اسلامي قانون چې یوازنی حل هم همدغه قانون دی . وبس .

یلماز ، زیاته کړه : یوازي اسد نه دی ، بلکي د امریکا په مشرۍ اوسنۍ جګړې نور هم دا باور پیاوړی کړی چې غرب د اسلام او مسلمانانو پر ضد صلیبی جګړه پیل کړي ، هغوی د مسلمانانو دښمنان دي ، هرو مرو ورسره جهاد کوو . امریکايی حکومت ، امریکايي لابي که په هر نوم خپل جنګ تعبیروي ، خو دا واقعاً یو صلیبي جنګ دی .

یلماز وپوښتل شو : ته فکر کوي چې پر امریکا به نور بریدونه هم ترسره کیږي ؟

ځواب : که چيري یو ظالم ښکاري کوم ځنګلي حیوان هم ډېر مجبور کړي ، نو هغه ورباندي حمله کوي داسي حمله چې د ښکاري لپاره ډېره خوږوونکي وي . نو ښکاره خبره ده ، که ته څوک مجبوروي ؛ هرو مرو به ګذار درباندي کوي . والله . دا جګړه به هیڅکله ختمه نکړي ، هیڅکله به پای ته ونه رسیږي . دا زموږ دین دی ، دا زموږ عقیده ده او دا هغه څه دی چې موږ ورباندي ایمان لرو . یلمز په پای کې وویل : هیڅکله به بیرته خپل وطن هالنډ ته ستون نشي .

یلماز زه خپل یو بل بهرني جنګیالي ته هم ور معرفي کړم ، دا جنګیالی امریکایی و د نم ډیوګیرر او اوس د ابن الزبیر په نوم پیژندل کیدی . ابن الزبیر راته وویل : 3کاله وړاندي یې خپل کور چې د امریکا په میډویسټ ایالت کي دی ؛ پری ایښی . د دې لپاره چې د جبهة النصره ترڅنګ په سوریه کې جهاد وکړم . نوموړی په لومړیو کې یو عادي امریکايي ؤ . خو کله چې یې د بهر خصوصاً د منځني ختیځ په اړه مطالعه پیل کړه نو هرڅه بدل شول . د ظلم په وړاندي مقابله یې حتمي وګڼله ، او پریکړه یې وکړه چې بیرته خپل وطن ، خپل کورته راتلل یې ناشونی وګاڼه . نور نو یو راډیکاله مسلمان مجاهد سو د هغه څه له امله چې د ده په وینا د اسلام او مسلمانانو په خلاف د امریکا په مشرۍ ډېره ناوړه جګړه روانه ده .

ابن الزبیر زیاته کړه : زه چې کله په امریکا کې وم ، نو د نورو په څیر یو نورمال ماشوم وم . لوبی مي خوښیدلي ، فیلم مي کتلو او داسي نور … د نورو امریکایانو غوندي . خو له دوو کلونو راپدیخوا زه هغه امریکایی نه یم . (ماته یې په اشارې سره وویل ته اوس له داسی چا سره خبري کوي چې هغه له امریکا سره جهاد کوي .

ده وویل : زه له امریکا نه کرکه نلرم ، امریکا زما وطن دی ، زما خاوره ده ، زه پکي را لوی شوی یم ،لازمه نه ده چې زه ورڅخه نفرت وکړم ، مګر د امریکا حکومت او د هغه پالیسۍ خصوصا د اسلام او مسلمانانو په اړه ، دا یوه بیله مسئله ده .

ماپوښتنه وکړه : که پر امریکا یوار بیا تروریستي حمله کیږي ؛ تاسو به پکي برخه اخلئ ؟

که امریکا او لویدیځ پرمسلمانوهیوادونوبریدونه بند کړي ، پر دوی د حملې خطره نسته .

خبریاله : تاسو فکر نه کوئ چې دا خبره مو د اسامه بن لادن هغې ته ورته ده .؟

ابن الزبیر: طبعاً.

خبریاله : ګمان نه کوئ ، چې امریکا دې ډول خبر اوریدلو ته تیاره نه ده ؟

زبیر : ولی ؟

خبریاله : د ناین ایلیون 9/11 پیښه موږ ولیدله .

ابن الزبیر: موږ هره ورځ 9/11 ناین ایلیون پیښي په مسلمانو هیوادونو کې وینو. همدغه ټینګ باور دی چې ډېر په تیزی سره په مسلمانانو کې زیاتیږي . چې امریکا او لویدیځ د اسلام پرضد پراخه جګړه پیل کړي .

خبریاله : تاسو پر امریکا او لویدیځ د تروریستی حملې پلوي کوئ ؟

ابن الزبیر : زه داسي حملي ته تروریستي برید نشم ویلی ، که چیري رامنځ ته هم شی ، زه داسي برید ته د امریکا او لویدیځ د کړنو عکس العمل وایم.

خبریاله : حتی که بی ګناه وګړي ښځي او ماشومان پکي وژل کیږي هم ؟

ابن الزبیر: آیا دا تروریستي حمله نه ده ؟ چې تومهاک بمونه او نور … له کومه ځایه چې یې خوښه شي ؛ را ووروي او بې ګناه وګړي او معصوم ماشومان پکي وژني ؟ دا د تروریزم ترټول بدشکل دی . نو هیڅکله به زما له سترګو اوښکي توی نشي ، که په امریکا کې دا ډول څه پیښیږي .

خبریاله : کله دې په دا ډول حمله کي برخه اخیستي ؟

ابن الزبیر: (ځنډ) نه .

خبریاله : تاسو شکمن یاست؟

ابن الزبیر: آه!!

خبریاله : ولی . ؟ ریښتیا ووایئ ؟

ابن الزبیر : ځکه چې زه یې کولای نشم ، که مې غوښتلي هم وي او یا وغواړم ؛ کول یې راته ګران شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x