افغانستانخبرونه

طالبان: «انس حقاني او حافظ عبدالرشید بحرین کې امریکایانو نیولي وو»

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن طالبانو د محمد انس حقاني او حافظ عبدالرشید د نیولو په تړاو خبرپاڼه خپره کړې ده.

طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي چې انس حقاني د مولوي جلال الدین حقاني کشر زوی د مدرسې طالب دی او په نظامي چارو کې يې ونډه نه لرله. خبرپاڼه زیاتوي چې انس حقاني د ازاد شوي بندي مولوي محمد نبي عمري د کورنۍ غړو په بلنه بهر په سفر تللی و.

په دې ویناپاڼه کې د حافظ عبدالرشید په تړاو ویل شوي چې د مولوي محمد نبي عمري کشر ورور دی او د ورور لیدو ته تللی و.

طالبان وايي چې دا دوه کسان د یوې اونۍ له تیرولو وروسته بیرته د بحرین له لارې کور ته راتلل چې امریکایانو په بحرین کې نیولي بیا یې ملي امنیت ادارې ته سپارلي: «په بحرین هېواد کې د امریکایانو له خوا نیول شوي، وروسته بېرته قطر هېواد ته استول شوي، له قطر نه د عربي متحده اماراتو دبۍ ښار ته او له هغه ځای نه کابل ته لیږدول شوي».

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي چې دا بهیر د امریکایانو تر څارنې لاندې ترسره شوی: «د یادونې وړ ده چې پورته یاد شوی جریان د امریکایانو تر څارنې لاندې تر سره شوی او نوموړي دوه تنه د کابل ادارې ته سپارل شوي».

په دې اعلامیه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې د ګوانتانامو له ازادو شوو بندیانو سره دا ژمنه شوې وه چې د کورنۍ غړي يې لیدو ته ورتلی شي: «په داسې حال کې چې له ګوانتانامو زندان څخه له آزاد شویو بندیانو سره دا تعهد شوی و، چې د دوی قریبان کولی شي د دوی د ملاقات لپاره ورته راشي».

طالبان د ملي امنیت ادارې دا ادعا ردوي چې دا کسان دې ګواکې د دوی په لیکو کې قومندان وي: «د کابل ادارې دا دعوه چې ګواکي نوموړي دوه تنه د اسلامي امارت نظامي قوماندان وو او دوی خپله په هېواد کې د ننه د دوی په اصطلاح د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې نیولي بالکل له حقیقت څخه لیرې او د واقعیت خلاف ده».

طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې دا دوه کسان د امریکا لپاره مطلوب نه وو. دوی له اړوندو اړخونو څخه غوښتنه کوي چې دوی ازاد کړي.

اعلامیه زیاتوي، په داسې حال کې چې د عادي افغانانو سره دا ډول غیر قانوني چلند کیږي د سولې په ژمنو او خبرو څه ډول باور وشي.

«له دې نه معلومېږي چې امریکا او د کابل اداره د خپلو سیاسي موخو لپاره نړیوال قوانین تر پښو لاندي کوي، او په حقیقت کې هېڅ ډول سولې اوپخلاینې ته ژمنتیا نه لري».

طالبانو ګواښ کړی چې دغه ډول کړنې به په راتلونکې کې د امریکایانو او د دوی ترمنځ په اړیکو او ارتباطاتو «بده اغېز» وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kamal

دوی اودومره کمال! غلامان همیشه داقسم څرګندونی کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x