افغانانو ته ديوې امريکايي مېرمني پېغور

loyajirga2011_4بسم الله الرحمن الرحيم

السلام عليکم!

ښاغليه کرزيه او د افغانستان دګوډاګي رژيم غړو:

زما نوم شيري مهمند دی. زه د امريکا په يوې درنه کورنۍ زوکړې يم چې په امريکا کې دپېړيو راهيسي اوسيږي. زما دکورنۍ دمشرانو لړۍ د امريکا دخپلواکۍ جګړې ته رسيږي. زه په حقوقو کې ډاکتري لرم او شل کاله کيږي چي ديوې حقوق پوه په توګه کار کوم.

زه مسلمانه شوم او وروسته مي ديوه افغان عبدالقدير مهمند سره واده وکړ. دنهو کالوراهيسي زه ديو څو خبرو په باره کي فکر کوم.

ښاغليه کرزيه! ته په دې نه شرميږې چي د امريکا او بهرنيو ګوډاګی يې؟ ته دخدای پر ځای د ډالرو او بهرنهيو بادرانو عبادت کوې؟

ته افغاني وياړ د خپلواکۍ مينه او درنښت نه لرې؟ ايا دا ارزښتونه د رښتينو افغانانو سره يو ځای مړه شوي دي؟ لکه زما خسر خان مهمند هغه يو وخت ماته ويلي وه چي رښتيني افغان چاته نه ګډيږي تاسي خو امريکايي ډالرو او مشرانو ته ګډېږﺉ؟ او بانکونه مو په پیسو پړسوﺉ ولي؟

د افغانستان دحکومت غړو، تاسي په دې نه شرمېږﺉ چي مشر مو ګوډاګۍ او په داسي حکومت کي کار کوﺉ چي هم ګوډاګی او هم دغلا او بډو څخه ډک دی.

موږ خو په امريکا کي په خپل حکومت کي هيچا ته دا اجازه نه ورکوو چي هغه دي زموږ د واک مشران لکه ولسمشر، قاضيان، دکانګرس غړي اونور حکومتي مشران دي دپرديو تالۍ څټي وي او يا دي هم د دوی واک دنورو هيوادونو په لاس کي وي.

موږ امريکايان به څوک دې ته پرې نږدو چي هغه دي موږ ته اساسي قانون راجوړ کړي، نه به چاته دا اجازه ورکړو چي هغه دي زموږ دمشر ساتنه وکړي او نه به څوک دې ته پرېږدو چې څوک زموږ هيواد ونيسي، تاسي داسي ولي کوﺉ؟

ديو امريکايي مسلماني په توګه چي ما ديو رښتيني افغان سره واده کړی دی زه په تاسي باندي شرمېږم.

هر وخت چي مو په ټلوېزون کي ووينم زه خپل ځان ډېر کوچنی احساسوم. زه دافغانانو لپاره ډېره غمجنه يم. تر دېرش کالو کړاوونو وروسته افغانان دکرارۍ، سولي او رښتيني خپلواکۍ حق لري. زما پر دوی باندي دا نه پېرزو کيږي چي هيواد يې اشغال سوی وي او په جنګ بوخت وي يا يې حکومت ګوډاګی او غل وي.

تاسي په دې نه شرمېږﺉ چي افغاني کوچنيان د لوږي مري، دجنسي غريزو لپاره تېری پرکيږي او پلورل کيږي، افغاني ښځي له مجبوريته دپيسو لپاره په پرديو هيوادونو کي خپل عزتونه پلوري. خو ته، ستا کورنۍ او انډيوالان دي د افغانستان د جنګ او اشغال څخه خپلي ګټي اخلﺉ. په دوبۍ او ټوله نړۍ کي ماڼۍ جوړوﺉ. په غټ مبلغ پيسې په خپلو بانکي حسابونو کي اچوﺉ؟ تاسي ولي پرېږدﺉ چې نيواکګري قواوي دي دافغانانو پر کورونو ور ودانګي؟ او دهغوی نارينه ښځي او ماشومان دي بې عزته کړي او پر ښځو او نجونودي جنسي تېري وكړي؟

دبې ګناه افغانانو په وژنو غيرت نه درته دريږي؟ په تېره دجنګ په دې تېز شوي حالت کي چي دپښتنو توکميزه وژنه روانه ده تاسي شرم نه لرﺉ؟ تاسي ايمان لرﺉ؟

ايا تاسي ته امريکايي ډالر ترخپل عزت، ازادۍ او د افغانانو تر ژوند هم مهم دي؟

تاسي ته پيسي د افغاني مېرمنو او کوچنيانو تر ښېګڼي ډېري مهمي دي؟ ايا پيسې او تش په نامه قدرت تاسي ته له اسلامه زيات ارزښت لري؟

په داسي حال کي چي زما اولادونه ستاسي دبې غيرتي کارونه ټول ويني، زه به خپلو افغانو کوچنيانو ته څنګه داسي روزنه ورکړم او په کوم مخ به ورته ووايم چي په خپل افغاني کلتور ووياړي؟ !

تاسي د ولسمشرۍ مقام خو څه کوې چي دهيڅ سرکاري مقام وړ نه ياست. تاسي پر پيسه باندي ايمان راوړی دی عزت او درناوی خو ګردسره نه پېژنی.

په درناوي

شيري ار. مومند دحقوقو ډاکتره

امريکا، کالاموزون ښار، دمشيګن ايالت

[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د